د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د دسمبر په ۲۸مه نېټه په بېجينګ کې له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره خبرې اترې وکړې.

وانګ يي وويل، چې چين او ايران د هراړخيزو ستراتيژيکو اړیکو دوستان او د سراسري جنوب مهم غړي دي. چين او ايران خپلمنځي همغږۍ او همکارۍ پياوړې کوي، چې نه يوازې د دواړو هېوادونو خلکو ته به ګټې ورسوي، بلکې د سيمې او نړۍ د سولې او ثابت پرمختګ لپاره خدمتونه وکړي. دواړه خواوې بايد د يو بل په مرکزي ګټو او مسئلو کې متقابل ملاتړ وکړي، په ثابته توګه واقعي همکارۍ پياوړې کړي او په څو اړخيزو ساحو کې همکارۍ زياتې کړي.
عراقچي وويل، چې د ايران او چين ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو دوستانه اړيکو پياوړتيا او ژورتيا د ايران په ډيپلوماتيکو تګلارو کې لومړی لوری ګڼل کېږي. ايران هیله لري، چې له چين سره مشرتابه تګ راتګ نژدې کړي، د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ پياوړې کړي او د ګډو ګټو ساتنه وکړي.











