د چین د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اګست په ۱۸مه نېټه د هند په پلازمېنه نوي ډيلي کې له خپل هندي سيال سوبراهمانيان جايشانکار سره خبرې اترې تر سره کړې.
وانګ يي په خپلو خبرو کې ويلي، چې اوسمهال نړيوال وضعيت د چټک بدلون په حال کې دی، د يواړخيز زورزياتي څپه پورته شوې او ازاد تجارت او نړيوال نظم له سخت چلينج سره مخامخ دی. د هغه په خبره، سږکال د ملګرو ملتونو د جوړېدو له ۸۰مې کليزې سره برابر دی او د بشري ټولنې د راتلونکي د جوړونې لپاره يو ډېر کليدي کال دی. نوموړي زیاته کړې چې سږکال د چين او هند د رسمي اړيکو د ټينګېدو له ۷۵مې کليزې سره هم برابر دی. هغه زياته کړې، چې دواړه خواوې باید د تېرو ۷۵ کلونو له تجربو څخه زده کړه وکړي، د ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د متقابل درناوي او اعتماد، په سوله کې د ګډ ژوند، د ګډ پرمختګ د موندلو او د همکارۍ له لارې د ګډې ګټې رامنځته کولو لپاره يوه سمه لار پيدا کړي.
سوبراهمانيان جايشانکار ويلي، چې د هند او چين ترمنځ اړيکې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر ګډې لارښوونې لاندې له ننګونو څخه وتلې او په دوامدار ډول پرمختګ مومي. د ده په وینا چې په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادو تبادلې او همکارۍ د عادي کېدو په لوري روانې دي. د هغه په وينا، هېواد يې غواړي د دواړو هېوادونو د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۷۵مې کليزې په مناسبت له چين سره متقابل سياسي اعتماد نور ژور کړي، د سوداګرۍ او تجارت په برخو کې متقابله ګټه لرونکې همکارۍ لا ټينګې کړي، کلتوري تبادلې زياتې کړي او د ګډې پولې په اوږدو کې سوله او امنيت خوندي وساتي.












