چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړۍ

وانګ يي: چين او امريکا بايد له شانګهای اعلاميې څخه ګټه پورته کړي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 28, 2022
in نړۍ
0
وانګ يي: چين او امريکا بايد له شانګهای اعلاميې څخه ګټه پورته کړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د شانګهای اعلاميې د خپرېدو د ۵۰مې کليزې يادغونډه د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه په شانګهای کې تر سره شوه. د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په دغه غونډه کې ګډون او وينا وکړه.

وانګ يي وويل، چې چين او امريکا ۵۰ کاله مخکې په همدې ورځ د شانګهای ګډه اعلاميه خپره کړې او د خپلمنځي تګ راتګ د خلا وضعيت يې پای ته رسولی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د عادي کېدو بهير يې پيل کړی دی.

You might also like

ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي او ښې پایلې ته هیله‌من یو

پزشکیان؛ د زیانمنو شویو رېلي او ترانزیتي لارو د چټکې بیارغونې امر کړی

امریکا او سعودي عربستان د سوله‌ییز اټومي همکاریو هوکړه لاسلیک کړه

نوموړي وويل، چې په شانګهای اعلاميه کې د ښکيلو خواوو د نظريو توپيرونه ساتل شوي، نو ځکه دغه اعلاميه د ډيپلوماتيکو چارو په تاريخ کې ابتکاري اعلاميه بلل کيږي او د بېلا بېلو نظامونو د هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګښت او پرمختګ لپاره يې ګټورې تجربې برابرې کړې دي. د شانګهای اعلاميې مهمه روحيه په اوسنۍ زمانې کې هم اغېزمنه پاتې ده.

وانګ يي زياته کړه، چې په شانګهای اعلاميې کې ليکل شوي، چې بېلا بېل هېوادونه مختلف ټولنيز نظامونه لري او ټول بايد يو د بل د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د درناوي، پر نورو هېوادونو د نه تيري، د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې، برابرۍ او ګډو ګټو او په سوله کې د ګډ ژوند پر اصولو ټينګار وکړي. چين د امريکا د ټولنيز نظام درناوی کوي او د دغه هېواد د پر له پسې ورخلاصون او پرمختګ هيله لري او امريکا دې هم په مقابل کې د چين د پرمختيايي لارې درناوی وکړي او د خپل پرمختګ په جريان کې دې چين د يو ملګري په توګه وپېژني او د واک په لوبه کې د دښمن په سترګه دې نه ورته ګوري.

وانګ يي وويل، چې د چين او امريکا ترمنځ اړيکې اوس له سختو ننګونو سره مخ دي او يو مهم لامل يې دا ښودلی چې د شانګهای اعلاميې روحيه او اصول نه دي پلي شوي.

نوموړي له امريکا څخه وغوښتل، چې د چين په اړه معقولې او مناسبې تګلارې بيا غوره کړي او له چين سره يو ځای د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې نظريې او د ولسمشر جوبايډن څرګندونې عملي کړي او مناسب مدار ته د خپلمنځي اړيکو د ستنېدلو لپاره هڅې وکړي.

وانګ يي څلور فقره ييز وړانديز کړی، چې لومړی، امريکا دې د يو چين پېژندلو پر اصل ټينګار وکړي. دوهم، دواړه هېوادونه دې پر متقابل درناوي ټينګار وکړي او د خپلمنځي اړيکو د پرمختګ په مناسب لوري دې ګامونه پورته کړي. درېيم، دواړه هېوادونه دې پر همکاريو او ګډو ګټو ټينګار وکړي او د خپلو هېوادونو پرمختګ او سمسورتيا دې وهڅوي. څلورم، دواړه هېوادونه دې د لويو هېوادونو مسؤليت عملي او نړۍ ته دې نور زيات عامه توليدات برابر کړي.

وانګ يي وويل، چې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د ټينګښت دروازه پرانيستل شوې او بايد بيا و نه تړل شي. نړۍ له سړې جګړې څخه وتلې او بايد د سړې جګړې له سيوري هم وساتل شي. دواړه هېوادونه بايد د تاريخ د نوي مبدا پر وړاندې له شانګهای اعلاميې څخه ګټه پورته کړي او د دواړو مشرانو د ګډو نظريو په رڼا کې دې د يو بل سره د ګذارې مناسبه لار پيدا کړي او دواړو هېوادونو او خلکو ته دې ګټې ورسوي.

Previous Post

یوه کاناډايي ځوان ؛ د افغانستان ۱۸ ولایتونو ته پرته له وېرې سفرونه کړي

Next Post

افغانستان کې د واکسینو پراخ کمپاین پیلېږي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي او ښې پایلې ته هیله‌من یو
نړیوال خبرونه

ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي او ښې پایلې ته هیله‌من یو

by Spogmai Radio
جولای 28, 2026
پزشکیان؛ د زیانمنو شویو رېلي او ترانزیتي لارو د چټکې بیارغونې امر کړی
نړۍ

پزشکیان؛ د زیانمنو شویو رېلي او ترانزیتي لارو د چټکې بیارغونې امر کړی

by Spogmai Radio
جولای 27, 2026
امریکا او سعودي عربستان د سوله‌ییز اټومي همکاریو هوکړه لاسلیک کړه
نړۍ

امریکا او سعودي عربستان د سوله‌ییز اټومي همکاریو هوکړه لاسلیک کړه

by Spogmai Radio
جولای 23, 2026
ټرمپ: په هرمز تنګي کې د ایران هر برید به له پوځي ځواب سره مخ شي
نړۍ

ټرمپ: په هرمز تنګي کې د ایران هر برید به له پوځي ځواب سره مخ شي

by Spogmai Radio
جولای 23, 2026
پېنټاګون؛ اردن کې د وژل شویو ۲ امریکايي سرتېرو هویت خپور کړی
نړۍ

پېنټاګون؛ اردن کې د وژل شویو ۲ امریکايي سرتېرو هویت خپور کړی

by Spogmai Radio
جولای 21, 2026
Next Post
افغانستان کې د واکسینو پراخ کمپاین پیلېږي

افغانستان کې د واکسینو پراخ کمپاین پیلېږي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

سروې: دا د چین اضافي تولیدي وړتیا نه ده چې ډېره ده، بلکې د امریکا د سوداګرۍ ساتنه ده

اپریل 27, 2024
سوداګر: د افغانستان جلغوزي دې نورو هېوادونو ته هم صادر شي

سوداګر: د افغانستان جلغوزي دې نورو هېوادونو ته هم صادر شي

اکتوبر 2, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ