راتلونکې میاشت په افغانستان کې د واکسینو پراخ کمپاین پیلېږي. د افغانستان روغتیايي چارواکي وایي چې ټاکل شوې راتلونکې میاشت په ټول هېواد کې د کرونا، پولیو او شري ناروغیو د واکسین پراخ کمپاین پیل شي. په دې کمپاین کې به پر ماشومانو د پولیو او شري ناروغیو واکسین وېشل کېږي او دغه راز به د کرونا واکسینو د وېش لړۍ هم پيل شي. په دې لړ کې به ځينو ته د واکسینو لومړی دوز او ځینو ته ان درېیم دوز واکسین هم ووېشل شي. د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي تمه لري چې ولس ورسره ددغه واکسینو د وېش او پروسې د تکمیلولو په برخه کې همکاري وکړي.












