چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

نور د پردیو هېوادونو رحم ته هیله مه کوئ، د خپل وطن غېږ درته خلاصه ده

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 14, 2025
in تبصرې
0
افغان کډوالو په زور ایستل؛ یوه بوږنوونکې تراژیدي او نړیواله بې‌پروايي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

په وروستیو اونیو کې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو په زوره ایستلو یو ځل بیا ددغه دواړو هیوادونو کرغیړنې څېرې بربنډې کړې چې پردي هېوادونه هېڅکله هم د افغان ولس د درد، عزت او ارزښت ملګري نه‌شي کېدای. له کلونو کلونو راهیسې افغان کډوال له مجبورۍ، جګړو، فقر او بې‌کارۍ تښتي او د یوه بهتر ژوند په هیله ګاونډیو هېوادونو ته مخه کوي، خو هغه څه چې هغوی هلته تجربه کوي، د انسان له کرامت، بشري حقونو او اسلامي ارزښتونو سره ښکاره تضاد لري.
په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د چلند بڼه یوازې اخراج نه، بلکې توهین، نیول، سپکاوی، وهل ټکول، د شتمنیو لوټ، او حتا د ماشومانو او ښځو ځورول دي. همدا راز، په ایران کې د سرحدي ځواکونو له‌خوا د هغو کسانو وژل چې یوازې د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره ترسرحد اوړي، د بشري حقونو تر ټولو ستره سرغړونه ده. دا هغه هیوادونه دي چې همیشه یې افغانستان ته د مسلمانۍ، ګاونډیتوب، ورورولۍ او همکارۍ خبرې کړې دي، خو اوس همدا ملتونه د افغان مظلومو کډوالو پر وړاندې بې‌رحمه، ظالم او بې‌وجدانه دریځ غوره کوي.
د نړۍ بشري حقونو مدعيان، نړیوال سازمانونه او د عدالت نعرې وهونکي هېوادونه بیا له دې ټولو دردونو، زجرونو او ظلمونو سره سره، یا چوپ دي، یا یې له تشو اعلامیو پرته هېڅ اقدام نه دی کړی. داسې ښکاري چې نور د افغانانو لپاره د عدالت تمه له نړیوالو نه بې‌معنا ده. سترګې پټې شوې دي، غوږونه کاڼه دي، او وجدانونه مړه ښکاري.
همدا واقعیت باید د افغان ولس، په تېره بیا د بهرنیو هېوادونو له جبره راشړل شویو کډوالو لپاره یوه ویښونکې نښه وي. دا درد، سپکاوی او ذلت دې هغوی ته دا درک ورکړي چې نور د پردي وطن رحم ته سترګې نه‌شي نيول کېدای. له ټولو سختیو سره سره، دا وخت د دې دی چې خپل وطن ته بېرته راوګرځو، ځکه دا همدا خاوره ده چې زموږ عزت، ریښه او راتلونکی پکې نغښتی دی.
هو، ستونزې شته؛ کارونه کم دي، اقتصاد ضعیف دی، او د ژوند اسانتیاوې محدودې دي، خو دا وطن زموږ دی. دا هغه ټاټوبی دی چې زموږ نیکونو پکې ژوند کړی، قربانۍ یې ورکړې، او تاریخونه یې جوړ کړي دي. پردی وطن کې زرینې ماڼۍ ، د خپل وطن د خټو ارزښت نه‌شي لرلای.
اوس د افغان سرپرست حکومت مسؤلیت نور هم زیات شوی دی. باید د هغو راستنېدونکو کډوالو د بیا میشتېدو لپاره اسانتیاوې برابرې شي، هغوی ته د کار، تعلیم، روغتیا، سرپناه او عزت فضا چمتو شي، ځکه همدا خلک د افغانستان د راتلونکي جوړونکي دي. که دا خلک، چې له سلګونو ستونزو سره د وطن غېږې ته راستانه شوي، له بې‌اعتنايۍ، بی‌برخېتوب او ستونزو سره مخ دي او دا یو لوی ناورین دی .
همداراز، افغان سوداګر، دیني علما، مشران، مدني فعالان، او د ټولنې مخور شخصیتونه هم باید په یوه غږ د کډوالو هرکلی وکړي، هغوی ته لاس ورکړي، او دا پیغام ورکړي چې “تاسو خپل وطن ته راغلي یاست؛ دلته څوک پردي نه دي.”
د افغان ملت د غیرت تاریخ دا ښيي چې کله ملت پر ځان باور کړی، یو موټی شوی او له خپل وطن سره یې مینه ښودلې، نو له هر بحرانه تېر شوی دی. نن ورځ دا موقع ده چې موږ یو ځل بیا دا عزم تازه کړو، خپل خلک ومنو، او دا وطن د یووالي، مینې، او خپلواکۍ سمبول وګرځوو.
راځئ نور د پردیو هیوادونو رحم ته هیله مه کوئ، د خپل وطن غېږه درته خلاصه ده — راشئ، خپل عزت وساتئ، او د خپلو اولادونو لپاره د عزتمند ژوند بنسټ کېږدئ. دا خاوره که وچه ده، خو زموږ ده؛ که ستونزمنه ده، خو پناهګاه ده؛ که غریبه ده، خو آزاده ده.

Previous Post

افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ماموریت پای ته ورسېد

Next Post

روغتیا سازمان: غزه کې الاهلي روغتون په بشپړه توګه ړنګ شوی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
روغتیا سازمان: غزه کې الاهلي روغتون په بشپړه توګه ړنګ شوی

روغتیا سازمان: غزه کې الاهلي روغتون په بشپړه توګه ړنګ شوی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د هیواد په ځینو ولایتونو کې د هوا سړېدو اټکل شوی

د هیواد په ځینو ولایتونو کې د هوا سړېدو اټکل شوی

جنوري 5, 2025
د ترکیې ولسمشر اذربایجان ته سفر کړی

د ترکیې ولسمشر اذربایجان ته سفر کړی

جون 13, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved