د میدانوردګ د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د کرنې او خوړو نړیوال پروګرام له لوري د میدانښار په ګډون په څلورو ولسوالیو کې پر شاوخوا ۳۷۰۰ کروندګرو د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه. د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په مرکز میدانښار کې پر ۵۰۰ بېوزله کروندګرو، په سیداباد ولسوالۍ کې پر ۱۵۰۰بزګرانو، په چک ولسوالۍ کې پر ۹۰۰ بزګرانو او په مرکزي بهسودو ولسوالۍ کې پر ۸۰۰ کروندګرو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره وېشل شوې دي. د معلوماتو له مخې هر کروندګر ته ۵۰ کېلو ګرامه غنم او ۵۰ کیلو ګرامه توره کیمیاوي سره ورکړل شوې.












