چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

ولسمشرغني د رسنیو د تعدیل طرحه بېرته له پارلمان راوغوښته

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 23, 2020
in افغانستان
0
ولسمشرغني د رسنیو د تعدیل طرحه بېرته له پارلمان راوغوښته
633
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ولسمشر غني د خپلې تازه پرېکړې له مخې د ټولیزو رسنیو د قانون طرحه بېرته له پارلمان راغوښتې ده. د راپورونو له مخې، د بهرنیانو او رسنیو تر فشار وروسته ولسمشر پرېکړه کړې چې دغه طرحه بېرته راوغواړي او د ولسمشر دویم مرستیال به د رسنیو له استازو او مسوولینو سره پر دغه مسئله لا ډېر کار کوي. رسنیو د ولسمشر دغه کار چې له مخې به یې د ټولیزو رسنیو قانون تعدیل کېدلو، د رسنیو، بشري حقونو او نورو بنسټونو له غبرګون سره مخ شو. تازه پرېکړه هم د رسنیو او بشري حقونو د فعالینو له مشرانو سره مخ شوې ده.

له څو ورځو راهیسې په رسنیو کې په دې تړاو راپورونه خپرېدل چې ارګ غواړي د ټولیزو رسنیو قانون تعدیل کړي او ځینې محدودیتونه رامنځ ته کړي. د دغې طرحې له مخې، رسنیو باید د خپلو خبرونو سرچینې‎ د با صلاحیته محکمې له امر پرته پولیسو، څارنوالانو او د امنیت کسانو ته افشا کړي. همدا راز به د حکومت له لوري د دوی بهرنۍ خپرونې څارل کېږي او سانسور کېږي. همدا راز بله برخه یې دا وه چې د رسنیو د لغوې شرایط به اسانه کېږي. دې مسئلې د رسنیو د مسوولینو اندېښنې پارولې وې او دوی حکومت پر دې تورن کړ چې هڅه کوي د رسنیو پر نشراتو محدودیتونه وضع کړي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هغه مهال د حکومت پر دې کار غبرګون وښود. دغه کمېسیون وویل چې د بیان ازادي په وروستیو کلونو کې تر ټولو ستره لاس ته راوړنه ده چې باید له محدودیت او بندیز سره مخ نه شي. دغه کمېسیون پر حکومت غږ کړی چې د بیان ازادي دې مهمه وبولي، محدودیتونه دې لري کړي او د دغه مهم رکن په لا پرمختګ کې دې هڅه وکړي.

د افغانستان پر شفافیت د څار بنسټ هم ویلي وو، داسې ښکاري چې افغان حکومت هڅه کوي پر رسنیو محدودیتونه وضع کړي او دغه مهم اصل له خنډونو سره مخ کړل. د دغه بنسټ مشر همدا راز له حکومت غوښتي وو چې د رسنیو د محدودولو پر ځای دې د رسنیو د ودې لپاره کار وکړل شي.

اوس ولسمشر د بهرنیانو او رسنیو تر فشار وروسته دغه طرحه بېرته له پارلمان را بللې ده. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د ولسمشر غني په مشرۍ د کابینې غونډه وشوه او په هغه کې د نورو ګڼو مسایلو تر څنګ د ټولیزو رسنیو د قانون د تعدیل پر طرحه هم خبرې شوې دي. د ولسمشر دویم مرستیال د دغه قانون په اړه معلومات ورکړي دي او په وینا یې، دوی دغه طرحه پارلمان ته استولې ده. ولسمشر غني په دې غونډه کې لارښوونه کړې چې د بیان ازادۍ ته د درناوي لپاره دغه طرحه بېرته راغواړي. ولسمشر په پارلماني چارو کې ددولت وزارت ته لارښوونه کړې چې طرحه دې بېرته له پارلمان راوغواړي.

ولسمشر ویلي چې دا مسئله د رسنیو د مسوولینو د اندېښنې سبب شوې وه چې باید بېرته را وغوښتل شي. د ارګ په مطبوعاتي اعلامیه کې راغلي دي: ((کابینې پرېکړه وکړه چې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت دې یاده وړاندیز شوې طرحه بېرته له پارلمان څخه وګرځوي)).

د دې تر څنګ کابینې پرېکړه کړې چې د رسنیو ټولې اندېښنې دې راټولې کړل شي او د ولسمشر دویم مرستیال به د دغه قانون په اړه د رسنیو له مسوولینو سره خبرې کوي. د خبرپاڼې له مخې، پر دغه طرحه به لا ډېرې خبرې کېږي او لا به دقیق کېږي.

د رسنیو مسوولینو هم ددغه پرېکړې هرکلی کړی دی او هیله یې څرګنده کړې چې حکومت دې د بیان ازادۍ د ودې لپاره لا ډېر ګامونه اوچت کړي او د خبریالانو او رسنیو په خوندیتوب کې دې مرسته وکړي.

Tags: Top
Previous Post

پلی تګ او ګټې یې

Next Post

خلیلزاد : ځينې بهرنۍ او کورنۍ کړۍ د سولې د ناکامۍ په لټه کې دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
خلیلزاد : ځينې بهرنۍ او کورنۍ کړۍ د سولې د ناکامۍ په لټه کې دي

خلیلزاد : ځينې بهرنۍ او کورنۍ کړۍ د سولې د ناکامۍ په لټه کې دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کندهار کې د سلګونو پسونو د قاچاق مخه نيول شوې

کندهار کې د سلګونو پسونو د قاچاق مخه نيول شوې

اکتوبر 6, 2025
د چین اقتصاد ثابت پرمختګ ساتلی او د نړیوال اقتصاد د احیا لپاره يې باور جوړ کړی

د چین اقتصاد ثابت پرمختګ ساتلی او د نړیوال اقتصاد د احیا لپاره يې باور جوړ کړی

جنوري 18, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved