امریکا وایي له افغان پوځ به خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي. د راپورونو له مخې د امریکایي پوځ لوی درستیز په کابل کې له ولسمشر غني سره لیدلي دي او په دې لیدنه کې یې ټينګار کړی چې له افغان پوځ به خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي. ولسمشر غني له مارک مېلي سره په دې لیدنه کې پر روان وضعیت او سولې خبرې کړې دي. ولسمشر همدا راز اوسنی تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ بللی دی او په دې اړه یې د امریکايي چارواکو د اقداماتو غوښتنه کړې ده. مارک مېلي هم ویلي چې دوی به د افغان حکومت او افغان پوځ ملاتړ ته ادامه ورکوي او ددې غوښتونکي دي چې ژر تر ژره دلته روان تاوتریخوالی کم کړل شي. میلي هم د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د جدي اندېښنې وړ بللې ده. دواړو لورو د دایمي اوربند او سولې په تړاو هم بحثونه کړي دي.












