ولسمشر غني تېره ورځ ناوخته په ارګ کې د عامې روغتیا وزارت له چارواکو سره په هېواد کې د کرونا له امله پر رامنځ ته شوي وضعیت او ددغه ویروس پر دویمې څپې خبرې کړې دي. ولسمشر غني ویلي تمه لري چې عامې روغتیا وزارت د کرونا وبا له لومړۍ څپې تجربه اخیستې وي او ددغه وبا پر وړاندې اړین تدابیر ولري. هغه ویلي چې ژر تر ژره به د کرونا وبا د پراختیا د مخنیوي په برخه کې خپل اقدامات چټک کړي خو تر هر څه مهمه دا ده چې د افغانستان روغتیايي سکتور ددغه وبا د کنټرول لپاره بشپړ تیاری ولري. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دې وروستیو کې ویلي چې د کرونا وبا دویمه څپه پيل شوې ده او ښایي زرګونه کسان بیا هم په دغه ویروس اخته شي. دوی پر هېوادوالو غږ کړی چې روغتیايي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي او په دې توګه خپل ځان او کورنۍ له دغه وژونکي ویروس وساتي.












