چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

ولې امريکا په غزې کې د اوربند مخه نيسي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 26, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ملګرو ملتونو د نومبر په ۲۰مې نېټې د غزې د اوربند هغه مسوده رايګيرۍ ته وړاندې کړه، چې د امنيت شورا د لسو غير دايمي غړو هېوادونو له خوا ترتيب شوې وه، خو امريکا ورته مخالفه رايه ورکړې او د غزې د اوربند هڅې یې يو ځل بیا په اوبو لاهو کړې دي.

په ملګرو ملتونو کې د امريکا د دايمي استاري مرستيال روبيرټ وود يادې مسودې ته له رایې ورکولو څو ورځې مخکې ويلي وو، چې له يادې مسودې سره د بنديانو مسئله نه ده تړل شوې او تصویب به نه شي، خو هغه د خبريال هغې پوښتنې ته ځواب ور نه کړ، چې څنګه کولی شي، دغه دوه چارې یوه له بلې سره وتړي.

You might also like

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

دا باید هېره نه کړو، د امريکې دا لومړی ځل نه دی، چې د غزې د اوربند مخه نیسي، بلکې څو څو ځلې يې په يوې او بلې پلمې د ورته مسودو د تصویب مخه نېولې ده.

واشنګټن د روان کال په فبرورۍ کې هم د غزې د اوربند په تړاو د الجزاير له خوا وړاندې شوې لايحه نه وه منلې او لامل يې دا ښودلی و، چې د حماس له خوا د یرغملو کسانو خوشي کېدل باید د اوربند په لازمو شرایطو پورې وتړل شي.

امريکې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د شخړې له پيل راهيسې شپږ ځلې د غزې د اوربند مسودې ته مخالفې رايې ورکړي او پنځه ځلې يې په غزې کې د اوربند مخه نېولې ده.

واشنګټن له تېرې يوې مودې راهیسې لسګونه ځلې د فلسطين او اسرائيل د مسئلو په هکله مخالفې رايې کارولې دي.

ډېری هېوادونه شک لري، چې امريکا ولې بیا بیا په ورته پلمې په غزې کې د اوربند مخه نيسي؟

ایا امريکا د ملګرو ملتونو له دايمي غړيتوب څخه ګټه اخلي او د خپل ملګري هېواد پلوي کوي؟

امنيت شورا پنځه دايمي غړي هېوادونه لري، چې هر یو یې د وېټو یا د مخالفې رايې حق لري.

که يوه مسوده د امنيت شورا د زياترو غړو هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي، خو که يو دایمي غړی هېواد یې وېټو کړي، نو هغه مسوده نشي تصويبېدلی.

دغه حق د ملګرو ملتونو د پنځو دايمي غړو هېوادونو ځانګړی حق بلل کېږي او دا پر دغو هېوادونو د نړيوالې ټولنې د باور ښکارندويي هم کوي، خو امريکا باید په مسؤلانه او محتاطې رويې دغه حق وکاروي او داسې باید ونه کړي، چې له دغه حق څخه ناوړه ګټه پورته او په نامشروع لارو خپل ملګري هېوادونه وساتي.

امريکا له اسرائيل سره پوځي مرستو ته دوام ورکړی او داسې ښکاري، چې په سیمې کې د شخړې د غځېدو د مخنيوي کوم نیت نه لري. جالبه دا ده، که نور هېوادونه هم د دغې شخړې د پای ته رسیدو لپاره هڅې کوي، امريکا يې بیا هم مخه نيسي.

امريکا په حقیقت کې له خپل مسؤليت تېښته کوي او د امنیت شورا له دایمي غړيتوب څخه ناوړه ګټه پورته کوي.

په غزې کې جګړه لاهم روانه ده او بې ساری بشري ناورين پکې راپورته شوی، نو اړينه ده، چې فلسطين او اسرائيل اوربند وکړي او جګړه ودروي.

امريکا بايد په دې برخه کې رغنده رول ولوبوي، د اوربند خبرې باید وهڅوي او د دوو هېوادونو لايحې د عملي کولو او په سوله کې د فلسطین او اسرائيل د ګډ ژوند او په منځني ختيځ کې د دايمي امنيت او سولې د ساتلو لپاره باید نه ستومانه کېدونکي کوششونه وکړي.

Previous Post

شویګو: افغان چارواکو سره مو د خبرو ډيره برخه اقتصادي وه

Next Post

د چين مرستيال صدراعظم هه لي فنګ د سينګاپور د دولتي شورا له سلاکار لي هسين لونګ سره ولیدل

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی
نړیوال خبرونه

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي
نړیوال خبرونه

نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي
نړیوال خبرونه

امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
Next Post

د چين مرستيال صدراعظم هه لي فنګ د سينګاپور د دولتي شورا له سلاکار لي هسين لونګ سره ولیدل

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

توماس باخ د چين ميډيا ګروپ د پاريس اولمپيک لوبو د خبري پوښښ ډلې ته تصدیق نامه ورکړې ده

توماس باخ د چين ميډيا ګروپ د پاريس اولمپيک لوبو د خبري پوښښ ډلې ته تصدیق نامه ورکړې ده

مې 20, 2024
امریکا او بریتانیا پر ایران نوي بندیزونه لګولي دي

امریکا او بریتانیا پر ایران نوي بندیزونه لګولي دي

سپتمبر 16, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Explorând Lumea Jocurilor de Noroc în România: O Privire Asupra Cazinourilor Online

اگست 5, 2026
Uncategorized

La Verdad Detrás de Bet300: Explorando la Legitimidad y Opciones en el Mercado Argentino

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Allure and Risks of Online Gaming at Winit Casino

اگست 5, 2026
ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اگست 5, 2026
امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved