چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home کتاب

ولې رانه لاړې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 3, 2021
in کتاب
0
ولې رانه لاړې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

(ولې رانه لاړې) ناول تازه چاپ شوی دی او لیکوال یې فرهاد تاند دی.

ناول یا داستان پرته له شکه چې زموږ په ژوند کې حیاتي ارزښت لري او که لږڅه په دقت پام ورته وکړو، زموږ هرڅه له ادبیاتو او بیا داستان متاثیر دي او تر ډېره خپلې غوښتنې، هیلې او ګیلې هغه که په نظم کې وي او که په نثر کې بیانوو. دا ډول ډېرې پېښې زموږ خپلې تجربې وي او زموږ له خپل چاپېریال متاثیره وي او ځکه خو د بل هرڅه په پرتله زموږ له روح او روان سره ډېر اړخ لګوي.

دا غوښتنې، ګیلې او ارمانونه چې کله د داستان او یا هم نظم په چوکاټ کې وویل شي، تاثیر یې دوه چنده زیاتېږي او بیا هماغه دي چې پر لوستونکي او اورېدونکي ډېر اغېز هم کولی شي. معمولاً د دې ډول داستانونو او نظمونو تر شاه اصلي کرکټرونه ډېری وخت د همدې موضوعاتو قرباني شوي دي، ځکه خو یې د دې موضوع لیکلو او یا هم د نظم په ژبه نورو ته د رسولو هڅه کړې ده، څو هغوی د دې ډول موضوعاتو قرباني نه شي.
د دې داستان(ولې رانه لاړې) کیسه هم د یوه داسې ځوان پر ژوند راڅرخي، چې ټول ژوند او ارمانونه یې د کلتور قرباني شوي دي، هیلې یې مړاوې شوې دي، له کور کلي، خپلوانو او کورنۍ لرې شوې دی، د خلکو منځ کې په بد نوم پېژندل شوی او بالاخره د خلکو د خبرو له وجې د وطن پرېښودو ته اړشوی دی.

د داستان اصلي کرکټر هم همدا ځوان دی، په لومړیو کې په لرې کلیواله سیمه کې ژوند کوي او په سختو حالاتو کر راګیر دی، کورنی وضعیت یې ډېر خراب دی او د کور ټوله سرپرستي ورتر غاړې ده. خو له دې هرڅه سره سره بیا هم همت له لاسه نه ورکوي، په کور کلي کې درانه کارونه کوي، تر ماښامه د بل په در کې مزدور او په خاورو سپېره مخ ولاړ وي، دی نه یوازې دا چې خپلې کورنۍ ته د یوې مړۍ حلالې روزۍ د لاسته راوړلو لپاره د بل مزدوري کوي، پر دې سربېره ښوونځي ته هم ځي، ښوونځی خلاصوي او د عمر تر ټولو ښه دوران(ځوانۍ) ته رسېږي، خو وضعیت یې لا هماغه پخوانی دی، ایله د سهار او ماښام پيدا کوي.

دا وخت په کلي کې د یوه ملک پر لور زړه بایلي او ورځ تر بلې یې له هغه سره مینه زیاتېږي، دی د دې لپاره چې خپلې معشوقې ته خپله مینه ثابته کړي، د هغې پلار ته ریبار ورلېږي، خو دا چې د دوی وضعیت ډېر خراب دی د هغه نجلۍ پلار انکار کوي او نه غواړي چې لور یې یوه غریب ځوان ته واده شي. دا غوښتنه په څو څو وار کېږي، خو د نجلۍ پلار په خپله هماغه پخوانۍ خبره ولاړ دی. په دې راز کلیوال خبرېږي او نور هر ځای د کلیوالو مجلس په دوی جوړ دی، د نجلۍ پلار مجبورېږي او نور د همدې تور او تهمت له وجې چې خلک یې په لور او د هغې پر معشوق لګوي، کډه وړي ښار ته او بیا بیا د ځوان کورنۍ ته وايي چې تاسې هېڅ هم نه لری، زما لور به ستاسې کور کې څه خوري، بیا به خلک زما لور ته دا وايي او ها وايي، که دومره پیسې راکولای شی او دا شرطونه مې منی، بیا مې لور درکوم، که نه له هغه پرته مې چې بل وار دروازه کې ونه درېږئ.

ناول د پښتني کلتور، د هغه د بدو پایلو او د هغوی د قرباني شوو وګړو د ژوند په اړه خورا دردوونکی او له عبرت ډک تصویر لري. ژبه یې روانه او کرکټرونه یې ښه لوبېدلي دي. انځورکښه داسې پکې شوې چې ان پر لوستونکي هغه صحنې ټولې کچ کوي.

مینه وال کولای شي یاد ناول پر اکسوس سربېره د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو هم په مناسب قېت تر لاسه کړي.

Previous Post

ژوند له ټولو زیارکښو انسانانو سره مینه لري

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو
کتاب

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
فبروري 21, 2026
«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو
کتاب

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

by Spogmai Radio
جنوري 24, 2026
عثماني خلافت کتاب چاپ شو
کتاب

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
دسمبر 6, 2025
کتاب

د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

by Spogmai Radio
اکتوبر 25, 2025
«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو
کتاب

«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

by Spogmai Radio
سپتمبر 27, 2025
Next Post
طالبانو او حکومت دواړو د دوکتور عاطف وژل کېدل غندلي

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

په هانګجو کې د پارا د څلورمې دورې اسيايي لوبې په برياليتوب پای ته ورسيدې

په هانګجو کې د پارا د څلورمې دورې اسيايي لوبې په برياليتوب پای ته ورسيدې

اکتوبر 29, 2023
فاریاب کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو چوک جوړ شو

فاریاب کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو چوک جوړ شو

جنوري 2, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved