د فاریاب ولایتي چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په اندخوۍ ولسوالۍ کې د یو خصوصي شرکت له لوري د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو چوک جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د یاد شرکت رییس ویلي، چې یاد ولایت د اندخوۍ ښاروالۍ ریاست په همکارۍ د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو چوک په معیاري او استاندرد توګه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلی دی. د یادونې وړ ده، چې د یاد ولایت د اندخوۍ ولسوالۍ او آقینه بندر په لاره کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د سخي زاده په نوم د یو بل چوک د رغولو چارې پیل او په ۴ میاشتو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.










