سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home څېرې

ویلیم فاکنر

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 3, 2020
in څېرې
0
ویلیم فاکنر
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ویلیم کاتبېرت فاکنر یا ویلیم فاکنر امریکايي ناول او کیسه لیکوال دی. هغه په امریکا کې خورا مشهور دی او د دې هېواد د پیاوړو لیکوالانو په کتار کې راځي. هغه یې په امریکا کې د ښکلو لنډو او پيغام لرونکو کیسو، ځانګړي سبک او د بیان ځانګړې بڼې مشهور کړی دی. د هغه کیسې تر ډېره د ژوند خپلې تجربې دي. له همدې امله خلکو ته په زړه پورې دي. فاکنر غوښتل په پوځ کې وي، خو حکومت ورسره ونه منله، هغه یې په تنه کوچنی او ډنګر وباله، خو دا هر څه یې په خیر وو، له وړو وړو لیکنو دومره مشهور شو چې ان د نوبل جایزه یې وګټله.

ویلیم فاکنر په ۱۸۹۷ز کال کې د ميسي سي پي ایالت په نیو الباني کې زیږېدلی دی. هغه نن سبا په نړیواله کچه د داستاني ادبیاتو په برخه کې وتلی نوم دی. په ځانګړې توګه د امریکا په جنوب کې خورا مشهور دی او اثار یې د ارزښت وړ دي. د هغه روایت ښکلی، خو پېچلی دی. همدې زړه راښکون، رمزونو، رازونو او پېچلتیا د امریکا په داستاني ادب کې ستر تحول راوست. د هغه اثار تر ډېره د ټولنې عیني واقعیتونه انځوروي. په هغه وخت کې د مرییتوب ستونزې، تبعیض، طبقاتي اندونه او نژادپالنه هغه موضوعات دي چې د فاکنر په اثارو کې غندل شوي او بدې پایلې یې انځور شوې دي. هغه نه یوازې دا شیان غندلي؛ بلکې د خپل ژوند مهم توکي او خاطرې یې په ډېر ښه انداز انځور کړې دي.

You might also like

ډاکتر عبدالوکیل خان

ممنون مقصودي

عثمان کاکړ

فاکنر وایي چې په ژوند کې یې متفاوت او ډول ډول افکار د لومړي ځل لپاره د ماشومتوب او نوې ځوانۍ پر مهال ذهن ته ورغلل. دی وايي، لا د اوو کلونو و چې له امریکا او د امریکا د تاریخ له لوست سره یې مینه پیدا شوه. تر ټولو ډېر یې غوښتل د جنوبي امریکا په اړه ځان پوه کړي او د دې سیمې د خلکو په فرهنګ او ادبیاتو کې رالویېده. بیا چې کله د لیکلو او لیکوالۍ شو، نو تر ډېره یې د جنوبي امریکا پېښې په خپلو کیسو کې انځور کړې دي چې دی یې هم لامل له دې سیمې سره د خپل ماشومتوب مینه او بلدتیا یادوي. د ده په وده او پرمختګ کې یې مور تر ټولو ډېره ونډه لرله. مور یې هڅه کوله چې د خپل زوی استعداد وغوړوي، د لویو لیکوالانو کتابونه یې ورته لوستل، هڅه یې کوله چې زوی یې په خپله ځینې کتابونه ولولي، د شکسپیر او چارلز ډيکنز په څېر د مشهورو لیکوالانو لوست یې د مور په لارښوونه او مرسته پیل کړی و.

د نورو ټولنو د لیکوالانو اثار یې هم مطالعه کړل. له همدې ځایه بیا د تفکر له نوو بڼو او د خلکو له ډول ډول فکرونو سره اشنا شو. ده په نوې ځوانۍ کې هم له شعر او شاعرۍ سره خپله مینه ساتله او د مشهورو شاعرانو لکه جان دل او نورو لوست ته یې مخه کړه. ویلیم ویلي وو چې یوازې جان دل نه؛ بلکې د هغه مهال د مشهورو او لویو شاعرانو اثار  د دې سبب شول چې د ده فکر وغوړېږي.

د فاکنر د فکري پراختیا اصلي بنسټ په ماشومتوب او نوې ځوانۍ کې اېښودل شوی او اوس همدې افکارو په پنځه ویشت کلنۍ کې د ده د ژوند مسیر ټاکلو. په همدې وخت کې یې لار د ادبیاتو په لور شوه او په دې برخه کې خورا شهرت او لوړو ځایونو ته ورسېد. هغه د لومړي ځل لپاره په یوه مجله کې خپل یوه ټوټه شعر خپور کړ. له دې وروسته محلي لوستونکي د هغه مینه وال شول. د ده شعرونه به یې لوستل او ورور ورو یې شعر د پوخوالي مرحلې ته ننوتو؛ خو وروسته په دې پوه شو چې یوازې د شعر له لارې خپلو موخو ته نه شي رسېدلی. فاکنر په دې باور و چې که دی غواړي شتمن شي او د لیکلو له لارې خپل ژوند تامین کړي، نو شعر یې لار نه ده او باید نثر ته مخه کړي. له همدې وروسته یې لومړی وړې وړې کیسې لیکلې، خو وروسته یې د لوړو او اوږدو کیسیو لیکلو ته مخه کړه. هغه همداسې لکه ده چې غوښتل مشهور او پیاوړی کېده. لوستونکي او مینه وال یې ډېرېدل او په دې سره یې هنر د پوخوالي او پیاوړتیا په لور روان و. د هغه کیسې تر ډېره د خپل وخت د مشهورو ستونزو په اړه وې. اصلاحي افکار یې درلودل او د کیسو په قالب کې یې ستونزې، د ستونزو حل، تاریخي پېښې او اصلاحي افکار وړاندې کول.

معمولا یې په کیسو کې یو مشهور کرکټر وي. هغه له جګړو ستړی پوځي وي چې له جګړې راګرځېدلی او له هر څه ستړی دی. په همدې لړ کې د خپل یوه ملګري په ملاتړ چې اندرسون نومېده، د سرتېري د مزد یا (Soldier’s Pay) په نامه یو ناول چاپ او بازار ته ولېږه. په دې وخت کې امریکا له سختو ستونزو سره مخ وه او ځینې یې د امریکا د رکود دوره هم بولي. ویل کېږي چې دا کیسه تر ډېره د فاکنر پر ژوند راڅرخي. هغه مهال چې ده غوښتل سرتېری شي، خو پوځ یې د وزن د کموالي له امله له منلو ډډه وکړه. خو په دې کیسه کې د امریکا ناوړه ټولنیز وضعیت، د خلکو ژوند،پوځي مسایلو او ټولنیزو ستونزو ته کتنه شوې ده او نقد ورباندې شوی دی.

ویلیم فاکنر له پنځه دېرش کلنۍ وروسته بریالی شو چې ۱۹ ناولونه، ۳ د کیسو ټولګې، ۳ شعري ټولګې او یوه ننداره چاپ کړي. ویلیم فاکنر د ادبیاتو په ډېرو برخو کې اثار لري. له همدې امله په ۱۹۵۰ز کال کې د نوبل بنسټ دې پایلې ته ورسېد چې د همدې کال جایزه ویلیم فاکنر ته ورکړي. د نوبل جایزه د دې سبب شوه چې فاکنر په نړیواله کچه مشهور شي او اثار یې د پخوا په پرتله څو برابره لوستونکي پیدا کړي. د نوبل تر ګټلو وروسته یې پولیتزر جایزه هم وګټله چې دا هم په امریکا او نړۍ کې د ادبیاتو په برخه کې خورا مشهوره جایزه ده. البته فاکنر د پولیټزر یوه جایزه د خپل ژوند پر مهال ګټلې ده او بیا یې د ده تر مرګ کلونه وروسته دوو اثارو هم د پولیټزر جایزې ګټلې دي. اوس د مډرن کتابتون له لوري د فاکنر د غوسې او هیاهو کتاب د انګلیسي ژبې د سلو غوره کتابونو شپږم کتاب بلل شوی دی. دی د هغو کم شمېر هنرمندانو له ډلې دی چې له اثارو یې په سینما کې هم اقتباسونه شوي دي.

 فاکنر په نړۍ کې مشهور امریکایي لیکوال دی چې د نوبل تر ګټلو وروسته یې لوستونکي څو برابره شول. له همدې امله یې څو ناولونه ګور په ګور، د اګست میاشتې د سپوږمۍ رڼا او د غوسې او هیاهو ناول د انګلیسي ادبیاتو د شلمې پېړۍ په سلو غوره ناولونو کې راځي. غوسه او هیاهو یې بیا په دې لېست کې شپږم ځای لري. سره له دې چې د نثر په برخه کې د فاکنر جملې او لیکنې ځانګړی سبک او مینه وال لري؛ خو د شعر په برخه کې دومره مشهور نه دی. هغه خپل استعداد پېژندلی و چې له شاعرۍ یې لیکوالۍ ته مخه کړه. سره له دې چې شعرونه یې هم لیکل، خو شعر یې لکه نثر هومره پوخ نه و.

فاکنر لیکل د سرتېري له مزد (Soldier’s Pay) پيل کړل. له همدې کتاب وروسته یې خپل بل کتاب (غوماشې) په ۱۹۲۷ز کال کې چاپ کړ. د دې کتاب تر چاپ وروسته د لوستونکو پام د فاکنر هنر ته ور واوښت او لوستونکي یې ډېر شول. د غوسې او هیاهو ناول یې هم په ۱۹۲۹ز کال کې چاپ کړی دی. د همدې کتاب تر چاپ وروسته یې شهرت لا ډېر شو، د دې کتاب د شهرت د اوج پر مهال یې د سرتوري په نامه بل ناول هم ولیکلو. په دې کتاب کې یې د امریکا په جنوب کې په میسي سي پي کې د انفصال یا بیلتون جګړو ته کتنه وکړه او د دې جګړې پر مهال یې د امریکايي ټولنې وضعیت انځور کړ. په دې کتاب کې دی خپل دا باور څرګندوي چې د شریفو خلکو نسل د جګړې او وژنو له لارې ختم شوی دی او پر ځای یې بدو او نجسو خلکو واکمني جوړه کړې ده. درې کاله وروسته یې د معبد په نامه خپل تر ټولو خشن او له تاوتریخوالي ډک ناول هم خپور کړ. دا کتاب ښه وپلورل شو او ښه مشتریان یې پیدا کړل. نن سبا یې اثار په امریکا کې دومره پلور نه لري؛ خو د فرانسې د روشنفکرې ټولنې تر منځ ځانګړی محبوبیت لري.

ویلیم فاکنر ځانګړی سبک لري. دې سبک ته جریاني یا د ذهني جریان سبک وایي. په دې سبک کې کرکټر ځینې خارق العاده عادتونه او چلندونه لري چې دی د همدې په وسیله اصلاحي افکار وړاندې کوي او په ټولنه کې ستونزې نقدوي. ځینې بیا وایي چې فاکنر د اروپايي مدرنیزم تر اغېز لاندې و. همدا راز یې د ټولنې د ډېرو عیني واقعیتونو او مسایلو په اړه بې اندازې بدبیني لرله. ځینې بیا نیوکه ورباندې کوي چې سبک او لیکنې یې له غوسې او وحشتناکو صحنو ډکې دي. په انځورکښنه کې یې د بدن د غړو پرې کول او نور ورته مسایل ډېر واضح انځور کړي، چې ویروونکي هم دي. دی یوه بله ځانګړنه هم لري، هغه دا چې داستان په عادي توګه په عادي زمانه کې مخ ته نه وړي. معمولاً کیسه له پایه پیلوي، یانې د پېښې له وروستۍ برخې مو د پېښې پيل ته راولي. لومړی ستره غوټه لري، خو ورو ورو لوستونکی د داستان سپړلو او غوټې خلاصولو ته له ځان سره بیایي.

د فاکنر تر ټولو ډېر مشهور اثر غوسه او هیاهو دی. د هغه پر همدې ناول ډېر نقدونه او لیکنې شوې دي. په دې ناول کې د یوې کورنۍ مسئلې روایت دي. دی د نارینه حاکمې کورنۍ وضعیت ارزوي او د یوې خور په اړه یې د دریو وروڼو چلند او فکر واضح کړی دی. د کیسې په لومړي سر کې یې د نجلۍ معصومیت، بې وسه توب، کورنۍ ستونزې او پر ځان نه باور انځور کړی دی. د هغه دا اثر د فیمینستي افکارو لېږدوونکی هم بلل کېږي. هغه په لومړي سر کې د یادې نجلۍ ستونزې واضح کړې دي او وروسته یې دا کرکټر پیاوړی کړی دی او دې ته یې هڅولې چې له خپلو حقوقو دفاع وکړي. دا ناول یې په خورا ښه بڼه لیکل دی، ښکلي انځورونه، تعلیمي نقل قولونه او اخلاقي درسونه لري.

ویلیم فاکنر پیاوړی لیکوال و. لومړی یې شعر لیکلو ته مخه کړه، خو کله چې پوه شو چې ښه نه پکې چلېږي، نو نثر لیکل یې پيل کړل. له وړو کیسو دومره پیاوړی شو چې د نوبل او پولیتزر جایزې یې وګټلې. اوس هم په ټوله نړۍ کې مشهور لیکوال دی. کتابونه یې د انګلیسي ژبې په مهمو او غوره کتابونو کې راځي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې لسګونه لوستونکي لري. فاکنر له دې ټولو لیکنو او ویاړونو وروسته یوه ورځ په مسي سي پي کې د آس سپرلي کوله چې له آس ولوېد او ټپي شو. له همدې پېښې درې اونۍ وروسته په ۱۹۶۲ز کال کې د جولای په شپږمه ومړ. په امریکا کې خاورو ته وسپارل شو او ویل کېږي چې له لوېدلو وروسته زیانمن شوی و، بیا جوړ شو، خو درې اونۍ وروسته یې زړه ودرېد او ومړ.

شفیق امیرزی

Previous Post

د سرې او شنې مڼې ګټې

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

ډاکتر عبدالوکیل خان
څېرې

ډاکتر عبدالوکیل خان

by Spogmai Radio
اگست 10, 2021
ممنون مقصودي
څېرې

ممنون مقصودي

by Spogmai Radio
اگست 3, 2021
عثمان کاکړ
څېرې

عثمان کاکړ

by Spogmai Radio
جولای 27, 2021
نصیر احمد احمدي
څېرې

نصیر احمد احمدي

by Spogmai Radio
جولای 13, 2021
رسول باوري
څېرې

رسول باوري

by Spogmai Radio
جولای 9, 2021
Next Post
امرالله صالح: پر کابل پوهنتون برید زموږ لپاره لویه استخباراتي ناکامي ده

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

برازیل کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۵۶ ته ورسېد

برازیل کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۵۶ ته ورسېد

مې 5, 2024
امریکا، افغانستان او روسیې پر افغان سوله خبرې کړې دي

امریکا، افغانستان او روسیې پر افغان سوله خبرې کړې دي

جون 16, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved