د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا يونيسف وايي چې افغانستان له بې ساري جدي بحران سره مخ دی. په افغانستان کې د يونيسف د عامه اړيکو مسوول سلام الجنابي وايي چې راتلونکي کال کې به تر ۶۵ سلنې ډير افغانان بشري مرستو ته اړتيا ولري. الجنابي زياتوي چې د افغان مېرمنو او نجونو وضعيت به لا پسې خراب شي ځکه چې پر زده کړو او کار يې محدوديتونه لګول شوي او دې چارې په افغانستان کې اقتصادي بحران لا ډير پراخ کړی دی. يونيسف وايي چې د راتلونکي کال لپاره يې د ۱.۷ ميلياردو ډالرو بسپنې غوښتنه کړې ده چې لویه برخه به يې پر روغتيايي خدمتونو ولګول شي. د ملګرو ملتونو دې ادارې ويلي، غواړي چې په افغانستان کې روغتيايي خدمتونو ته د لاسرسي کچه ۱۹ ميليونو تنو ته ورسوي.












