د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ټاپي ګاز نللیکه له اوږده ځنډ وروسته په افغانستان کې د ترکمنستان د ګاز د لومړني پلور پیل ته نږدې شوې ده. د «ټایمز آف سنټرل اسیا» د راپور له مخې، په هرات کې د ټاپي پروژې اړوند د نللیکې چارې ښايي په راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړې او د ګاز لېږد لپاره چمتو شي. تر اوسه په افغانستان کې شاوخوا ۱۱۶ کیلومتره نللیکه غځول شوې ده. د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت هم ویلي چې په هرات کې د ټاپي پروژې چارې په چټکۍ روانې دي او ټاکل شوې د ژمي له رارسېدو مخکې بشپړې شي.














