د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له امریکایي تجهیزاتو سره د طالبانو رسم ګذشت لیدل یې په ژوند کې تر ټولو غمجنه منظره وه. هغه یادو مراسمو ته په اشارې یو ځل بیا د افغانستان د اوسني وضعیت لامل بایډن بللی دی او ټینګار یې کړی دی چې که چېرته دی په سپینه ماڼۍ کې وای نو هیڅ امریکایي به دا بده منظره نه وه لیدلې. ټرمپ د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې د امریکا تسلیحات د طالبانو په لاس کې وو، په امریکایي زرهي ټانکونو کې سپاره وو او په امریکایي وسلو یې امریکا ته زور پیمانه کاوه. ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې طالبانو د تېرې یکشنبې په ورځ په کابل کې د امریکا له ۸۵ میلیارد ډالري تجهیزاتو سره نظامي پرایډ وړاندې کړی دی.












