د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا له افغانستانه د ټولو امریکایي سرتېرو پر ایستلو ټینګار کړی دی. د اسوشیټیډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه ویلي، ټول پوهېږي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر اته زره دی او په خبره یې؛ هغوی هلته د یو سرتېري نه بلکې د پولیس رول لوبوي. هغه زیاته کړې نور باید په افغانستان کې د امریکا ۱۹ کلن حضور پای ته ورسېږي او ټول سرتېري خپلو کورونو ته ستانه شي.












