د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي ریاست ویلي چې د کاغذي تذکرو پر بنسټ یې د کمپیوټري پاسپورټونو د ورکړې لړۍ درولې ده. یاد ریاست ویلي چې له دې وروسته به هیچا ته هم د کاغذي تذکرې له مخې پاسپورټ ورنه کړي. دغه ریاست له هېوادوالو غوښتي چې که چېرته د پاسپورټ لپاره په مرکز او ولایاتو کې د پاسپورټ اخیستو پسې ځي نو باید الکترونیکي تذکره له ځان سره ولري. د یادونې ده چې وړاندې تر دې د احصایې ملي ادارې هم په کابل کې د کاغذي تذکرو ورکړې بهیر درېدو خبره کړې وه.












