چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

پاکستاني یرغل ته مناسب ځواب څه دی؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 17, 2022
in تبصرې
0
پاکستاني یرغل ته مناسب ځواب څه دی؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

پاکستاني الوتکو په کونړ او خوست کې هوايي بریدونه کړي دي چې پکې تر څلوېښتو زیات کسان شهیدان شوي دي. په دوی کې لویه برخه ښځې او ماشومان دي. بریدونه د وزیرستاني بې ځایه شوو پر کورونو شوي دي، له همدې امله قربانیان یې یو مخ ملکي وګړي دي.‌ اسلامي امارت دغه برید غندلي او ذبیح الله مجاهد ویلي چې پاکستان دې د افغانانو حوصلې نه ازمايي او دا ډول تېروتنې دې نه تکراروي.‌ په ورته وخت کې بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفیر ورغوښتی او د برید د غندلو تر څنګ یې ورته د افغانستان اعراض لیک هم سپارلی دی.‌ له دې سره په ټولنیزو شبکو کې ګڼو افغانانو د پاکستان دغه برید غندلی او د ورته ګام غوښتنه کوي.‌ په خوست کې زرګونه خلکو د پاکستان ضد لاریون کړی او ویل کېږي چې نن به هم په کابل او نورو ولایتونو کې د پاکستان ضد لاریونونه وشي.

دا پاکستان دا بریدونه ‍وحشیانه او ظالمانه دي او د افغانستان او سیمې له خلکو یې په اقصی جومات او فلسطین کې روان اسرایلي وحشت هېر کړ. پاکستاني پوځ د اسرایلو تر رژیم ستر جنایت وکړ او په دې مبارکه رو‍ژه کې یې د ښځو او ماشومان په و‍‍ژلو سره خپله وحشیانه څېره بربنډه کړه.‌ پاکستاني ځواکونو دا بریدونه په ‍ظاهره د هغو بریدونو په غبرګون کې کړي دي چې په دې وروستیو کې پر پاکستان پوځیانو کېږي، خو دوی دومره ډارن او وحشیان دي‌ چې د خپلو ځواکونو غچ له بې دفاع وګړو، ښځو او ماشومانو اخلي. له بله اړخه دا ډول بریدونه په واضح ډول پر افغانستان بریدونه دي او په دې سره د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا نقض شوې ده، چې په هېڅ ډول د زغملو وړ نه ده. له همدې امله دا برید له ټولو اړخونه ناقانونه، ناوړه، وحشیانه،‌ ظالمانه او اسرایلي عمل دی چې په هېڅ ډول نه شي توجیه کېدلی.

دغه برید ته باید ځواب وویل شي او په هېڅ ډول باید هېر نه شي، خو پکار ده چې ځواب عاقلانه او د افغانستان حالاتو،‌ ستونزو او اړتیاوو ته په پام سره وي.‌ دا سمه ده چې باید دیپلوماتیک اعراض وشي، چې وشو، خو تر دې ورهاخوا ګامونه اخیستل هم پکار دي.‌ دا چې موږ هم ورته کار وکړو، ممکن نه ښکاري، ځکه افغانستان دا وړتیا نه لري چې دا ډول بریدونه وکړي. له بده مرغه موږ داسې هوايي ځواک نه لرو، چې دغه ډول بریدونه وکړو، کومې الوتکې چې وې، هغه هم د تېر رژیم مفسدینو او خاینینو یا له ځان سره بهر ته یوړې او یا یې هم دلته تخریب کړې. که ځمکنی برید وشي،‌ بیا هم افغانستان هغه وړتیا نه لري چې سم غچ دې واخیستلی شي.‌ له همدې کبله پکار ده چې پر نورو لارو فکر او کار وشي.‌ پکار ده چې په شدت سره د ټي ټي پي ملاتړ وشي او ددې تر څنګ د ټولو هغو حرکتونو اخلاقي او مادي ملاتړ وشي چې په پاکستان کې د اسلامي نظام لپاره مبارزه کوي.

پاکستاني بریدونه باید هېر نه شي، ددغه ډول بریدونو د مخنیوي، غچ او پر پاکستان د فشارونو لپاره باید اوږدمهاله کار وشي. ددې تر څنګ باید ټول تمرکز پر دې وشي چې په افغانستان کې یووالی راشي، خلک او حکومت سره نږدې شي او د یوه پیاوړي نظام لپاره کار وشي چې بیا مو نه ایران کډوال وځوروي او نه مو پاکستان پر خاوره دا ډول وحشیانه او ظالمانه بریدونه وکړي.‌

Previous Post

وسله وال برید کلمبیا کې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

Next Post

پر روسیې د اروپايي بندیزونو شپږم پړاو پيل شو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
پر روسیې د اروپايي بندیزونو شپږم پړاو پيل شو

پر روسیې د اروپايي بندیزونو شپږم پړاو پيل شو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د غلو یوې ډلې ۱۲ تنه پاکستاني پولیس وژلي دي

د غلو یوې ډلې ۱۲ تنه پاکستاني پولیس وژلي دي

اگست 23, 2024
چارواکي: د واخان له لارې د چين او افغانستان نښلولو ته ژمن يو

چارواکي: د واخان له لارې د چين او افغانستان نښلولو ته ژمن يو

مې 26, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Explorând Lumea Jocurilor de Noroc în România: O Privire Asupra Cazinourilor Online

اگست 5, 2026
Uncategorized

La Verdad Detrás de Bet300: Explorando la Legitimidad y Opciones en el Mercado Argentino

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Allure and Risks of Online Gaming at Winit Casino

اگست 5, 2026
ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اگست 5, 2026
امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved