پاکستاني حکومت ویلي هغو افغان وګړو ته د تورخم له لارې د تګ راتګ اجازه ورکوي چې جدي روغتیايي ستونزې ولري او د درملنې لپاره یې سفر کړی وي. پاکستاني رسنیو ویلي چې د پرله پسې غوښتنو له امله پاکستاني حکومت پرېکړه کړې څو د تورخم له لارې د جدي ناروغیو لرونکو افغان ناروغانو ته د تګ راتګ اجازه ورکړي له دې پرته به دغه لار د ټولو مسافرو پر مخ تړلې وي. پاکستان وروسته له هغه د یادې لارې د تړلو پرېکړه وکړه چې په پاکستان او افغانستان کې د کرونا درېیمه څپه خپره شوه. پر دغه لار دمګړی یوازې باروړونکي موټر او سوداګریز کاروانونه تګ راتګ کولی شي او هغه پاکستاني وګړي هم له دې لارې تللی شي چې غواړي له افغانستان ووځي.












