د افغانستان د مخکېني حکومت یو شمېر دیپلوماتانو د بریتانیا سترې محکمې او پارلمان ته یو لیک استولی او ويلي يې دي چې اروپا کې دې د افغان دېپلوماتانو، سیاسیونو او کډوالو حقوقي او سیاسي ستونزې حل شي. په دې لیک کې راغلي چې د ا.ا له لوري د کابل تر نېول کېدو او د جمهوري دولت تر پاشل کېدو وروسته له افغان سفارتونو سره د کابل رسمي اړیکي پرې او د ځینو سفارتونو د ودانيو د کرايې او لګښتونو پېسې بندې شوې چې دې کار پخواني ديپلوماتان له سختو اقتصادي او حقوقي ستونزو سره مخامخ کړي دي. دوی شکایت کړی چې افغانستان کې د پخواني جمهوري نظام تر سقوط وروسته اروپايي هېوادونو کې پاتې دېپلوماتان او افغان سیاسيون د ویزو ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ دي. دوی په دې برخه کې په ځانګړې توګه د بریتانیا چلن تبعیضي، نامناسب او سوړ بللی دی. دغو پخوانیو افغان دیپلوماتانو د بریتانیا له پارلمان او سترې محکمې غوښتي چې د دوی ډيپلوماټيک اعتبار او خونديتوب ته په کتو دې د هغوی د ويزو ستونزې حل کړي.












