چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

پرديو ته له زاريو څخه خپلو ته انعطاف ښه دی

عبدالوحيد وحيد

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 16, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
پرديو ته له زاريو څخه خپلو ته انعطاف ښه دی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

زه د انسانانو تر منځ د مشترکاتو د لټون لپاره د هڅو پر ضرورت باور لرم. مسلمان راته ورور ښکاري، خو له غير مسلم سره د انسانيت او ګډو ګټو پر بنسټ تعامل او معامله د ژوند اړتیا ګڼم. د انساني مرستو پر اغېزمنتوب او ارزښت باندې هم پوهيږم، خو هغه مهال پر پرديو باندې حساب نه کوم چې خبره زمونږ د خپل کور جوړولو ته راورسيږي. هر څوک خپل کور جوړوي او هر شخص د خپل کور او هيواد د جوړولو دنده پر غاړه لري.

د اوږدو جګړو، مهاجرتونو، د فرصتونو او د ملي مشرتابه نشتون، د چارواکو فساد، د هيواد په سرچینو ناتار او د مرستو په نوم د غربي نړۍ له سپکاوي ډک چلن زمونږ ولس په خپل ځان خپل حکومت او خپلو مشرانو باندې د اړتیا پر مهال د حساب کولو پرځاى پرديو خيراتونو ته په سترګې نيولو معتاد وګرزول. دلته هر څوک داسې فکر کوي چې کوم پردى به راځي، مونږ ته به هيواد جوړوي او دغه مو ورباندې حق دی. نه نه، داسې نه ده. مونږ به خپل کورونه په خپله جوړوو او په خپله به پرېکړه کوو چې کور څه ډول جوړ کړو. که مونږ خپل کور ورانوو، نو پردي به يې ولې راته جوړوي؟

شل کاله وړاندې دلته د درېيم ځل لپاره  پردي وسله‌وال ځواکونه راغلل. دا داسې پردي وو چې د پیسو په زور او نورو اقتصادي وړتیاوو په مټ پر نړۍ حکومت کوي. لا يې د طلسم ماتولو او رقابت لپاره څوک نه دي پیدا شوي. مونږ  اورېدلې وه چې په لوېديځ کې دومره عدالت شته چې له حيوان سره په ظلم کولو باندې تيري کوونکي ته سزا ورکول کېږي، خو دلته مو وليدل چې همدغه د عدالت او بشري حقونو مخکښان زمونږ په ځورولو، تنګولو، ربړولو او وژلو باندې نه مړېدل. کيداى شي لامل یې دا وي چې مونږ ورته پردي يو او په غرب کې حيوانات يې خپل دي. بله دا چې مونږ خپله هم يو بل وژنو، نو هغوى به هم راباندې د وژلو چل زده کاوه.

مونږ باید هير نه کړو چې د ناټو ځواکونه زمونږ د هیواد او ټولنې جوړولو ته نه؛ بلکې د خپلو هيوادونو د خوندیتوب لپاره راغلي وو. غوښتل يې خپل دښمن د هغوى خاورې ته له ورتلو وړاندې دلته ووژني. هغوى ته د هر هغه چا د وژلو اجازه وه، چې ورته دښمن ښکارېده.

له بده مرغه چې اوس زمونږ په هیواد کې پردي که دښمن وي، نو راته نرمه خندا، د هغوى احترام او د ادب په چوکاټ کې ورسره خبره کول، د لوړ تمدن او تهذيب نښه ګڼل کېږي او خپلو ته له قهره رېږدېدل، سخته خبره کول، که خبره يې نه منله، نو ورباندې وار کول د شهامت غيرت او شجاعت نښې ګڼو. په دوه اړخیز چلن کې دغه ډول تضاد زمونږ د بدبختۍ لاملونه دي.

د افغانانو هغه ځانګړتیاوې، هغه د جرګو مرکو پرېکړو، ناغو او مشورو سپېڅلي دودونه چې له نورو تمدنونو څخه د افغانانو د امتیاز نښې ګڼل کېدې، د تېرو څو لسيزو جګړو په دوران کې  د خپلو پرديپالو مشرانو لخوا په ټوليیزه توګه له منځه يوړل شول.

پخوا به که د قومونو، کليو او سيمې د خلکو تر منځ سخته جګړه ونښته، يوه تورسرې ښځه به د دواړو خواو تر منځ ودرېده. پلو (د ټکري يوه څنډه) به يې ونيوه. کوم پير سيد او يا بل  روحاني شخصيت به منځته راغى. غږ به يې وکړ چې سنګرونه خالي کړئ. دواړو خواو به سنګرونه خالي کړل. تيږه به کېښودل شوه. د پرېکړې تر اعلان پورې به چا خبره هم نشواى کولاى. ښځه، ماشوم، سپين ږيرى حتى که سخت دښمن سره به ښځه روانه وه، نو د ښځې د احترام لپاره دښمن هم چا نه واژه. له وژل کيدو وروسته به د دښمن په جسد څادر اچول کيده چې مرغان له مړي څخه سترګې ونه باسي. که به کوم دښمن په پورتنيو مواردو باندې عمل ونه کړ، سخت بې غيرته بلل کېده او د سولې په مهال به يې پور ډېر لوړ و.

سولې ته د کبرجن او يا زورور دښمن رضا کول به د هغه کور ته د قران کریم په وړلو، له بې پرې مشرانو سره د عذر لپاره د ښځو، يا د کوم منل شوي روحاني شخصيت په بېولو او يا هم په ناڅاپي توګه د مطلق ناخبري په حال دښمن ته د تورسرې د ټکري د پيڅکې په غوټه کولو اسانه کيدله.

اوس د تيرو څلورو لسيزو په دوران کې هغه دودونه عمداً له منځه لاړل او ځاى يې د ځنګل قانون ونيو. نه په ښځو صرفه کيږي، نه ماشومان خوندي دي، نه سپين ږيري مصئونيت لري، نه هم نور سپيڅلي دودنه را پاتې شول. تعجب ده نيول شوى دښمن په ډېره بې رحمانه توګه وژنو او ويډيو يې خپروو. اخر له مونږ څخه څه جوړ شول؟

حکومت او حکومت پلوي سياستوال مو تر هغو پورې پردي خپل محسنان ګڼي چې په افغانستان کې د واشنګټن د دفاع خبره کول وياړ ګڼي او په واک کې د پاتې کېدو د حمايت په برخه کې ورته عذرونه او زارۍ کوي. د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو د خوندیتوب په بانه امریکا ته د پاتې کېدو او يا هم په بله اصطلاح د مسوولانه وتلو مشورې ورکوي.
زمونږ د نيمګړتياوو وروستۍ څرګنده بېلګه دا ده چې طالبان له امریکا سره په اتلسو مياشتو خبرو کې نهايي هوکړې ته ورسيدل؛ خو له خپلو وروڼو سره دا دي تقریباً اتلسو مياشتو کې لا تر اوسه هم مذاکرات نه دي پيل شوي. حکومتي لورى تر هرچا زياته ستونزه له طالبانو سره لري او طالبانو جګړو ته زور ورکړى او  ارګ ته د ننوتلو سرټمبه توب ته يې ملاتړلې ده.

خلاصه دا ده چې د خليلزاد په مشرۍ له طالبانو سره د مذاکراتو په درشل کې له ليک شويو بېځايه ژمنو رانيولې د امریکا د لوړپوړو چارواکو تر متزلزلو څرګندونو، د کابل د هوايي ډګر د ساتلو تر مسئلې او په دې وروستيو کې د ناټو عمومي منشي تر اظهاراتو پورې چې د افغانستان د راتلونکي په تړاو ډاډه نه دی، داسې ښکاري چې امریکا يوازې د خپل ولس د غولولو لپاره داسې څرګندونې کوي چې له حقایقو سره سمون نه خوري.  مونږ خپله سره وژنو او خپله خپل هېواد ورانوو. د سولې لپاره په قېمت نه جوړيږو. د يو بل وژل په وياړلې لهجه اعلانوو. د سولې لپاره غونډې جوړولاى شو، شعارونه ورکولاى شو، خبرې کولاى شو، خو قرباني نه ورکوو. ولسمشر د هوا په نيلي سپور دی. د ځمکې په مخ په خورا تيزۍ سره رامنځته کيدونکي بدلونونه نه ويني. هره ورځ د څو ولسوالیو د سقوط خبرونه خپرېږي، خو نوموړی طالبانو ته مخاطب کيږي وايي چې: که سوله ونه کړي سخت به وځپل شي او حکومت د هيڅ ډول نوښت په فکر کې نه دی.

طالبان کاذب غرور نيولي دي. فکر کوي چې په جګړه ارګ ته رسيدلى شي، خو دومره دقيقه محاسبه نشي کولاى چې د ارګ نيول، د نظام پاشل او حکومت کول توپيرونه لري. درېيم قوت هم له لاسته راغلي فرصت څخه په ګټه اخیستنې وارخطايي جوړولاى او په نظام کې ګډوډي جوړولاى شى، چې پړه به يې تر ډېره حده د طالبانو په غاړه وي او زيان به يې ټول هېواد ته رسيږي.

هيڅ پردى زمونږ د هیواد جوړولو ته نه دی راغلی او نه هم څوک مونږ ته هيواد جوړوي. اوس دار او مدار، تعامل او معاملې جوړول او رغول، راکړه او ورکړه، مرسته او پور د دوه اړخیزو ګټو په چوکاټ کې کيږي. مونږ درنې قيمتي ډېرې زيرمې، جيوپوليتيک او جيواکانوميک امکانات لرو، چې د دوه اړخیزو ګټو پر بنسټ په اقتصادي- علمي او تخنیکي برخو کې د نړۍ له خورا بډايه هېوادونو سره معاملې وکړو، په هسکه غاړه د عزت او وقار ژوند وکړو او خيرات غوښتل پرېږدو. البته دا هر څه هغه وخت ممکن کيږي چې مونږ لکه د پخوا په شان په خپلمنځي جګړو کې د بوختياوو پرځاى خپلو ستونزو ته په خپله د حللارې پيدا کړو، له مخالف ورور سره مشترکات ولټوو، له جګړو څخه سوله مقدسه وګڼو، له نړيوالو او خپلو وروڼو سره په سوله کې د سولې، همغږۍ او همکارۍ په فضا کې د ژوند کولو لارې چارې ولټوو.

Previous Post

څنګه کولای شو خپله حافظه قوي کړو؟

Next Post

ناټو: له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو 

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
ناټو: له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو 

ناټو: له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو 

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

په لنډه موده کې چين ته د ډېرو بهرنيو تصديو د استازو راتلل څه پیغام لري؟

په لنډه موده کې چين ته د ډېرو بهرنيو تصديو د استازو راتلل څه پیغام لري؟

جون 18, 2023
په کابل کې اورلګېدنې ځاني او درانه مالي زیانونه اړولي دي

په کابل کې اورلګېدنې ځاني او درانه مالي زیانونه اړولي دي

مې 3, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved