چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

ناټو: له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو 

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 16, 2021
in افغانستان
0
ناټو: له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو 
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت د خوندیتوب او دغه راز د افغان ځواکونو د روزنې په تړاو اندېښنې مخ پر ډېرېدو دي. د ناټو مشرانو د نورو مهمو امنیتي مسایلو ترڅنګ په افغانستان کې د خپل نظامي حضور د پای ته رسولو او دغه راز د یاد هېواد د امنیتي وضعیت په تړاو هم خبرې وکړې.

که څه هم د ناټو دې سرمشریزې ته د افغانستان په استازولۍ څوک نه وو ور بلل شوي، خو یاد سازمان په افغانستان کې د خپل نظامي حضور له پای ته رسولو وروسته هم له دغه هېواد سره د مالي همکاریو ډاډ ورکړ.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د یاد سازمان دې سرمشریزې غونډې ته د خبرو پرمهال وویل چې دوی له خپلو متحدینو سره پر خبرو بوخت دي، ترڅو په افغانستان کې د خپل نظامي حضور له پای ته رسولو وروسته هم وکولي شي چې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر امنیت خوندي کړي او دغه راز له یاد هېواد څخه بهر د افغان ځواکونو د روزنې او سلا مشورې پروسه پرمخ بوځي.

نوموړي وویل: «په افغانستان کې د نظامي حضور له پای ته رسولو وروسته موږ له دغه هېواد سره مالي مرستو ته دوام ورکوو، دغه راز موږ له خپلو متحدینو، امریکا او ترکیې سره په ګډه کار کوو، ترڅو د کابل نړیوال هوايي ډګر امنیت خوندي کړو، په افغانستان کې د ډيپلوماټيک حضور په موخه دا زموږ او د ټولې نړیوالې ټولنې لپاره اړینه ده، ترڅو هلته خوندي او فعال نړیوال هوايي ډګر ولرو».

په ورته مهال د امریکا ولسمشر جوبایډن هم دې سرمشریزې ته د وینا پر مهال ډاډ ورکړ، چې په افغانستان کې به د متحده ایالتونو له نظامي حضور وروسته، امریکا له یاد هېواد سره خپلو مالي همکاریو او دغه راز د افغان ځواکونو د روزنې بهیر ته دوام ورکوي.

بایډن زیاته کړه: «زموږ ځواکونه بېرته خپل کور ته راستنیږي، خو په افغانستان خپل قوي ډيپلوماټیک حضور ته دوام ورکوو، له افغانانو سره به په اقتصادي او بشري برخو کې زموږ مرستې او دغه راز د افغان ځواکونو د رزونې ماموریت دوام وکړي، موږ په دې برخه کې خپلو متحدینو ته هم هرکلی وایو، خو ډاډ ورکوو چې افغانستان به بیا د ترهګرو په خوندي پټنځای نه بدلېږي».

بلخوا د ملکي هوايي چلند ادارې ویاند نعیم صالحي بیا وايي چې دوی د بهرنیو ځواکونو له حضور او مستقیم ملاتړ پرته هم پوره چمتووالی لري ترڅو د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ټولې هغه چارې په عادي ډول پرمخ بوځي، چې د دوی اړوند دي. د افغانستان د ملي امنیت شورا هم ډاډ ورکوي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به د هېواد هوايي ډګرونه د نړیوالو په ملاتړ فعال وي او دغه راز به د افغان ځواکونو د روزنې او سلا مشورې پروسه هم دوام کوي.

خو عام افغانان بیا نیوکه کوي، چې د بهرینو ځواکونو له وتلو وروسته نړیوال ټولنه د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه له مسوولیت ځان خلاصوي او یوازې د خپلو وګړو او سفارتونو د خوندیتوب په موخه حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر پر خوندیتوب ټينګار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره جوخت د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت په تړاو اندېښنې ډېرې شوي دي. که څه هم ترکیې د دغه هوايي ډګر د مدیریت او امنیت د تامین مسوولیت ته ټټر وهلی، خو طالبانو بیا له دغه کار سره کلک مخالفت ښودلی دی.

Tags: Top
Previous Post

پرديو ته له زاريو څخه خپلو ته انعطاف ښه دی

Next Post

ستاسې ماشوم هم بریالی کېدای شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
ستاسې ماشوم هم بریالی کېدای شي

ستاسې ماشوم هم بریالی کېدای شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ستولټنبرګ: لوېدیځ هېوادونه له اوکراین سره د پوځي تجهیزاتو مرسته کوي

ستولټنبرګ: لوېدیځ هېوادونه له اوکراین سره د پوځي تجهیزاتو مرسته کوي

جنوري 16, 2023
په کابل کې د اوبو رسولو درې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

په کابل کې د اوبو رسولو درې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

جولای 11, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved