چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

پر عبدالرشید دوستم تکیه، ناکاره تجربه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 28, 2021
in تبصرې
0
پر عبدالرشید دوستم تکیه، ناکاره تجربه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

له یوه نیم کلن ځنډ وروسته د جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم پرون کابل ته راغی. د نوموړي له راتګ سره سم په کابل ښار کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو، په سړکونو تلاشۍ روانې وې، خلک ځورول کېدل او د ډېرو خلکو ورځنی ژوند ګډوډ شوی و. عبدالرشید دوستم خپلو پلویانو ته په یوه غونډه کې د اوسني حکومت ملاتړ وکړ او د سولې د هیلې تر څنګ یې وویل چې که اجازه ورکړل شي، طالبان به مات کړي.

دوستم په ښکاره د دولتي عالي شورا د جوړېدو لپاره رابلل شوی، خو په وروستیو کې د حکومت او دوستم ترمنځ اړیکې نږدې شوې دي. که څه هم دوستم په حکومت کې له وړاندې وزیران او نور چارواکي لري، خو په وروستیو کې نور امتیازات هم ورکړل شوي. د دې ښکاره بېلګه د دوستم لور ده چې د انتصابي سناتورې په توګه ټاکل شوې ده.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

حکومت له څه مودې راهیسې هڅه کوي چې د پخوا خلاف ځیني جنګسالاران او سیاسي شخصیتونه ځان ته را نږدې کړي، امتیازات ورکړي او د هغوی ملاتړ را خپل کړي. په دغو کسانو کې یو هم جنرال دوستم دی چې له ولسمشر غني سره یې اړیکې خرابې وې او آن دا اړیکې هغه وخت هم ډېرې سړې وې چې کله دوستم د اشرف غني لومړی مرستیال و. دوستم د افغانستان په شمال کې مهم مشر دی چې ډېر ولسي ملاتړ لري او ارګ فکر کوي چې د دوستم په ملاتړ سره به د حکومت ولسي رېښې پیاوړې شي.

دا بحث هم شته چې دوستم، محقق او ځیني نور سیاستوال د ځینو بهرنیو هېوادونو په مرسته او همکارۍ له اشرف غني سره نږدې شوې دي. د دوستم او ارګ اړیکې هغه وخت ګرمې شوې چې دوستم هند ته ولاړ او هلته یې له هندي چارواکو سره وکتل. هند د سولې په پروسه کې د اشرف غني یوازینۍ پیاوړی ملاتړی دی او په پرله پسې توګه هڅه کوي چې د اشرف غنی واکمني پیاوړې شي او د سولې هغه پروسه بریالۍ نه شي چې هند پکې خپل زیان ویني. د دې تر څنګ ایران هم په ورته دریځ کې دی او په دې برخه کې له ارګ سره مرسته کوي. اوس چې دوستم او ځیني سیاستوال له ارګ سره نږدې کېږي، یو اساسي لامل یې همدا ګڼل کېږي.

خو پر دوستم تکیه سمه ده؟

که څه هم په وروستیو څلوېښتو کلونو کې افغان سیاستوال بیا بیا بدل شوي او د باور وړ نه دي، خو په دې کې دوستم داسې سیاستوال دی چې تر بل هر هغه پرې کم باور کېدلی شي. د دوستم هغه لوبه چې نوموړی یې تر ټولو بې‌ اعتباره کړ، له ډاکتر نجیب سره بې وفايي وه. د دوستم د اوسني ځواک بنسټ د ډاکتر نجیب مرستې او ملاتړ ته ورګرځي او ویلي شو چې سیاسي دوستم د ډاکتر نجیب د سیاستونو زېږنده دی، خو بیا همدې دوستم له نجیب سره دوکه وکړه او آن هغه یې پرې نښود چې د هوايي ډګر له لارې له هېواده بهر وتښتي. دا چاره بیا وروسته د ډاکتر نجیب پر مرګ تمامه شوه. اوس چې ارګ بیا په دوستم تکیه کوي، نو په واقعیت کې د نجیب تجربه تکراروي. څه ډول چې د مجاهدینو پر وړاندې د نجیب پښې ووهل شوې، دا وېره د اشرف غني په اړه هم شته.

پر دې اساس د دې پر ځای چې جنجالي سیاسي لوبې وشي، ښه ده چې د سولې لپاره رېښتینې هڅې وشي. په دې کې هم د ټولو سیاستوالو او هم د ولس خیر دی او ټول به پکې د عزت خاوندان شو.

Previous Post

ولسمشر: نړیوالې ټولنې افغانان ۴۰ کاله له سولې او ثبات محروم کړي

Next Post

د مذاکرې هنر

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د مذاکرې هنر

د مذاکرې هنر

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د اوکراین کړکېچ؛ بايډن وایي پوتین جنګي جنایتکار دی

د اوکراین کړکېچ؛ بايډن وایي پوتین جنګي جنایتکار دی

مارچ 17, 2022
هلمند کې د کډوالو لپاره د ښارګوټي جوړولو چارې پيل شوې

هلمند کې د کډوالو لپاره د ښارګوټي جوړولو چارې پيل شوې

جون 3, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved