چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

پر چين د جاپان د تيري ضد جګړه کې د امريکا د فلاينګ ټايګرز د مرستو د ۸۰مې کليزې د يادونې فعاليت تر سره شو

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 31, 2023
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

د امريکا دوو اوږد عمره عسکرو، چې په جلا جلا توګه يې ۱۰۳ کلن هاري مويير او ۹۸ کلن ميلوين مکمولين دي او دواړه د فلاينګ ټايګرز(Flying Tiger)په نوم د امريکا د داوطلبانو ډلې غړي وو. د اکتوبر په ۳۰مه نېټه د جاپان له تيري سره د چينايانو  د مقاومتي جګړې د يادونې په موزيم کې د دغې جګړې د اتلانو او قربانیانو يادګاري مجسمې ته د ګلانو ګېډۍ کېښودې. د فلاينګ ټايګرز د جنګي الوتکو ډلې (Flying Tigers) د امريکا د داوطلبانو ډلې د بل نوم په توګه په چين کې ډېر شهرت لري.

له دې نه لږه موده مخکې، د امريکا او چين د هوايي چلند ميراثونو صندوق مشر جيفرين ګرين او د فلاينګ ټايګرز د جنګي الوتکو ډلې زړو عسکرو مويير او مکمولين په ګډه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ته يو پيغام ولېږه. نوموړو په دغه پيغام کې رئيس شي جين پينګ ته د چين او امريکا ترمنځ د دوستانه تګ راتګ د پياوړتيا لپاره د دغه صندوق او د فلاينګ ټايګرز ډلې د خدمتونو معلومات ورکړل او د دواړو هېوادونو د همکارۍ په اړه د روحيې د ساتلو او خپرولو هيله يې وښوده. رئيس شي جين پينګ دوی ته ځوابي پيغام ولېږه او پر دې يې ټينګار وکړ، چې په نوې زمانه کې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو سالم او ثابت پرمختګ د فلاينګ ټايګرز ډلې د غړو ګډون او ملاتړ ته اړتيا لري او هيله يې وښوده، چې د دغې ډلې روحيه به د دواړو هېوادونو د خلکو له خوا نسل په نسل وساتل او خپره شي.

د جاپان له تيري سره په مقاومتي جګړه کې د امريکا د داوطلبانو ډلې د مرستو د ۸۰مې کليزې د يادونې فعاليت په بېجينګ کې د يادې جګړې د يادونې په موزيم کې تر سره شو. ګرين، مويير، مکمولين، د فلاينګ ټايګرز ډلې د غړو د راتلونکو نسلونو څه باندې ۳۰ تنو او د چين او امريکا د بېلا بېلو برخو نژدې ۱۰۰ تنو په دغه فعاليت کې ګډون درلود.

د چين او امريکا خلکو پر چين د جاپاني تيري ضد جګړه کې په ګډه جنګ کړی او کلکه او ژوره دوستي يې ټينګه کړې. د فلاينګ ټايګرز ډلې له ۲۰۰۰ زياتو غړو په دغه جګړه کې ځانونه قربان کړي، چيني خلکو له ۲۰۰ زيات امريکايي پيلوټان ژغورلي او زرګونو چينايانو په ژغورونکو عملياتو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

مکمولين له موزيم څخه د ليدنې پر مهال د جاپاني فاشيستانو ضد جګړه کې د امريکايي عسکرو او چينايانو د نژدې همکارۍ خاطرات ياد کړل او ويې ويل، چې (( موږ د جګړې په موده کې اوږه په اوږه همکارۍ کړې او د سولې په موده کې دې يو د بل دايمي ملګري یو. ))

ګرين په دغه فعاليت کې وويل، چې د فلاينګ ټايګرز ډلې اړوندې کيسې د چين ډېرو کورنيو ته ښې معلومې دي. د رئيس شي جين پينګ ځوابي پيغام بيا امريکا او نړۍ ته څرګندوي، چې چينايان به هېڅکله خپل زاړه ملګري هېر نه کړي. دا امريکايانو ته زموږ مهم پيغام هم دی.

اغلې نيل کالوې(Nell Calloway)، چې د هغې نيکه د فلاينګ ټايګرز ډلې د بنسټګر امريکايي جڼرال کلايري لي شيناولټ (Claire Lee Chennault) دی، له دغه موزيم څخه د ليدنې وروسته وويل، چې په چين کې د فلاينګ ټايګرز ډلې تجربې ښيي، چې چينايانو او امريکايانو د جګړې په موده کې د سولې لپاره ګډې هڅې کړې. نوموړې زياته کړه، چې دغه روحيه په اوسنۍ زمانه کې لا مهم ښکاري او زموږ لپاره د زده کړې وړ ده.

د تاريخ د يادونې موخه په ښه توګه د راتلونکي خپلول دي. لکه څنګه چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ويلي، چې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو هيله پر خلکو، بنسټ يې پر ملکي تګ راتګ او راتلونکی يې پر ځوانانو تکيه کوي.

د امريکا او چين د هوايي چلند ميراثونو صندوق او د فلاينګ ټايګرز ډلې زاړو عسکرو له اوږدې مودې راهيسې په چين او امريکا کې د دغې ډلې د اړوندو کيسو د خپرولو لپاره هڅې کړې دي. نوموړي صندوق تېر کال د فلاينګ ټايګرز ډلې د دوستۍ ښوونځي او ځوانو مخکښانو په نوم پلان په تطبيق پيل وکړ. سږکال د دغه صندوق تر هڅونې لاندې د امريکا د نيوادا ايات يوه منځني ښوونځي د چين له دوو منځنيو ښوونځيو سره د د فلاينګ ټايګرز ډلې د دوستۍ د ښوونځيو اړيکې ټينګې کړې دي.

جکسون لونګ، چې د فلاينګ ټايګرز ډلې د فقيد سرتيري کليفورډ لونګ کړوسی دی، له موزيم څخه د ليدنې وروسته وويل، چې ډېر ګټور معلومات يې تر لاسه کړي دي او هيله لري چې په چين کې تر لاسه شوې تجربې له خپلو ملګرو سره شريکې کړي، څو لا زيات وګړي د فلاينګ ټايګرز ډلې او چين په اړه معلومات ترلاسه کړي.

Previous Post

هېواد کې د کوچنیو تشبثاتو د پیاوړتیا لپاره د جوازونو وېش پیلیږي

Next Post

چین: بهرني ځواکونه باید د سوریې امنیت او ثبات ويجاړ نه کړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی
نړیوال خبرونه

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي
نړیوال خبرونه

نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي
نړیوال خبرونه

امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
Next Post

چین: بهرني ځواکونه باید د سوریې امنیت او ثبات ويجاړ نه کړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

افغانستان او اذربایجان د چاپېریالي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

افغانستان او اذربایجان د چاپېریالي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

مې 20, 2026
کندوز کې د ۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پيل شوې

کندوز کې د ۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پيل شوې

جنوري 15, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Explorând Lumea Jocurilor de Noroc în România: O Privire Asupra Cazinourilor Online

اگست 5, 2026
Uncategorized

La Verdad Detrás de Bet300: Explorando la Legitimidad y Opciones en el Mercado Argentino

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Allure and Risks of Online Gaming at Winit Casino

اگست 5, 2026
ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اگست 5, 2026
امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved