چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

په افغان سوله کې د ملګرو ملتونو د منځګړیتوب اړتیا

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 17, 2020
in تبصرې
0
د امریکايي ځواکونو چټک وتل او د یوې خونړۍ څپې وېره
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د افغان سولې پروسه په ټپه ولاړه ده. که څه هم حکومتي پلاوی لا په دوحه کې دی، خو له طالبانو سره یې غونډې نشته او د سولې خبرې ولاړې دي. د دواړو لورو اساسي اختلاف پر دې دی چې د امریکا او طالبانو تر منځ هوکړه د بین الافغاني خبرو لپاره اساس شي او که نه. طالبان همدا اساس ګڼي، خو حکومت یې ورسره نه مني. د دواړو لورو لخوا متفاوت وړاندیزونه هم شوي، خو اختلاف پر ځای دی او د بین الافغاني خبرو لپاره کړنلاره او اصول همغسې اختلافي دي. د ستونزې د حل لپاره د نورو هېوادونو شوې هڅې هم بې پایلې وې او کوم اساسي پرمختګ ونه شو.

د افغانستان د سولې پروسه په داسې حال کې په ټپه درېدلې چې له یوه اړخه هره ورځ جګړه لسګونو او آن سلګونو افغانانو ته مرګ ژوبله اړوي او له بله اړخه د امریکايي ځواکونو د چټک وتلو بحث کېږي چې ورسره به افغانستان یوې خونړۍ کورنۍ جګړې ته ټیل وهل شي. داسې ښکاري چې ټرمپ د ځواکونو په وتلو کې جدي دی او ښکاري چې ژر به لویه برخه امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي. له دې سره به افغان حکومت لا زیات لړزانده شي، سختې او خونړۍ جګړې به وشي، طالبان به د لا زیاتو سیمو د لاندې کولو هڅه وکړي او حالت به ډېر خراب شي. له همدې امله اړتیا ده چې د امریکايي ځواکونو له وتلو سره هم‌مهاله د سولې په پروسه کې چټک او اساسي پرمختګ وشي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

اوس خبرې له یو بندون سره مخ دي او د سولې په لاره کې یو داسې خنډ راغلی چې دواړه لوري یې په لرې کولو کې پاتې راغلي دي. له بله اړخه پر دواړو اړخونو نه د کوم بهرني لوري لخوا لوی فشار شته او نه هم د سولې په پروسه کې یو سم منځګړی شته چې د ستونزې په حل کې مرسته وکړي. له همدې کبله د یو ښه او ناپېیلي منځګړي اړتیا ده. تر اوسه پورې د سیمې او نړۍ ډېری مطرح هېوادونه یا خو د حکومت ملاتړ کوي او یا هم د طالبانو، نو ځکه د دوی منځګړیتوب ستونزه نه شي حل کولی. آن ځینې سیمه‌ییز هېوادونه خو نه غواړي چې د افغانستان ستونزه د خبرو له لارې حل شي. نو پر دې اساس اړتیا لیدل کېږي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې ملګري ملتونه د منځګړي په توګه مداخله وکړي. د ملګرو ملتونو منځګړیتوب چې له یوه اړخه به تر ډېره ناپېیلی وي، له بله اړخه به اغېزناک هم وي. د دې تر څنګ، دا غوره ده چې ملګري ملتونه د منځګړیتوب تر څنګ د اسانچارۍ او آن د سولې د پروسې تخنیکي او مالي برخې په لاس کې واخلي. ملګري ملتونه د ښه منځګړیتوب تر څنګ په دواړو لورو فشارونه هم راوستلی شي او له خپلو هغو دریځونو یې تېرولی شي، چې د سولې په پروسه کې د خنډ او ځنډ سبب کېږي. که ملګري ملتونه مداخله او منځګړیتوب ونه کړي او د سولې پروسه پیاوړې نه شي، نه یوازې دا چې د سولې پروسه به بریالۍ نه شي، بلکې په افغانستان کې به د سیمې هېوادونو سیالۍ او مداخلې زیاتې شي او موږ به یوې بلۍ خونړۍ جګړې ته ننوځو.

Previous Post

په کندوز کې یوه افغان سوداګر د نږدې ۶ میلیونه ډالرو په لګښت د وریجو د پروسس فابریکه جوړه کړې

Next Post

د وينې تېز او د سولې پيکه رنګ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د وينې تېز او د سولې پيکه رنګ

د وينې تېز او د سولې پيکه رنګ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چين: د اولمپيک لوبو د پرمختګ لپاره به نور زيات خدمتونه وکړي

فبروري 4, 2023
د بېجينګ د اولمپيک لوبو په مقدماتي چارو کې د شي جين پينګ لارښوونه

د بېجينګ د اولمپيک لوبو په مقدماتي چارو کې د شي جين پينګ لارښوونه

فبروري 1, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Explorând Lumea Jocurilor de Noroc în România: O Privire Asupra Cazinourilor Online

اگست 5, 2026
Uncategorized

La Verdad Detrás de Bet300: Explorando la Legitimidad y Opciones en el Mercado Argentino

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Allure and Risks of Online Gaming at Winit Casino

اگست 5, 2026
ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اگست 5, 2026
امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved