چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

په افغان سوله کې ستونزې او امریکايي دریځ

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 15, 2020
in تبصرې
0
سپما څه شی ده؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړې د عملي برخې له دریو پړاوونو یو بشپړیږي، خو لا هم بین الافغاني خبرې نه دي پیل شوې. ټاکل شوې وه چې د تېرې مارچ تر لسمې به پنځه زره طالب بندیان خوشې شي او ورسره به په یوه اونۍ کې بین الافغاني خبرې هم پیل شي، خو دا ده پنځمه میاشت روانه ده، نه پنځه زره طالب بندیان خوشې شوي دي او نه هم بین الافغاني خبرې پیل شوې دي. تر دې د اندېښنې وړ خبره دا ده چې لا هم د خبرو د پیل پر وړاندې ډېر خنډونه دي او ورسره یو ځل بیا جګړه زور اخلي. امریکایان وايي چې هوکړه یې عملي کړې، خپل ځواکونه یې ۸۶۰۰ ته را ښکته کړي دي او له څلورو ولایتونو یې هم خپل ځواکونه ایستلي دي. طالبان بیا امریکا ګرمه ګڼي چې هوکړه یې نقض کړې او په داسې حال چې دوی پر امریکا هېڅ برید نه دی کړی، خو امریکايي ځواکونو پر طالبانو پرله پسې هوايي بریدونه او عملیات کړي دي. د دې تر څنګ امریکا له دې امله هم ګرمه ګڼل شوې چې له طالبانو سره یې د بندیانو په خوشې کولو کې کړې ژمنه نه ده عملي کړې.

د طالبانو او امریکا تر منځ له شوې هوکړې تر اوسه پورې یوازې امریکا ګټه کړې ده، ځکه چې ځواکونه یې خوندي شوي، د سرتېرو خوندي وتلو ته یې لاره هواره شوې او میلیاردونه ډالره لګښت یې را کم شوی دی. د جګړې په افغاني اړخ بیا اوس هم زیان روان دی، اوس هم طالبان، حکومتي ځواکونه او ملکي وګړي وژل کېږي او لا معلومه نه ده چې تر کله پورې به دا حالت روان وي. دا هم ښکاره ده چې طالبانو له امریکا سره هوکړه بشپړه عملي کړې ده. طالبانو پر امریکا د برید نه کولو ژمنه کړې وه چې عملي کړې یې ده، خو امریکا پر طالبانو لسګونه هوايي بریدونه او عملیات کړي او د بندیانو په خوشې کولو کې یې هم خپله ژمنه نه ده عملي کړې.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

 اوس اساسي پوښتنه دا ده چې امریکا ولې د سولې هوکړه نه ده عملي کړې او ولې لا هم په افغانستان کې جګړه ده؟

امریکایانو د سولې هوکړه یوازې د ځان د خوندیتوب لپاره کوله او په افغانستان کې یې د جګړې ختمول نه غوښتل او آن هڅه یې کوله چې دا جګړه وغځوي. له همدې امله یې داسې هوکړه وکړه چې دوی خوندي شي، خو د افغانانو تر منځ ستونزې او جګړه دوام وکړي. د امریکا له خوا د پنځو زرو طالب بندیانو د خوشې کولو ژمنه د همدې لپاره شوې وه چې بیا یې عملي نه کړي او پر اساس یې جګړه وغځوي. اوس د جګړې د غځولو تر ټولو مهم او اصلي لامل همدا ګڼل کېږي چې پنځه زره طالب بندیان نه دي خوشې شوي. له همدې امله بین الافغاني خبرې نه دي پیل شوې او له همدې امله لا هم افغانان وژل کېږي.

ځینو افغاني کړیو هم د امریکا له دې دسیسې سره مرسته کړې ده او په همدې کې خپله ګته ويني، خو د جګړې ښکېلو اړخونو او په ځانګړي ډول هغوی ته چې رښتیا سوله غواړي پکار ده چې د امریکا دا دسیسه درک کړي او د سولې لپاره له خپله اړخه داسې قرباني ورکړي، چې ټول خنډونه لرې، بین الافغاني خبرې پیل او جګړه ختمه شي.

Previous Post

قهوه مو د کولمو له سرطانه ژغوري

Next Post

د مالي پوهې ارزښت

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د مالي پوهې ارزښت

د مالي پوهې ارزښت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بلخ؛ د ۸ میلیونه ډالرو په لګښت د مالګې د تولید کارخونه پرانیستل شوې

بلخ؛ د ۸ میلیونه ډالرو په لګښت د مالګې د تولید کارخونه پرانیستل شوې

فبروري 17, 2026
فراه؛ پر ۷۰۹ زیانمنو کورنیو خوراکي او غېرخوراکي توکي وېشل شوي

فراه؛ پر ۷۰۹ زیانمنو کورنیو خوراکي او غېرخوراکي توکي وېشل شوي

جنوري 19, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved