د افغانستان د سرپرست حکومت له لوري متحده اماراتو ته استول شوي نوي سرپرست سفیر خپله دنده پیل کړه. د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان سفارت نوی سرپرست سفیر ابوظبۍ ته ورسېد او د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د سفارت کارمندانو ته په رسمي ډول ور وپيژندل شو. ده ویلي، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د متحده عرب اماراتو له لوري د شارژدافير په توګه د نوموړي منل د دواړو هېوادنو تر منځ په اړيکو کي مهم پرمختګ بولي.












