چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

په جاپان کې د امریکا سفیر په فوکوشیما کې سمندري خواړه وخوړل

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 2, 2023
in نړیوال خبرونه
0
په جاپان کې د امریکا سفیر په فوکوشیما کې سمندري خواړه وخوړل
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په جاپان کې د امریکا سفیر رام ایمانویل د اګست په ۳۱مه فوکوشیما ته د سمندري پيداوارو د خوړلو لپاره ځانګړی سفر وکړ. بر سېره پر دې، نوموړي په جاپانۍ رسنۍ کې د يوې مقالې په خپرولو سره سمندر ته د اټومي ککړو اوبو د خوشي کېدو خلاف د چین لخوا د نیول شویو معقولو اقداماتو په اړه غیر مسؤلانه څرګندونې  وکړه او پر چین يې د سمندري چاپېریال د ویجاړولو تور ولګاوه. خو د جاپان د کرنې، ځنګلونو او ابي محصولاتو وزیر تیټسورو نومورا په همدې ورځ د خبریالانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو په وخت کې د فوکوشیما له اټومي برېښناکوټ څخه خارجې شوې اوبه “اټومي ککړې اوبه” وبللې. د پام وړ خبر دا دی، چې د جاپان د کرنې، ځنګلونو او ابي محصولاتو وزارت د معلوماتو له مخې، امریکا د روان کال په لومړۍ نیمایي کې له جاپان څخه د کرنې، ځنګلونو او ابي محصولاتو واردات کم کړي دي، چې د کموالي اندازه یې د نورو هېوادونو په پرتله لوړه ده او په کې د درېیو ډوله وارداتي خواړو د توليد اصلي ځایونه په عمده توګه په هغو سیمو کې دي، کوم چې د اټومي ککړو اوبو د خارجېدو له امله اغېزمن شوي دي.

په دې حالت کې، ولې امریکا لاهم سمندر ته د اټومي اوبو د ایستلو په اړه د جاپان ملاتړ کوي؟ په حقیقت کې، امریکا د سمندري چاپېریال ویجاړوونکې هم ده. د امریکا د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې له دې نه مخکې  افشا کړه، چې د دغه هېواد اردو په سمندر کې ډېر کیمیاوي مواد  غورځولي. د برېتانوۍ ګارډین ورځپاڼې د روان کال په مارچ کې خبر ورکړ، چې د امریکا د کالیفورنیا ایالت صنعتي شرکت له ډېرو کلونو راهیسې د DDT په ګډون زهرجن کیمیاوي کثافات نژدې سمندر ته اچولي دي. دغه توکي به د انسان بدن، څارویو او چاپیریال ته سخت زیانونه ورسوي او د دغو توکو استعمال د امریکا او نورو هېوادونو لخوا محدود شوی.

You might also like

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

سربېره پردې، امریکا د سمندري پلاستيکي کثافاتو عمده “تولید کوږنکی” هېواد هم دی. د “ساینس پرمختګ” يه نوم نړیوالې اکاډمیکې مجلې يو څیړنیز راپور په ګوته کوي، چې په امریکا کې یوازې په ۲۰۱۶م کال کې ۴۲ ميلیونه ټنه پلاستيکي کثافات رامنځته شوي، چې په نړۍ کې  تر ټولو زيات دی. برسېره پردې، امریکا لا تر اوسه د سمندر د قانون په اړه د ملګرو ملتونو د تړون په ګډون یو لړ نړیوال تړونونه نه دي تصویب کړي. د څېړونکو په اند، د  امریکا د يادې کړنې موخه د نفتو او طبیعي ګازو د کشف او استخراج په شمول د سوداګریزو فعالیتونو لپاره د خنډونو لرې کول دي.

په سمندر کې د جاپان له خوا د اټومي اوبو  خوشې کول، د ټولو انسانانو له ګټو سره تړاو لري، دا هغه څه نه دي، چې د انفرادي هېوادونه په ملاتړ بې خنډه پرمخ ولاړ کيدای شي. چين په نړۍ کې له هغو هېوادونو څخه دی، چې د سمندري پيدايشت متنوعيت لري او د سمندر د قانون په اړه د ملګرو ملتونو د تړون په شمول د نړيوالو تړونونو له لاسليک کوونکو هېوادونو څخه دی او د سمندر د نړيوالې ادارې لپاره يې ډېرې هڅې کړي دي. وروسته له هغه چې جاپان په زرو اتومي ککړې اوبه په سمندر کې  خوشې کړې، چين د کورنيو قوانينو او مقرراتو او د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اړوندو مقرراتو سره سم ځوابي تدبيرونه  ونیول. د چين اقدامات قانوني، معقول او ضروري دي او د نړيوال سمندري ايکولوژۍ او د انسانانو د روغتیا د ساتنې مسؤليت هم پر غاړه لري.

که څه هم په جاپان کې د امریکا سفیر رام ایمانویل د فوکوشیما سمندري خواړه خوري، خو د حقایقو په وړاندې د سمندري چاپېریال د زیانمنولو په اړه د امریکا او جاپان ناوړه نیتونه یې په ډاګه کړل. دا د اسیا او ارام سمندر په سیمه کې د ګډوډۍ لامل کېږي، چې د سیمه ییزو هېوادونو لخوا د لوړ احتیاط  وړ  مسئله ده.

Previous Post

صنعت کاران: هېواد کې د پانګونې بهیر ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې دی

Next Post

شي جين پينګ د چين د دفاعي ټېکنالوژۍ ملي پوهنتون د جوړېدو ۷۰مې کليزې په مناسبت دغه پوهنتون ته د مبارکۍ پيغام ولېږه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی
نړیوال خبرونه

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي
نړیوال خبرونه

نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي
نړیوال خبرونه

امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
Next Post

شي جين پينګ د چين د دفاعي ټېکنالوژۍ ملي پوهنتون د جوړېدو ۷۰مې کليزې په مناسبت دغه پوهنتون ته د مبارکۍ پيغام ولېږه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Gambling Popularity In Canada

سپتمبر 8, 2025

د لوېديځو هېوادونو ناسم نظرونه

دسمبر 27, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Explorând Lumea Jocurilor de Noroc în România: O Privire Asupra Cazinourilor Online

اگست 5, 2026
Uncategorized

La Verdad Detrás de Bet300: Explorando la Legitimidad y Opciones en el Mercado Argentino

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Allure and Risks of Online Gaming at Winit Casino

اگست 5, 2026
ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اگست 5, 2026
امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved