چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

په جنوبي سمندرګي کې کړکېچن اقداماتو د امريکا دسيسه په ډاګه کړې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 25, 2023
in نړیوال خبرونه
0
په جنوبي سمندرګي کې کړکېچن اقداماتو د امريکا دسيسه په ډاګه کړې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په دې وروستو کې په جنوبي سمندرګی کې يوه پېښه وشوه. د فلیپين ۲ ملکي بېړۍ او د سمندري پوليسو ۲ بېړۍ د چين د حکومت له اجازې پرته د چين د نان شا ټاپوګانو ژن اې صخرې ته نژدې سمندري سيمې ته ورننوتلې او په خطرناک ډول يې د چين د سمندري پوليسو له بېړيو او عامو کب نيوونکو بېړيو سره ټکر وکړ. سربېره پر دې، فیلیپين پر چين پسې  عمدي لمسون تړلی. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت سمدلاسه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د حقونو د ساتلو او د قانون اجرا کولو په اړه د چين عادي او حقه کړنې وغندلې او د امريکا او فليپين د ګډ دفاع تړون د يادولو له لارې يې د فليپين ناوړو لمسون کوونکو عملونو ملاتړ څرګند کړ.

دغه پېښه د امريکا او فليپين له خوا طرحه او جوړه شوې ډرامه ده. د دې پېښې حقيقت څه دئ؟ د چين د سمندري پوليسو ادارې له خوا خپره شوې ويډيو ښيي، چې د اکتوبر په ۲۲مه نېټه، د فليپين بېړۍ د چين جدي خبرداري ته له پامه پرته په غیر امنيتي طريقه د چين له بېړيو سره ټکر وکړ. د چين سمندري پوليسو د قوانينو له مخې د تخنیکي کړنو له لارې پر فليپيني بېړيو اړين قانوني تدبيرونه ونيول.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

نړيواله ټولنه مخکې له مخکې د ژن اې صخرې  مسئلې په اړه  موافقې ته رسېدلې، چې دغه صخره د چين د نان شا ټاپوګانو يوه برخه او د چين خاوره ده او دغه حقيقتد ملګرو ملتونو منشور په شمول د نړيوالو قوانينو سره سمون لري.

فليپين سږکال د جنوبي سمندرګي په چارو کې ډېر ګامونه پورته کړي. دغه هېواد نه يوازې څو څو ځله د چين د هوانګ يان ټاپو او ژن اې صخرې شاوخواوو سمندري سيمو ته ننوتلی او په عمدي توګه يې جنجالونه جوړ کړي، بلکې د جعلي معلوماتو د خپرولو له لارې يې د نړيوالو عامو افکارو پر وړاندې د همدردۍ وړ رول د لوبولو هڅې هم کړې، څو نړيوالې ټولنې ته د چین ناسمه پېژندنه ورکړي،  او پر چين پسې پر يوه کوچني هېواد د ظلم  کړنه وتړي .

د جنوب ختيځې اسيا مسئلو يو کارپوه وويل، چې امريکا د فليپين د دغو غير عادي کړنو سبب دی. اوسمهال امريکا د چين د کلابند او مخنيوي په موخه د ايندو – پاسيفيک ستراتيژۍ د پلي کولو په هڅه کې ده او د جنوب ختيځې اسيا هېوادونه يې د دغې ستراتيژۍ مهمه برخه بللې. د امريکا عالي رتبه چارواکو په تېرې يوې مودې کې ډېر ځله د جنوب ختيځې اسيا له هېوادونو څخه ليدنه کړې او موخه يې دا ده، چې پر دغو هېوادونو له چين او امريکا څخه د يو اړخ د انتخاب فشار واچوي او د جنوبي سمندرګي د جنجال له لارې د دغو هېوادونو او چين ترمنځ اړيکې خرابې کړي او د سيمې سوله او ثبات ويجاړ کړي.

فليپين له امريکا سره ځانګړې اړيکې لري، چې دغه هېواد پخوا د امريکا مستعمره وه. د فليپين پر ډيپلوماتيکو او امنيتي چارو د امريکا اغېزې تر اوسه پاتې دي. امريکا د ۲۰۲۲م کال په جون کې د فليپين د نوي حکومت له واکمنېدو وروسته پر دغه هېواد د فشار اچولو او ورته د ګټو د ژمنې له لارې د ځان نږدې کولو هڅې زياتې کړې. د واشنګټن د دغو کړنو تر اغېزې لاندې د فليپين نوی حکومت د امريکا پلوې رويه ښکاره کړې. له بلې خوا، امريکا غواړي چې فليپين د جنوبي سمندرګي مسئلې په اړه د چين پر ملي حاکميت او ګټو د ننګونو د جوړولو په سر کې د مبارز رول ولوبوي.

د فليپين ځينې سياستوال په دې اند دي، چې که د فليپين او چين ترمنځ کړکېچ او يا مقابله رامنځته شي، امريکا به د فليپين ملاتړ وکړي. دغه نظريه په جنوبي سمندرګي کې د فليپين د وروستيو ناوړو کړنو عمده لامل دی. ځينو څېړنو دې ته اشاره کړې، چې دغه نظريه د فليپين غيرعملي خيال دی، ځکه د ويتنام جګړې او له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د ايستلو په شمول د امريکا يو لړ کړنو د دغه هېواد ټولو ملګرو ته څرګند پيغام لېږلی، چې دغه هېواد د اعتماد وړ نه دی.

د ژن اې صخرې مسئله په اصل کې د چين او فليپين دوه اړخيزه مسئله ده. امريکا د دغې چارې اړخ نه دی او د لاسوهنې حق نه لري.

 فلیپين بايد ژر تر ژره پر امريکا د اتکا کولو له خيال او ارادې څخه ووځي، په جنوبي سمندرګي کې بايد له لمسوونکو کړنو څخه لاس واخلي، له دغې سمندري سيمې څخه بايد خپلې پوځي بېړۍ وباسي او د جنوبي سمندرګي د سولې او ثبات او د سيمې د هېوادونو د ګډو ګټو د ساتلو لپاره دې له چين سره ګډې هڅې وکړي.

Previous Post

وردګو کې د صدمردې کوتل رغنیزې چارې پیل شوې

Next Post

چين د افغانستان زلزله ځپلو سيمو ته د مرستو دوهمه جوپه وليږدوله

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
چين د افغانستان زلزله ځپلو سيمو ته د مرستو دوهمه جوپه وليږدوله

چين د افغانستان زلزله ځپلو سيمو ته د مرستو دوهمه جوپه وليږدوله

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

هره بریا؛ لويې ستونزې ته د ننوتو بیلېټ اخیستل دي

هره بریا؛ لويې ستونزې ته د ننوتو بیلېټ اخیستل دي

جنوري 12, 2021
سعودي پر خپلو نظامي صنایعو ۲۰ میلیارده ډالر پانګونه کوي

سعودي پر خپلو نظامي صنایعو ۲۰ میلیارده ډالر پانګونه کوي

فبروري 21, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ