چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

په حکومت کې ورځ تر بلې زیاتېدونکی فساد

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 12, 2020
in تبصرې
0
په حکومت کې ورځ تر بلې زیاتېدونکی فساد
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

په امریکا کې د افغانستان په سفارت کې د یوه ستر فساد قضیه افشا شوې ده. هلته یو دېوال چې اتیا زره ډالره لګښت پرې راځي، په یو اعشاریه اته میلیونه ډالره جوړېږي. له دې سره د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې په ګډون ځینو مرستندویو هېوادونو په افغانستان کې له فساد سره پر پڅې مبارزې نیوکې کړې دي او په دې اړه یې خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

حکومت پر دغه فساد غلی دی، خو په تېر کې یې یا له فساد انکار کړی او یا یې هم د پلټنې لپاره پلاوي او کمېسیونونه ټاکلی چې تر ننه یې پایله معلومه نه ده. خپله ولسمشر غني چې له فساد سره د مبارزې ډېرې چیغې یې وهلې او وهي یې، د فساد دغو سترو تورونو او رسواییو ته په ځواب کې یوازې دومره وايي چې دا فساد ورته له پخواني حکومت څخه په میراث پاتې دی. ولسمشر ډېر کله خپلو خبرو ته نه متوجه کېږي، د خبرو او عمل ترمنځ یې هم د ځمکې او اسمان هومره توپیر وي. که غني فکر کوي چې فساد ورته په میراث پاتې دی، نو هغه فساد چې په اوسني حکومت کې له پخوا څو چنده زیات شوی دی، چا ته به په میراث پاتې کېږي؟ په اوسني حکومت کې فساد ډېر سیستماتیک شوی او مشخصه کړۍ چې په ارګ واکمنه ده، فساد رهبري. اوس هر څوک فساد نه کوي، بلکې فساد منظمه او مشخصه کړۍ کوي چې سرچینه یې په ارګ کې ده. د دوی فساد بیا داسې دی لکه جواز چې ورکړل شوی وي او هېڅوک ترې د پوښتنې حق ونه لري.

ارګ له کمېشنکارانو ډک دی. د ولسمشر له لوري مقرر شوي یو درجن مشاورین بل کار نه لري، ټوله ورځ کمېشنکاري کوي، د پیسو په بدل کې شرکتونو او اشخاصو ته قراردادونه اخلي. ولسمشر دې نه هېروي چې نوموړي آن له تېر حکومت څخه هم مفسدین را اخیستي، په “تدوام” کې یې یوازې د تېرو مفسدینو کار ته دوام ورکړی او په “تحول” کې بیا نوي مفسدین هم ورسره یو ځای کړي دي. د اشرف غني په حکومت کې مشران په واقعیت کې د غلو او مفسدینو یوه ټولګه ده چې ځینې کم به پکې پاک هم وي، خو هغوی هم له ستونزو سره لاس او ګریوان دی.

اشرف غني او ملګري به یې تر کله خپله ناکامي پر پخواني حکومت وراچوي. اوسنی حکومت له پخواني سره اصلا د پرتلې وړ نه دی، که پرتله یې کړو، نو اشرف غني په خپله واکمنۍ کې داسې میراثونه پرې ایښي چې نور حکومتونه به یې په کلونو هم جبران نه شي کړای. د اشرف غني په حکومت کې فساد قانوني شوی، غله او مفسدین په ارګ کې دي او هېڅوک ترې د پوښتنې حق نه لري. د اشرف غني خپلو ناکامو تګلارو او ناسنجول شوو کارونو زموږ اداري تخریب کړي او حکومتولي یې شرمولې ده.

که اوسني چارواکي غواړي چې د ولس ملاتړ او رضایت ترلاسه کړي، نو د پخواني حکومت د زړو پروژو د افتتاح پر ځای دې خلکو ته رښتیني خدمات وړاندې کړي. دوی به تر کومې خپله ملامتیا پر نورو اچوي. که فرض کړو چې فساد له پخواني حکومته ورته په میراث پاتې دی، نو خلک له دې ښاغلو پوښتنه کوي چې تاسو په شپږو کلونو کې د اصلاحاتو په برخه کې څه کړي؟  تاسې له غلا، فساد او د خلکو په سترګو کې له خاورې شیندلو پرته بله لاسته راوړنه لرئ!؟

Previous Post

مرسته کول ذهن اراموي

Next Post

سامسُنګ د نوټ۲۰ د معرفي کولو نېټه اعلان کړه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
سامسُنګ د نوټ۲۰ د معرفي کولو نېټه اعلان کړه

سامسُنګ د نوټ۲۰ د معرفي کولو نېټه اعلان کړه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

تورخم ګمرک کې پاکستان ته د قیمتي ډبرو د قاچاق مخه نیول شوې

تورخم ګمرک کې پاکستان ته د قیمتي ډبرو د قاچاق مخه نیول شوې

مې 14, 2023
اقتصاد وزرات: روان کال پر ۳۵۵ پراختیايي پروژو کار پيل شوی

اقتصاد وزرات: روان کال پر ۳۵۵ پراختیايي پروژو کار پيل شوی

دسمبر 31, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved