چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

په داوس کې د چين باکيفيته پرمختګ د پاملرنې وړ ګرځېدلی دی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 25, 2026
in نړیوال خبرونه
0
په داوس کې د چين باکيفيته پرمختګ د پاملرنې وړ ګرځېدلی دی

People leave on the final day of the Annual Meeting of the World Economic Forum, Switzerland, Friday, Jan. 23, 2026. (AP Photo/Markus Schreiber)

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د نړیوال اقتصادي فورم کلنۍ غونډه د جنوري له ۱۹مې نېټې څخه تر ۲۳مې نېټې پورې د سویس په داوس کې تر سره شوه او د چين اقتصاد په دې غوندې کې د پاملرنې وړ ګرځېدلی دی. کورنيو او بهرنيو شخصيتونو رسنيو ته د چين باکيفيته پرمختګ د نړۍ د صنعتي پرمختګ، تخنيکي همکاريو او له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره ښه زيری بللی دی.

د مصنوعي ځيرکتيا د نړيوالې ټولنې رئيس دای ژوي ويلي چې په اوسني پېچلي نړيوال چاپيريال کې چين د بشپړ صنعتي سيستم، ثابتو تګلارو او پراخو بازاري اړتياوو په لرلو سره نړيوال اقتصادي پرمختګ ته ثابت عوامل برابر کړي دي.

You might also like

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

د نوښت په اتکا پرمختګ د چين اقتصاد ته حياتي ځواک ورکوي. د ښاغلي دای ژوي په اند چين نه يوازې پر تخنيکي پرمختګ تمرکز کوي، بلکې په توليدي او ټولنيزو چارو کې د تخنيکونو کارونې سيستم د جوړولو لپاره يې هم ډېرې هڅې کړې او کوي يې. په بېلا بېلو برخو کې د تکنالوژۍ کارونه او غني انساني سرچينې د چين د بازار ځانګړتيا ده.

د جنوبي افريقا د دولتي برېښنايي شرکت عمومي مدير ماتيو نيټو چين د باور وړ ملګری او همکار بللی او هېله يې ښودلې چې د تخنيکي همکارۍ او توليدي وړتيا د لا پياوړتيا په شمول ځينو برخو کې  له چين سره همکارۍ لا ژورې کړي. د ده په خپره همدا به د افريقا د دواملرونکي صنعتي کېدو د تر سره کولو لپاره ګټوره وي. هغه زياته کړې چې نړيواله ټولنه د چين د صنعتي جوړښت غوره والي او له دې امله د نوي ډول نړيوال ارزښت د ځنځير اغيزې څاري.

په دې فورم کې له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره د چين اقدامات او خدمتونه هم د پاملرنې وړ دي. د هند د اکشې پاترا صندوق مسؤل ټاګاس په دې اړه ويلي چې چين د زرغون پرمختګ په تېره بيا د دواملرونکې انرژۍ د کارونې او  د توليدي چارو د غوره والي په برخو کې د ليدو وړ لاسته راوړنې درلودلې او د نورو هېوادونو لپاره يې نمونه جوړه کړې ده.

هغه هم هېله ښودلې چې چين د ځيرکې برېښنايي شبکې او په لويې پيمانې سره د انرژۍ د زيرمې په برخو کې له نورو هېوادونو سره بريالۍ تجربې شريکې کړي په تېره بیا د کمربند او لارې په اوږدو کې له پرتو هېوادونو سره د همکاريو له لارې له نورو هېوادونو سره دغه تجربې شريکولی شي چې دا به د نړۍ پر زرغون پرمختګ ژوره اغيزه وکړي. د ده په اند چین د بادي برېښنا د توليد په برخو کې خپل صنعتي غوره والی لري، په پر له پسې توګه يې د برېښنا توليدي لګښت کم کړی او د رېښتنو ګټو د اخيستلو له لارې يې د پاکو انرژيو د کارونې په هکله د نړيوالې ټولنې اندېښنې ته ځواب ورکړی چې د نړيوالو انرژیو د جوړښت د بدلولو لپاره يې يوه عملي کېدونکې لايحه برابره کړې ده.

د چين د اقتصادي پرمختګ او د خلکو د ژوند د سويې په لوړوالي سره د اوسېدونکو مصرفي جوړښت هم بدل شوی دی. د اسرائيل د روغتيايي ساينس او تخنيک بنسټ ايښودونکي ميان ميټيزل ويلي: چين د بازار ستر بالقوه ځواک لري په تېره بيا د روغتيا په برخه کې. مونږ د چين د بازار پر پرانيستي راتلونکې باور لرو او هم ور سره د همکاريزو فرصتونو په لټه يو.

زياتره کارپوهان په دې اند دي، په يوه داسې نړۍ کې چې يو پر بل تکيه کوي، د اقتصادي جوړښت د بدلولو په بهير کې د چين له خوا پيدا کړې تجربې له ګډو ننګونو سره د مقابلې او د ټولشمول پرمختګ د پرمخبېولو په برخه کې مختلفو هېوادونو ته ښکاره ارزښتمند بصیرتونه او همکاريز فرصتونه برابر کړي دي.

Previous Post

کونړ کې سلګونه مستحقو کورنیو سره ژمنۍ مرستې وشوې

Next Post

د نړیوال اقتصاد فورم له اجرائیوي مشر بورګی برېندی سره ځانګړې مرکه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی
نړیوال خبرونه

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي
نړیوال خبرونه

نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي
نړیوال خبرونه

امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
Next Post
د نړیوال اقتصاد فورم له اجرائیوي مشر بورګی برېندی سره ځانګړې مرکه

د نړیوال اقتصاد فورم له اجرائیوي مشر بورګی برېندی سره ځانګړې مرکه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

نانسي پلوسي استازو مجلس کې د دموکرات ګوند مشري پرېښوده

نانسي پلوسي استازو مجلس کې د دموکرات ګوند مشري پرېښوده

نوومبر 18, 2022
پاکستان وایي افغانستان ته یې د صادراتو په کچه کې کموالی راغلی

پاکستان وایي افغانستان ته یې د صادراتو په کچه کې کموالی راغلی

مارچ 10, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Explorând Lumea Jocurilor de Noroc în România: O Privire Asupra Cazinourilor Online

اگست 5, 2026
Uncategorized

La Verdad Detrás de Bet300: Explorando la Legitimidad y Opciones en el Mercado Argentino

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Allure and Risks of Online Gaming at Winit Casino

اگست 5, 2026
ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اگست 5, 2026
امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved