سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

په هېواد کې خونړۍ جګړې او په دوحه کې په ټپه ولاړو مذاکراتو اندېښنې پارولې دي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 28, 2020
in افغانستان
0
په هېواد کې خونړۍ جګړې او په دوحه کې په ټپه ولاړو مذاکراتو اندېښنې پارولې دي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت د مذاکراتي ټیمونو ترمنځ خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ شوې دي. د وروستیو معلوماتو له مخې، د دواړو لورو د ټیمونو ترمنځ پر ځينو مواردو ژور اختلاف موجود دی او له هڅو سره سره دغه اختلافات نه دي حل شوي چې له امله یې بین الافغاني مذاکرات ځنډېدلي دي. تر دې دمه خبرې پر طرزالعمل روانې دي، خو په دغه کړنلاره کې داسې موارد شته چې دواړه لوري ورباندې د نظر اختلاف لري. له دې سره جوخت نه یوازې دا چې طالبانو تازه تبلیغاتي مانورې پیل کړې دي، بلکې تر څنګ یې خپل بریدونه هم ډېر کړي او عملاً د جګړې ډګر تود دی.

د سپټمبر په ۱۲ مه په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د پلاوي ترمنځ مخامخ مذاکرات پیل او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د مذاکراتو دا لړۍ پرانیستل شوه. تر هغه وروسته دواړو لورو واړه ګروپونه وګومارل او هغه ته یې د تماس ډلې نوم ورکړ چې د مذاکراتو لپاره به تګلاره ټاکي او د مذاکراتو د بهیر لپاره به اصول رامنځ ته کوي، خو دغه ډلې تر دې دمه کومې پایلې ته نه دي رسېدلي او ترمنځ یې اختلافات د دې لامل شوي چې بین الافغاني مذاکرات له ځنډ او خنډ سره مخ شي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

د طالبانو د مذاکراتي پلاوي غړو بیا تور پورې کړی چې حکومتي لوری په لوی لاس په مذاکراتو کې خنډونه جوړوي او هڅه یې دا ده چې خبرې وځنډېږي. د طالبانو د مذاکراتي پلاوي غړي مولوي خیرالله خیر خواه په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي چې د مذاکراتو لپاره باید د طالبانو او امریکا توافق د اصل په توګه وټاکل شي او پرېکړې به د حنفي فقهې پر بنسټ کېږي. هغه زیاتوي چې افغان حکومت ورسره دا مسایل نه مني. د ده په وینا: ((د طالبانو او امریکا هوکړه باید د اصل په توګه ومنل شي، ځکه د همدې هوکړې پر بنسټ بین الافغاني مذاکرات پيل شوي دي، دا هوکړه وخت په وخت له افغان حکومت سره شریکه شوې ده، دوی منلې ده، نو که دا نه منل کېږي، نو بیا مذاکرات پر کومه مسئله د څه له مخې پيلېږي؟))

د طالبانو د مذاکراتي پلاوي بل غړي مولوي عبدالسلام حنیفي هم ویلي چې حکومتي لوری په مذاکراتو کې خنډونه رامنځ  ته کوي. د ده په وینا، طالبان په رښتینې توګه غواړي چې مذاکرات مخ ته لاړ شي او روانه جګړه د خبرو له لارې حل شي، خو افغان حکومت د ګڼو اصولو له منلو ډډه کوي. د ده په خبره: ((موږ په رښتینې توګه غوښتل چې ژر تر ژره باید په اجنډا کې داخل شو. موږ غوښتل یوه ګډه اجنډا ژر مخ ته یوسو)).

مولوي حنفي وایي چې دمګړی اختلاف پر دوو مواردو دي. یو دا چې مذاکرات د دوحې د هوکړې پر بنسټ مخ ته وړل کېږي او بل هم په فقهي برخه کې اختلاف دی. هغه ټینګار کړی چې طالبان پر خپل دريځ ولاړ دي او حکومتي لوري ته هم په کار ده چې د خنډونو له جوړولو ډډه وکړي.

بلخوا د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي هم وایي چې طالبان د اختلافونو حل ته تیاری نه ښيي او د خپلو خبرو پر منل کېدو ټینګار کوي. د دوی په خبره، طالبان خپلې ۱۹ کلنې جګړې ته جهاد وایي، خو افغان پلاوی یې مخالفت کوي، طالبان دغه راز د اساسي قانون د بدلون په لټه کې هم دي، په داسې حال کې ولسمشر غني تېره ورځ هم اساسي قانون د هېواد ملي وثیقه یاده کړې او په هغه کې یې هر ډول اختلاف رد کړی دی.

بلخوا د ملي مصالحې عالي شورا رییس بیا وړمه ورځ ناوخته له افغان مذاکراتي پلاوي سره خبرې کړي او دوی ته یې نوې سپارښتنې کړې دي. د ده په خبره، دغه ډله باید په هېواد کې روانه جګړه ختمه کړي او له خپل ټول قوت په استفادې باید د هېواد د ملي ګټو د ساتنې لپاره هڅه وکړي.

Tags: Top
Previous Post

سپما؛ د پېرلو لپاره وخت وټاکئ

Next Post

پکتيکا

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
پکتيکا

پکتيکا

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پر اوکراین برید؛ د سفارتونو تخلیه چټکه شوې ده

پر اوکراین برید؛ د سفارتونو تخلیه چټکه شوې ده

فبروري 13, 2022
روسیې په لسګونو امریکايي او کاناډايي چارواکو بندیزونه ولګول

روسیې په لسګونو امریکايي او کاناډايي چارواکو بندیزونه ولګول

اپریل 22, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved