د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست، ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې وويل چې په تېر يوه کال کې یې د درملو شاوخوا ۱۰ فابريکو ته د فعالیت جوازونه ورکړي دي. نوموړي وویل، چې په تېر يوه کال کې، ۲۱ زره ۵۰۴ قلمه درملو او روغتيايي محصولاتو ته هېواد ته د واردولو اجازه ورکړل شوې ده. د یادې ادارې مسوولینو دغه راز وويل چې په تېر يوه کال کې، شاوخوا ۳۰۰ ټنه درمل سوځول شوي او ۵۰ ټنه نور يې سوځولو ته چمتو شوي او همدارنګه څه د پاسه ۲۲۰۰ درمليزو تاسيساتو ته د فعالیت اجازه ورکړل شوې ده. د خوړو او درملو ملي ادارې د مسوولینو په وینا په تېر يوه کال کې، د څه د پاسه ۶۵ ميليارده ۲۵۸ ميليونه افغانيو په ارزښت، ۲۱ زره ۴۰۲ قلمه درملو او روغتيايي محصولاتو ته د وارداتو اجازه ورکړل شوې ده.











