عامې روغتیا وزارت وایي په تېرو څلوروېشتو ساعتونو کې یې د کرونا ۴۶۰ نورې مثبتې پېښې ثبت کړې دي چې په دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۰۱۷۵ ته ورسېد. عامې روغتیا وزارت همدا راز وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۶ کسه د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي هم دي. عامې روغتیا وزارت یو ځل بیا ویلي چې د مثبتو پېښو شمېر مخ پر کمېدو دی خو بیا یې هم له خلکو غوښتي چې ټولنیزه فاصله مراعات کړي، د عامې روغتیا وزارت سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي او په دې توګه خپل ځان او کورنۍ د کرونا له وژونکې ناروغۍ وژغوري.












