چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

په ډيالوګ د انساني تمدن نوې نقشه جوړېږي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 14, 2025
in نړیوال خبرونه
0
په ډيالوګ د انساني تمدن نوې نقشه جوړېږي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د نړيوال تمدن ډيالوګ د وزيرانو غونډه د جولای له ۱۰مې تر ۱۱مې نېټې د چين په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شوه، چې پکې د مختلفو ژبو، نژادونو او کلتورونو استازو او مېلمنو ګډون کړی و.

د غونډې ګډونوالو د تمدنونو او کلتورونو په اړه ژورې نظرتبادلې کړي او د مختلفو کلتورونو پر متقابلو زده کړو اجماع ته رسیدلي دي.

You might also like

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

د نړيوال حالت د بې ساري بدلون په حال کې د مختلفو کلتورونو ترمنځ ډيالوګ او د نړيوال تمدن وړانديز پلي کول د نړيوالې ټولنې ګډه نظريه ګرځېدلې، چې دا انساني تمدن پرمخبېولی او د نړۍ سوله او پرمختګ تضمينولی شي.

مختلف کلتورونه د نړۍ اصلي بڼه ده. تاريخي واقعيتونه ښيي چې د کلتور غوړېدل او د انسانانو پرمختګ د بېلا بېلو تمدنونو ترمنځ له تګ راتګ او متقابلې زده کړې پرته نشي ترسره کېدای.

اوسمهال نړيوال حالات مخ په پيچلي کېدو دي او نړۍ په نوې څلور لارې کې ولاړه ده.

انسانان بايد د توپيرونو په ليرې کولو سره د مختلفو کلتورونو تګ راتګ زيات کړي او د مدني شخړو پر ځای بايد خپلمنځي متقابلې زده کړې پياوړې کړي.

د کلتورونو تګ راتګ او متقابلې زده کړې د سولې تار دی، چې دا باید پياوړی وساتل شي.

په نړۍ کې د مختلفو نژادونو خلک، چې په بېلا بېلو ژبو خبرې کوي، ژوند کوي او مختلف کلتورونه پکې غوړېږي. که څه هم انسانان يو له بل سره توپيرونه لري، خو کچه يې يو شان ده او مساوي حقونه او ځایونه لري.

تاريخي واقعيتونو بيا بيا ثابته کړې، چې په زور او ځواک د کلتورونو ترمنځ د توپيرونو او اختلافاتو حل د ناپوهۍ، شخړې او د نړيوالې سولې د خرابېدو لامل ګرځي. که انسانان ټولشموله رويه غوره کړي، نو کلتوري يا مدني شخړې به رامنځته نه شي او د مختلفو کلتورونو همغږي به وساتل شي.

په نړۍ کې کله کله سیمه ييزې شخړې او تاوتريخوالي رامنځته کېږي او د سړې جګړې مفکوره او تسلط غوښتونکي پاليسۍ پکې په زياتېدو دي او هم د سولې کسر پکې مخ په سختېدو دی. نړيواله ټولنه بايد د کلتورونو د بېلوالي، شخړو او برترۍ له اړوندو نظريو سره ټينګ مخالفت وکړي، پر مساواتو او درناوي بايد ټينګار ولري او د کلتورونو ترمنځ ډيالوګ بايد زيات کړي، څو د انسانانو ترمنځ اړوند توپيرونه او تعصبونه ليرې او ترمنځ يې متقابل باور ټينګ او امنيت يې خوندي شي.

د کلتورونو تګ راتګ او متقابلې زده کړې د پرمختګ محرکه قوه بلل کېږي.

په اوسنۍ نړۍ کې ګڼ فرصتونه او هم ننګونې شته. انسانان له يوې خوا د اقتصاد، علم او تخنيک او کلتور په برخو کې ښې او وتلې لاسته راوړنې لري، خو له بلې خوا يې پر وړاندې د کمزوري نړيوال اقتصاد او اقليمي بدلون په شمول ګڼې نړيوالې ننګونې هم موجودې دي.

د نړيوالو ننګونو پر وړاندې ګډه مقابله او د ښکلې ايندې پر لور ګامونه پورته کول نه يوازې اقتصادي، علمي او تخنيکي پرمختګ، بلکې کلتوري او مدني همغږۍ ته هم اړتيا لري.

د مختلفو کلتورونو ترمنځ مساوي تګ راتګ او متقابلې زده کړې د انسانانو د ستونزو د ليرې کولو او د ګډ پرمختګ د ترسره کولو لپاره پياوړې لارښوونه برابرولی شي.

د کلتورونو تګ راتګ او متقابلې زده کړې د دوستۍ پل دی. د ورېښمو لرغونې لارې د نړۍ مختلف کلتورونه سره پيوست کړي دي. تاريخي واقعيتونو ثابته کړې، چې ورخلاصون متقابل پوهاوی زياتولی او تګ راتګ متقابل باور پياوړی کولی شي.

د نړۍ په څه باندې ۲۰۰ هېوادونو او سيمو کې کابو ۲۵۰۰ قومونه اوسېږي، چې په بېلا بېلو ژبو خبرې کوي او مختلف کلتورونه لري. انسانانو د توليد او ژوند په ترڅ کې رنګا رنګ کلتورونه او تمدنونه رامنځته کړي، چې هر يو يې بېلا بېلې ځانګړتياوي لري او ځمکنۍ کره یې رنګينه کړې او د پرمختګ په خوځښت يې راوستلې ده.

بشري ټولنه ګډ برخليک لري. د انساني او کلتوري تبادلو او همکاريو پياوړتيا او د کلتور، هنر، سپورټ او ښوونې په شمول ډېرو برخو کې دوامدار تګ راتګ د مختلفو هېوادونو د خلکو ترمنځ متقابل پوهاوی او دوستي زياتولی او د خلکو ترمنځ اړيکې ټينګولی شي او هم يې دوستي ژورولی شي.

چين تل د مختلفو کلتورونو ترمنځ تګ راتګ او متقابلو زده کړو ته زمينه برابره کړې او هميشه يې پر نړۍ غږ کړی، چې د مساواتو، متقابلو زده کړو، ډيالوګ او ټولشموليت له لارې د انسانانو پر وړاندې د مدني پرمختګ ستونزې ليرې او د انساني تمدنونو د ګډ پرمختګ او سمسورتيا لپاره لا زيات انتخابونه برابر کړي.

چين د مختلفو کلتورونو د تګ راتګ او متقابلو زده کړو عملي کوونکی دی او د اسيايي تمدنونو ډيالوګ او د چين د کمونېست ګوند او نړيوالو سياسي ګوندونو ډيالوګ په شمول يو لړ لویې چارې يې ترسره کړي، د مختلفو کلتورونو ترمنځ د تګ راتګ او نظر تبادلو لپاره يې د ډيالوګ ډګر برابر کړی او د لا زياتو هېوادونو خلکو ته يې بې له ويزې خپله دروازه خلاصه کړې ده.

Previous Post

د ګمرکونو عمومي اداره: چين او امريکا د لندن چوکاټ د نتایجو د عملي کولو لپاره هڅې زیاتوي

Next Post

شي جين پينګ د سورينام منتخبې ولسمشرې ته د مبارکۍ پيغام ولېږه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی
نړیوال خبرونه

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي
نړیوال خبرونه

نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي
نړیوال خبرونه

امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
Next Post
شي جين پينګ د سورينام منتخبې ولسمشرې ته د مبارکۍ پيغام ولېږه

شي جين پينګ د سورينام منتخبې ولسمشرې ته د مبارکۍ پيغام ولېږه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کرونا وبا؛ د حکومت بې پروايي که بې کفایتي؟

کرونا وبا؛ د حکومت بې پروايي که بې کفایتي؟

جون 13, 2021
شي جين پينګ د بېجينګ د ساينس او ټېکنالوژۍ پوهنتون پخوانيو پروفيسرانو ته ځوابي پيغام وليږه

شي جين پينګ د بېجينګ د ساينس او ټېکنالوژۍ پوهنتون پخوانيو پروفيسرانو ته ځوابي پيغام وليږه

اپریل 22, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Explorând Lumea Jocurilor de Noroc în România: O Privire Asupra Cazinourilor Online

اگست 5, 2026
Uncategorized

La Verdad Detrás de Bet300: Explorando la Legitimidad y Opciones en el Mercado Argentino

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Allure and Risks of Online Gaming at Winit Casino

اگست 5, 2026
ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اگست 5, 2026
امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved