سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

په کابل ښار کې موټربم برید نهه کسان ووژل او شل نور یې ټپیان کړل

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 21, 2020
in افغانستان
0
په کابل ښار کې موټربم برید نهه کسان ووژل او شل نور یې ټپیان کړل
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

تېره ورځ یو ځل بیا د کابل ښاریانو ورځ په یوه درنه چاودنه پيل شوه. موټربم برید د کابل لوېدیځ ته د خوشحال خان سیمه ولړزوله. په پېښه کې د درنو مالي زیانونو ترڅنګ ملکي تلفات هم رامنځته شوي دي. د دغه موټربم هدف په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی حاجي خان محمد وردګ و. نوموړی په دې پېښه کې ټپي شوی، خو ویل کېږي چې څو ساتونکو یې خپل ژوند بایللی دی. افغان حکومت دغه برید غندلی او په خبره یې، طالبانو د جګړې په ډګر کې ماتې خوړلې، نو ځکه اوس په ښارونو کې دغه ډول بریدونه کوي.

کابل په دې وروستیو کې نا امنه شوی دی. چسپکې ماینونه، د سړک غاړې ته ځای پر ځای شوي ماینونه او تازه موټربم برید هغه څه دي چې د کابل ښاریانو ارام یې اخیستی دی. تېره ورځ د همدې نا امنیو په دوام د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د ولسي جرګې پر غړي حاجي خان محمد وردګ موټربم برید وشو. په دې پېښه کې نوموړی ټپي شوی دی. د کورنیو چارو وزیر تر پېښې څو ساعته وروسته دغې سیمې ته ورسېد او له خبریالانو سره یې خبرې وکړې. مسعود اندرابي خبریالانو ته وویل چې دا برید وسله والو طالبانو کړی دی. هغه وایي چې طالبانو د جګړې په ډګر کې ماتې خوړلې، نو ځکه اوس په ښارونو کې د دغه ډول بریدونو په ترسره کولو وېره خپروي. اندرابي دغه راز وایي چې په پېښه کې نهه کسان وژل شوي او د حاجي خان محمد په ګډون ۲۰ نور ټپیان شوي دي. د اندرابي په وینا: «په دغه چاودنه کې زموږ نهه ملکي هېوادوال شهیدان شوي. تر اوسه د ۲۰ تنو ټپیانو راپور ورکړل شوی چې ټول ټپیان په خپل وخت روغتونونو ته انتقال شوي دي. په ټپیانو کې په کابل کې د ولسي جرګې یو وکیل خان محمد وردګ هم شامل دی او وضعیت یې ښه دی».

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې هم راغلي چې ترهګرې ډلې غواړي د دغه ډول جنایتونو په ترسره کولو سره د سولې بهیر تخریب کړي او د خلکو ترمنځ وېره خپره کړي. د سرچینې په خبره، افغان حکومت د ترهګرو ډلو پر وړاندې خپلې مبارزې ته ادامه ورکوي او اجازه به ور نه کړي چې خپلو موخو ته ورسېږي. سرچینه کاږي: «دا ډول ترورېستي بریدونه د افغانانو پر وړاندې د ترهګرو د جنایت دوام ښيي. ترورېستان د ویجاړونې او وژنې کړنلاره لري. دوی هر ځل د جګړې په ډګرونو کې له ماتو سره مخ کېږي او قطعاً خپلو شومو موخو ته نه رسېږي».

ولسي جرګې هم دغه پېښه تایید کړې ده. د ولسي جرګې غړي وایي چې دوی دغه برید په کلکو ټکو غندي او پر حکومت یې غږ کړی چې د ولسي جرګې د غړو په امنیت کې خپلې هڅې ډېرې کړي. د ولسي جرګې لومړی مرستیال محمد میرزا کټوازی وایي، طالبان غواړي د جګړې له لارې واک ته ورسېږي، نو ځکه یې دغه ډول بریدونه پيل کړي دي. د ده په خبره: «موږ باور لرو چې طالبان لا هم غواړي د پاکستان په اشاره د زور له لارې واک ترلاسه کړي، ځکه دوی چې د جهاد کوم نوم مخکې کړی وو اوس خو جګړه له بهرنیانو سره نه‌ده، بلکې دوی خپل وروڼه شهیدانوي، دوی غواړي چې هره ورځ چاودنې وکړي، وژنې وکړي او حکومت د ټوپک په وسیله وپرځوي».

سره له دې چې وسله والو طالبانو د برید په اړه غبرګون نه دی ښودلی او نه یې هم د دغه پېښې مسوولیت منلی، خو افغان حکومت دغه موټربم برید د طالبانو کار بولي. کورنیو چارو وزارت وایي چې وسله والو طالبانو په تېرو درېیو میاشتو کې لسګونه ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د سرچینې په خبره: «سله‌والو مخالفینو له لوري په تېرو دریو میاشتو کې په دې هېواد کې ۳۷ انتحاري او ۵۱۰ ماین چاودنې شوي چې له امله‌یې ۵۰۰ ملکیان وژل شوي او ۱۰۵۰ نور ټپیان شوي دي».

په کابل کې داسې د عامو وګړو په یوه هستوګنیزه سیمه کې داسې مهال موټربم برید کېږي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دلته د اوربند د تامین او ژر تر ژره د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې ده. نوموړي ویلي، تاوتریخوالی د منلو نه دی او دواړه لوري باید توافق ته د رسېدو لړۍ چټکه کړي.

Tags: Top
Previous Post

د سولې ځنډ؛ د جګړې او تاوتریخوالي دوام!

Next Post

کرنې ریاست: روان کال په سرپل کې ۵۲۰ کرنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
کرنې ریاست: روان کال په سرپل کې ۵۲۰ کرنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي

کرنې ریاست: روان کال په سرپل کې ۵۲۰ کرنیزې پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کابل ښار کې د موټرسایکل پر ګرځولو بندیز ولګېد

کابل ښار کې د موټرسایکل پر ګرځولو بندیز ولګېد

اپریل 14, 2020
اروپايي ټولنه: هدفي بریدونه ډېر شوي، طالبان باید اوربند وکړي

اروپايي ټولنه: هدفي بریدونه ډېر شوي، طالبان باید اوربند وکړي

مارچ 4, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved