چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

په کابل کې د ماشومانو لپاره د “غوټۍ کوچنی ټولګی” کتاب وویشل شو

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 5, 2025
in افغانستان
0
په کابل کې د ماشومانو لپاره د “غوټۍ کوچنی ټولګی” کتاب وویشل شو
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

په کابل کې د “نویسا” ښوونځي سلګونو زده‌کوونکو ته د ماشومانو لپاره ځانګړی ښوونیز کتاب، د غوټۍ کوچنی ټولګی، په وړیا ډول وویشل شو. دا کتاب د چین میډیا ګروپ CGTN پښتو څانګې خبریالې غوټۍ له لوري لیکل شوی، چې موخه‌یې د چاپېریال ساتنې، د اوبو ارزښت، اقلیمي بدلونونو، او د طبیعي سرچینو د خوندي ساتنې په اړه د ماشومانو پوهاوی لوړول دي.

د کتاب د ویش ترڅنګ، ماشومانو ته د یاد کتاب موضوعاتو پر بنسټ جوړې شوې ښوونیزې ویډیوګانې هم وښودل شوې. دغه ویډیوګانې، چې د غوټۍ لخوا جوړې شوې دي، د افغانستان په یو شمېر ټلویزیوني چینلونو هم خپرې شوې دي او د زده‌کوونکو لپاره یو نوی او انلاین فرصت ګڼل کېږي.

د اکسوس کتاب پلورنځي مسؤل، صفي‌الله ناصري، د کتاب د ویش پر مهال وویل: “نن نړۍ بدلېږي، ټکنالوژي ورځ تر بلې پراخېږي، خو کتاب لا هم زموږ د ودې او پرمختګ بنسټ دی. دا یو مهم اقدام دی، چې ماشومان له داسې مهمو مسایلو سره اشنا شي چې د دوی د راتلونکي ژوند بنسټ جوړوي.”

زده‌کوونکو د کتاب له لوستلو سره د اوبو ارزښت، د وچکالۍ لاملونه، د باران د رامنځته کېدو پروسه، او له طبیعي سرچینو څخه د سمې ګټې اخیستنې لارې زده کړې. یو شمېر زده‌کوونکو وویل، چې دا ډول معلومات یې مخکې نه درلودل او دا کتاب به یې د فکر او پوهې کچه لوړه کړي.

همداراز، د نویسا ښوونځي یو شمېر ښوونکو وویل، چې دا کتاب د ژوند له مهمې اړتیا “اوبو” سره د ماشومانو اړیکه روښانه کوي. د دوی په وینا، دا یو مهم نوښت دی چې نه یوازې د کتاب له لارې بلکې د انلاین ویډیوګانو له لارې هم ماشومانو ته پوهاوی ورکوي، او دا ډول زده‌کړه کولی شي د راتلونکو نسلونو فکري بنسټونه قوي کړي.

د پروان پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد، ګل رحمان رحماني، دغه کتاب د ماشومانو لپاره یو لوی نوښت وباله. هغه وویل: “د غوټۍ درسونه او د هغې د کتاب چاپ شوې بڼه د ماشومانو لپاره یوه مهمه پانګه ده. ماشومان د طبیعت له رازونو، اقلیمي ستونزو او د چاپېریال ساتنې له بنسټیزو اړخونو سره اشنا کوي، چې دا یو مهم پرمختګ دی.”

د یادونې وړ ده، چې د غوټۍ کوچنی ټولګی کتاب تراوسه ګڼ شمېر ماشومانو ته په وړیا ډول ویشل شوی او دا لړۍ لا هم روانه ده. د دغه ښوونیز نوښت هدف دا دی، چې افغان ماشومان د خپلو طبیعي سرچینو، چاپېریال او ژوند چاپېر مسوولیت درک کړي او په عمل کې یې خوندي وساتي.

Previous Post

ننګرهار کې د ۶۵۵ میلیونه افغانیو په لګښت سوداګریز مارکیټ جوړېږي

Next Post

اقتصادي جګړه د چا په ګټه ده؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
امریکا باید له چین سره صمیمي پرېکنده خبرې وکړي

اقتصادي جګړه د چا په ګټه ده؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پنجشېر کې د زمردو کانونو د استخراج ۵۶۰ جوازونه وېشل شوي

پنجشېر کې د زمردو کانونو د استخراج ۵۶۰ جوازونه وېشل شوي

جون 2, 2024

شي جين پينګ د چين پولیسو ته د دوی ځانګړې ورځې مبارکي وویله

جنوري 9, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved