چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

په کابل کې د یوه واحد دریځ اړتیا

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 15, 2021
in تبصرې
0
د سولې فرصتونه؛ ضایع کول یې له ملت سره جفا ده
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د مصالحې عالي شورا رهبرۍ کمېټې د سولې د انتقالي حکومت د طرحې په اړه خپله لومړنۍ غونډه کړې ده. دوی په دې اړه خپل نظریات شریک کړي دي. دا طرحه د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ټولو اړخونو سره شریکه کړې ده. طالبانو هم ویلي چې دا طرحه یې تر غور لاندې ده او  وروسته به خپل دریځ روښانه کړي. په غونډه کې دا پرېکړه شوې چې د سولې په اړه په روسیه او ترکیه کې په جوړېدونکو غونډو کې ګډون وشي.

که رښتیا هم د مصالحې عالي شورا رهبرۍ کمېټه چې پکې د مهمو سیاسي اړخونو استازي او مشران هم شته، یو واحد دریځ پيدا کړي او ورسره ځيني نور سیاستوال همغږي کړي، نو دوې لویې لاسته راوړنې به ولري:

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

 لومړۍ دا چې د سولې په اړه به د افغانستان د حکومت دریځ د یوه شخص یا یوې کړۍ له انحصاره ووځي او د یوې پراخې ډلې له خوا به تصمیم نیول کېږي چې ډېر اړخونه به پکې خپل ځان وویني. تر اوسه پورې ستونزه دا وه او لا شته چې د سولې په تړاو ټول تصمیمونه د یوه شخص یا یوې کړۍ له خوا نیول کېدل. دوی دا تصمیمونه د افغانستان د ملي ګټو په رڼا کې د سولې لپاره نه نیول، بلکې د خپلو شخصي ګټو او د واک د دوام لپاره یې نیول. آن په واضح ډول درک کېدله چې د دوی پرېکړې او دریځونه د سولې پروسې د تخریب او د جګړې د دوام لپاره دي. له همدې امله نور ښه ده چې پرېکړې د یوې پراخې سیاسي اجماع له خوا وشي.

دویمه دا چې په دې سره به د افغانستان دریځ پیاوړی، معقول او د افغانستان د ډېرو خلکو د نظریاتو ممثل شي. کله چې پرېکړه په یوه کوچنۍ کړۍ کې کېږي، په طبیعي بڼه کمزورې وي، خو چې کله په پراخه سیاسي کتله کې پرېکړه کېږي، ټول اړخونه به یې ملاتړ کوي او پیاوړې به وي. د دې تر څنګ ټول اړخونه به یې سنجول شوي وي او معقولیت به پکې وي. دا به داسې پرېکړه نه وي چې ولسي او سیاسي ملاتړ ونه لري او له حکومته بهر سیاستوال او ډېر خلک یې مخالف وي.

پر همدې بنسټ د امریکا له خوا د سولې د انتقالي حکومت له خوا جوړه شوې طرحه باید د مصالحې په عالي شورا کې و ارزول شي. مثبت او منفي ټکي یې باید معلوم شي. د دې تر څنګ باید دا په پام کې ونیول شي، چې د سولې لپاره یو چانس شته او د کوچنیو مسایلو په لویولو سره د سولې فرصت باید زیانمن نه شي. د مصالحې عالي شورا له رهبرۍ کمېټې همدا تمه کېږي چې یو معقول، د سولې په ګټه، جامع او سم دریځ خپل کړي او له سولې سره مرسته وکړي. اوس چې دوی په دې اړه غونډه او بحثونه کړي، نو خلک ترې همدا تمه لري چې ټول سولې ته د یوې اړتیا په سترګه وګوري او د خپلو شخصي ګټو لپاره مثبت او منفي دریځونه ونه نیسي، بلکې هر دریځ یې باید د افغانستان د ګټو او د سولې  د راوستلو لپاره وي.

Previous Post

خوګیاڼی: په ننګرهار کې له ۱۸۰ فارمونو په کلني ډول ۶۰ټنه د کبانو غوښه ترلاسه کېږي

Next Post

ریالمي خپل ارزان بیه ځيرک موبایل خرڅلاو ته وړاندې کړ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
ریالمي خپل ارزان بیه ځيرک موبایل خرڅلاو ته وړاندې کړ

ریالمي خپل ارزان بیه ځيرک موبایل خرڅلاو ته وړاندې کړ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

خوست کې د څلورو کورنیو ترمنځ روغه وشوه

خوست کې د څلورو کورنیو ترمنځ روغه وشوه

فبروري 16, 2026
بدخشان کې د سېلابونو له امله د یوې کورنۍ ۱۰ غړي مړه شوي

بدخشان کې د سېلابونو له امله د یوې کورنۍ ۱۰ غړي مړه شوي

مې 26, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved