پوهنې وزارت وایي، چې د ښوونځيو د فارغانو د څو لسیزو شهادتنامې یې برېښنایي کړي او دغه لړۍ لا هم د ولایتونو په کچه روانه ده. ورته مهال د پوهنې وزارت د شهادتنامو ریاست وايي، په برېښنايي شهادتنامو کې یې، د جعل مخنیوي په موخه ځانګړی کاغذ او پټې نښې کارولي دي. دغه ریاست ته ورتلونکي مراجعین هم خوښي ښيي او وايي چې د ښوونځي د دې سند په ترلاسه کولو کې تر پخوا اسانتیاوې رامنځته شوي او د میاشتو پر ځای یې کارونه په څو ورځو کې ترسره کېږي. د شهادتنامو د ریاست د مسوولینو په وینا ولایتونو کې د شهادتنامو د ترلاسه کولو د اسانتیاوو او د مراجعینو د ګڼې ګوڼې د مخنیوي په موخه یې له افغان پست ریاست سره هوکړه لاسلیک کړې او د کار خلک یې له سرګردانیو خلاص کړي دي.











