پکتیا کې قومي خلکو په خپل شخصي لګښت د یو سړک د جوړولو کار پیل کړی. د پکتیا د مېرزکې ولسوالۍ اړوند کړکین درې اوسېدونکو په شخصي لګښت له غونځۍ کلي څخه تر کړکین درې پورې د یو سړک جوړلو چارې پیل کړې دي. ځايي اوسېدونکي وايي، چې دې سیمې ته لار د خوړ په منځ کې تېره شوې، چې د واورو، بارانونو ورېدو، پسرلي اوبو زیاتېدو او سېلابونو راوتلو پر وخت د موټرو پر مخ تړل کیږي او خلک نشي کولی چې په دې لاره تګ راتګ وکړي. د خلکو په خبره، بار بار یې له حکومتونو دې سیمې ته د لارې جوړېدو غوښتنه هم کړې، خو حکومتونو په دې اړه اقدام نه دی کړی. دوی همداراز زیاتوي، شته ستونزو او کړاوونو اړ کړي، څو په خپل شخصي لګښت سره دغه سړک جوړ کړي، خو له اوسني سرپرست حکومت څخه په دې برخه کې د جدي پاملرنې غوښتونکي دي.











