چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

څلور کاله وروسته؛ د افغان واکمنۍ د بدلون ترخې او خوږې تجربې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 14, 2025
in تبصرې
0
څلور کاله وروسته؛ د افغان واکمنۍ د بدلون ترخې او خوږې تجربې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

سبا د ۲۰۲۵ کال د اګست ۱۵ مه نېټه د افغانستان په معاصر تاریخ کې یوه مهمه ورځ ده. دا ورځ نه یوازې د وروستي جمهوري حکومت د نسکورېدو څلورمه کلیزه ده، بلکې د نوي افغان سرپرست حکومت د واکمنۍ د پیل څلور کلونه هم نمانځي. څلور کاله تېر شول، او اوس د دې وخت دی چې د دې پړاو د مثبتو او منفي اړخونو ارزونه په سړه سینه وشي.
په منفي اړخونو کې، تر ټولو لویه او بحث‌انګیزه موضوع د نجونو د زده کړو پر مخ د دروازو تړل دي، چې د ټولنې نیمایي برخه یې له تعلیمي حق څخه بې برخې کړې ده. په ډېری حکومتي ادارو کې د ښځو دندې ځنډېدل د کورنیو اقتصادي ستونزې زیاتې کړې او د ښځو رول یې د پام وړ محدود کړی. د باانرژۍ او لوړو زده کړو لرونکو ځوانانو زیات مهاجرت د هېواد د بشري ځواک په کمېدو او د راتلونکي د پرمختیايي ظرفیت په کمزورېدو پای ته رسېدلی دی، چې اوږدمهاله ټولنیزې او اقتصادي ستونزې له ځان سره لري.
خو د مثبتو لاسته راوړنو نوملړ اوږد او ګڼې لاسته راوړنې شته دي. د ټولو دولتي ادارو فعال ساتل، د مراجعینو د چارو د پرمخ بیولو چټکتیا، د مالیاتو منظم او شفاف راټولول، او په کابل ښار کې د سړکونو پخول، پراخول او پاکول د ښاري ژوند په ښه والي کې څرګند بدلونونه رامنځته کړي دي. په ورته وخت کې، په ټول هېواد کې د لویو لارو د رغونې پروژې روانې دي، چې د سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره بنسټیز اهمیت لري.
په امنیتي برخه کې، جګړې پای ته رسېدلې او ټول هېواد د مرکزي حکومت تر بشپړ واک لاندې دی.داعش په بشبړه توګه ځپل شوی او د الله د شکرانې په یادولو سره اوږدې مودې راهیسې هیڅ کومه چاودنه او امنیتي پیښه هم نه ده شوې ،دغه راز هیوادوال او بهرني سیلانیان کولی شي د ورځې او شپې هر وخت د هېواد هرې سیمې ته په ډاډه زړه سفر وکړي. بلخوا د مرکزي حکومت خدمات تر لرې پرتو کلیو پورې رسیدلي دي، او رغنیزې پروژې د شخصي سکتور او حکومتي هڅو په ګډو هڅو په پراخه پیمانه عملي کیږي.
د اقتصاد څرخ حرکت بېرته پیل شوی او د کډوالو د بېرته ستنېدو سره سره د هېواد اقتصاد او امنیت تر کنټرول لاندې پاتې دی. د افغانۍ ثبات په بې ساري توګه لوړ او با ارزښته پاتې شوی دی ،د هوايي ډګرونو فعال پاتې کېدل، د کورنیو او بهرنیو پروازونو پرله‌پسې جریان، له کمو امکاناتو سره سره د رغونې هڅې، زیات شوی شفافیت، او د پانګوالو لپاره د اسانتیاوو برابرول هغه ګامونه دي چې د اقتصادي باور فضا یې رامنځته کړې ده. د کانونو د استخراج زیاتوالی نه یوازې د عوایدو د لوړولو سبب شوی، بلکې په کار موندنه کې یې هم مثبت اغېز کړی دی.
د سیمه‌ییزو زورواکو له منځه وړل او پر ټول هېواد د مرکزي واک ټینګښت، د څلور کلنې واکمنۍ هغه ځانګړتیا ده چې د هېواد په سیاسي نقش کې د ثبات یوه نوې څېره وړاندې کوي. که څه هم ننګونې سترې دي، خو که د مثبتو لاسته راوړنو تسلسل وساتل شي او د نیمګړتیاوو په حل کې جدي ګامونه پورته شي، افغانستان کولای شي راتلونکي ته د ثبات، پرمختګ او د خلکو د هیلې د بیا ژوندي کولو په لور نوي فصلونه پرانیزي.
په همدې هیله

Previous Post

په هیواد کې د اسد ۲۴ مې د نمانځلو لپاره پراخ چمتووالی روان دی

Next Post

پرون د ۴ ولایتونو له لارو سلګونه کورنۍ هیواد ته را ستنې شوې دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
پرون د ۴ ولایتونو له لارو سلګونه کورنۍ هیواد ته را ستنې شوې دي

پرون د ۴ ولایتونو له لارو سلګونه کورنۍ هیواد ته را ستنې شوې دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ا.ا کابل ته د هند د تخنیکي ټیم د راتګ هر کلی کړی

ا.ا کابل ته د هند د تخنیکي ټیم د راتګ هر کلی کړی

جون 24, 2022
خلیلزاد: د ملي مصالحې عالي شورا د سولې راوستو با صلاحیته بنسټ دی

خلیلزاد: د ملي مصالحې عالي شورا د سولې راوستو با صلاحیته بنسټ دی

دسمبر 7, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved