چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home روغتیا او ژوند

څنګه کولای شی یو ښه همکار و اوسئ؟

ژباړه: امان الله حنیفي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 30, 2021
in روغتیا او ژوند
0
څنګه کولای شی یو ښه همکار و اوسئ؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

دا چې یو ښه همکار ولری، باید یو ښه همکار و اوسئ. د دې لپاره چې یو ښه همکار و اوسی؛ باید:

۱ـ د همکار برنامې ته مو له خپلې هغې ترجیح ورکړئ

له خپلو همکارانو سره مو شریکې نقطې پيدا کړئ او د هغوی برنامو ته تر خپلو هغو په وخت داسې چې تاسې خپل کارونه مدیریت کولای شی، ترجیح ورکړئ.

۲ـ هره ورځ مو د همکارانو ارزښت لوړ کړئ

نورو ته ارزښت ورکول هغه یوازینۍ لار ده چې په یوه همکاریزه اړیکه کې ښه پایله ورکولای شي. همکاریزه اړیکه د هرڅه تر غوښتلو او تر لاسه کولو د مخه دوه لوري له پاشل کېدو ژغوري. چینایان یو متل کوي: «یو کس کولای شي د کم وخت لپاره رهبر و اوسي، خو له نورو سره د مرستې کولو په مټ بیا کولای شي د ډېر وخت لپاره رهبر و اوسي.»

که غواړی چې په کاري چاپيریال کې یو ښه همکار و اوسی، نورو همکارانو ته مو په پوره مانا ارزښت ولرئ.

۳ـ همکارانو ته مو د اعتبار، ایډیاوو او ابزارو منبع په لاس ورکړئ

زما د ژوند تر ټولو ښې شېبې هغه دي چې نورو ته د هغوی د پرمختګ منابع په لاس ورکوم. زه د رهبرۍ په اړه د تدریس په لومړیو کې پوه شوم چې یوازې زده کړې کافي نه دي. که خلکو ته د زده کړو تر څنګ مناسب منابع هم په لاس ورکړم، هغوی به د رهبرۍ تر ټولو ښې سطحې ته ورسېږي. په همدې دلیل غواړم له هغوی سره دا درې منابع شریک کړم:

الف- باور: داسې څوک پېژنم چې ښه ده هغوی یې هم وپېژني؟

زه له ښو خلکو سره له د معرفي کېدو او پېژندو ډېره ښه استفاده کوم. تاسې داسې څوک پېژنی چې ښه ده همکار مو یې هم وپېژني؟ څنګه کولای شی دوه هغه کسان چې هېڅ ممکنه نه ده مخامخ سره ووینی، له یو بل سره په اړیکه کې کړی؟ دا د نورو ارزښت لوړولو لپاره تر ټولو ښه لاره ده.

ب- ایډیاوې: زه پر کومو څیزونو پوهېږم چې هغوی هم باید پوه شي؟

کن بلاپخادر وايي: «نورو زموږ لپاره تر ټولو ښه فکرونه کړي دي.» دا جمله زما په حق کې هم صدق کوي. څنګه کولای شی د خپلو ایډیاوو په شریکولو سره له نورو سره مرسته وکړی؟ کوم څه هغوی ته ورکولای شی چې هغوی یې په خپله ځان ته نه شي برابرولی؟ هرکله چې خپله ایډیا له نورو سره شریکوی، یوڅه له تاسې کمېږي، خو د همکار د ارزښت کچه مو تر ډېره حده لوړېږي.

ج- ابزارونه: زه له څه استفاده کوم چې هغوی هم وکولای شي له هغه استفاده وکړي؟

ابزارونه هغه لارې چارې دي چې موږ تر بریا رسوي. زه باوري یم چې په ځانګړو لارو عمل کول مطلوبو پایلو ته د رسېدو تر ټولو ښه لاره ده او باوري یم چې همدا تر ټولو ښې لارې چارې دي. تاسې داسې کومې ځانګړې لارې چارې پېژنی چې همکار مو د هغه په وهلو سره نور هم پياوړی شي؟

۴– له همکار سره مو د اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړئ

د یو رهبر په حیث زما لومړی مسوولیت دا دی چې تاسې، ستاسې سازمان او ستاسې اړتیاوې وپېژنم او پوه شم چې څنګه کولای شم ستاسې ارزښت لوړ کړم. څنګه دا کار کولای شم؟ په پوښتنې کولو سره. پوښتنه کول تر ټولو ښه اړیکه ټینګوونکې لاره ده. د فرضیو پر اساس رهبري بې اغېزې ده.

ایا د خپل همکار د اړتیاوو پوره کولو په خاطر له هغه سره همکاري کوی؟ که داسې نه وي، ډېر وخت به ونه شی کولای چې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړی.

۵– هېڅ وخت مو باور له لاسه مه ورکوئ

باور د هرې تلپاتې اړیکې اساس دی. باور یو په یو نه رامنځ ته کېږي، بلکې د هغه د تر لاسه کولو لپاره باید ډېر وخت مصرف کړئ. کله چې باور رامنځ ته شي، هغه وخت به مو د همکارۍ له اړیکې ډېره ګټه تر لاسه کړی.

۶– د هر کار د تر سره کولو پر مهال تر هغه چې له تاسې یې تمه کېږي، ښه و اوسئ

کله مې چې کار شروع کړ، هېچا له ما ډېره تمه نه درلوده. نو پر دې اساس، خپله مې د خپل ځان لپاره لویې تمې پلان کړې او د هغه د تر لاسه کولو لپاره مې ډېره هڅه وکړه. هرڅومره مې چې د پرمختګ او اصلاح پر مسیر مخکې ګامونه اخیستل، پر خپلو تمو مې تمرین هم هومره ورسره لوړ شو او کله مې چې هغه کار تر سره کړ، ډېره ښه پایله یې تر لاسه کړه.

۷– اړیکو ته مو احترام ولرئ او په دې برخه کې پرمختګ وکړئ

ډېری وخت خلک یو مشارکت او همکاري رامنځ ته کوي او له لږ وخت وروسته هغه له پامه غورځوي. کله چې دا ډول پېښه رامنځ ته شي، همکاري خرابېږي او یو ډول بې باوري ځای نیسي. دا بې باوري د بېلوالي پيل دی، په همدې دلیل زه هر وخت هڅه کوم چې د همکار او د هغه د همکارۍ احترام وکړم او د نورو احترام خپلولو لپاره ډېره هڅه کوم. د نن ورځې همکاري د هغه احترام په واسطه چې تاسې پرون تر لاسه کړی و، ادامه نه شي پيدا کولی، دا احترام باید پرله‌پسې زیات شي. له ځانه وپوښتئ: «کوم کار تر سره کولای شم څو په پرله‌پسې ډول احترام خپل کړم؟»

  • مخکې له دې چې اړ شم، باید توجه وکړم
  • مخکې له دې چې اړ شم، باید خدمت وکړم
  • مخکې له دې چې اړ شم، باید کار وکړم
  • مخکې له دې چې اړ شم، باید تولید وکړم
  • مخکې له دې چې اړ شم، باید پرمختګ وکړم

کله چې دا کارونه تر سره کوم، نه یوازې دا چې ښه والی احساس کوم، بلکې د نورو احترام هم خپلوم. ایا تاسې خپلو همکارانو ته احترام لری؟ ایا د خپل احترام تر لاسه کولو لپاره ډېرې هڅې کوی؟ هغه کسان چې له تاسې سره کار کوي، بې اهمیته یې مه بولئ او د هغوی کارونو ته په ارزښت قایل شئ. هاوارد شولتز وايي، هغه بریا چې د یو کس له هڅې نه، بلکې د څو کسانو له ګډې همکارۍ لاس ته راغلې وي، ډېره مانا لرونکې ده.

Previous Post

د کرنيز ساينس او تخنيک پرمختګ د خلکو ژوند ښه کوي

Next Post

څوک د اسټراليايي ځواکونو پر جنګي جنايتونو پرده غوړوي؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي
افغانستان

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

by Spogmai Radio
اگست 1, 2026
افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

by Spogmai Radio
جولای 25, 2026
د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې
افغانستان

د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې

by Spogmai Radio
جولای 21, 2026
افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
افغانستان

افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

by Spogmai Radio
جولای 19, 2026
Next Post
څوک د اسټراليايي ځواکونو پر جنګي جنايتونو پرده غوړوي؟

څوک د اسټراليايي ځواکونو پر جنګي جنايتونو پرده غوړوي؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

له غیر قانوني لارو اروپا ته د افغانانو تګ ډېر شوی دی

ملګري ملتونه: افغان کډوالو سره د مرستې لپاره ۳۴۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

جون 18, 2022
هېواد کې د معلولینو د ورثې د ثبت لړۍ پیل شوه

هېواد کې د معلولینو د ورثې د ثبت لړۍ پیل شوه

جون 14, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved