چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

چارواکي وروستیو بدلونونو ته معقول او مناسب ځواب وايي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 21, 2021
in تبصرې
0
د امنیتي ځواکونو د ناکاره او کمزورې رهبرۍ دوام
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

په افغانستان کې امنیتي حالت ورځ تر بلې خرابېږي، طالبان هره ورځ نوې ولسوالۍ نیسي، سیمې لاندې کوي او امنیتي ځواکونه په شاتګ کوي. دا کار په چټکۍ روان دی، خو حکومت وايي طالبانو پرمختګ نه دی کړی، ولسوالیو سقوط نه دی کړی او ډېر ژر به بېرته له لاسه وتلې سیمې ونیسو. حکومت دا هم وايي چې خلک دې له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي، تر څنګ یې دې ودریږي، وسله دې واخلي او د خپلو سیمو په خوندي کولو کې دې مرسته وکړي. د دې تر څنګ دولت د امنیتي ادارو په رهبرۍ کې بدلونونه راوستل او تمه لري چې دا بدلونونه به د حالاتو له کابو کولو سره مرسته وکړي.

خو ایا وروستیو بدلونونو ته دا غبرګون معقول او مناسب دی؟

لومړۍ ستونزه خو دا ده چې دولت لا هم ناوړه حالت نه مني او وايي چې نه ولسوالۍ سقوط شوې او نه هم طالبانو پرمختګ کړی، بلکې هر څه سم دي. دا کار ښايي دوی د رواني جګړې په موخه کوي، خو خلک چې کله یو څه ویني، بیا کله په هغه څه باور کوي چې اوري یې. له همدې امله حکومت باید د توجیه کولو او انکار پالیسي پرېږدي، بلکې واقعیت ومني او خلکو ته واضح ووايي چې د دغو بدلونونو او ستونزو پر وړاندې څه کوي. حکومت چې تر اوسه پورې څه وايي او څه کوي، داسې نه ښکاري چې د ستونزو له حل سره به مرسته وکړي. لومړی کار چې دولت کړی هغه د امنیتي ادارو په رهبرۍ کې بدلونونه دي چې له بده مرغه مثبت نه دي، ځکه چې د مثبتو بدلونونو لپاره باید پر وړ، مسلکي او پوهو خلکو تکیه شوې وای، خو اوس تکیه بیا هم پر سیاسي معاملو  او انډیوال‌بازیو ده. له بله اړخه د امنیتي ځواکونو د رهبرۍ په ځینو پوستونو کې دومره ژر بدلونونه راځي چې په هېڅ ډول نه شي توجیه کېدلی. د بېلګې په ډول، یوه اونۍ وړاندې د کورنیو چارو وزارت لپاره یو معین وټاکل شو، خو پرون یې پر ځای بېرته بل څوک راغی. د ملي امنیت یو مهم مرستیال دوې میاشتې دنده پوره نه کړه، د کورنیو چارو وزارت دوه نور معینان هم ایله څو میاشتې پر دنده پاتې شول، دفاع وزارت کې هم همدا حال دی. د رهبرۍ دومره په سرعت بدلول ستونزې او ګډوډۍ لا زیاتوي او د حالاتو له ښه والي سره مرسته نه کوي. له بله اړخه دولت پر خلکو غږ کوي چې خپله وسله واخلي او د طالبانو پر وړاندې ودریږي. د دفاع وزارت نوي سرپرست همدا خبره کړې ده. دولت په دې کار سره دوه ناسم پیغامونه لېږدوي، لومړی دا چې ګواکې امنیتي ځواکونه نور د طالبانو پر وړاندې د درېدو پلان نه لري، خلک باید خپله دا کار وکړي. دویم دا چې دولت غواړي ملېشې جوړې کړي او پر هغو تکیه وکړي. دا واضح ده چې کله رسمي پوځ او ځواکونه د طالبانو پر وړاندې ونه شي درېدلی، نو ملېشې به څنګه ودرېږي. دولت د دې پر ځای چې پر خپلو امنیتي ځواکونو تکیه وکړي، ښه یې رهبري کړي، پر ملېشو تکیه کوي چې دا خپله د امنیتي ځواکونو د کمزوري کولو لامل کېږي.

د دولت مشرانو ګامونه داسې دي لکه وارخطا چې وي، لکه لاره یې چې ورکه کړې وي او هر څه ته لاس اچوي. دا ډول ګامونه به ستونزې لا زیاتې کړي، نو ځکه غوره دا ده چې په دې وخت کې معقول، مناسب او وړ ګامونه واخیستل شي. اوس باید دولت ثابت او پیاوړي ګامونه واخلي، نور ناوړه معاملې پرېږدي او د خلکو د ګټو پر اساس پرېکړې وکړي. تر ګردو مهم کار دا دی چې د حالاتو د کنټرول او امن لپاره سیاسي ګامونه واخیستل شي، پر سوله او جوړجاړي ټینګار وشي او  حکومت له خپله اړخه داسې ګامونه واخلي، چې د خلکو ملاتړ را خپل کړي، محبوبیت پیدا کړي او مقابل اړخ هم اړ کړي چې د جګړې پر ځای سولې ته راشي.

Previous Post

ملا برادر: د سولې خبرو د بریا لپاره باید د دوحې تړون عملي شي

Next Post

د ویوو ارزان بیه ۵جي موبایل

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د ویوو ارزان بیه ۵جي موبایل

د ویوو ارزان بیه ۵جي موبایل

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چين سپورټي پلاوي تر اوسه ۳۹ طلايي مډالونه ترلاسه کړي

د چين سپورټي پلاوي تر اوسه ۳۹ طلايي مډالونه ترلاسه کړي

اگست 11, 2024
سوات کې د تیرې شپې چاودونو له امله د مړو شمېر ۱۶ کسانو ته ورسېد

سوات کې د تیرې شپې چاودونو له امله د مړو شمېر ۱۶ کسانو ته ورسېد

اپریل 25, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved