د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، لوګر کې د سوېل ختیځ زون په کچه د پانګونې فرصتونو او ننګونو تر سرلیک لاندې غونډه کې له افغان پانګوالو غوښتي چې هېواد ته راشي. نوموړي ویلي چې زده کړې پر هر نارینه او ښځه فرض دي او د هېواد پرمختګ یوازې د زده کړو له لارې شونی دی. هغه یو ځل بیا، د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستل غوښتي. په دې غونډه کې ځینې پانګوالو له سرپرست حکومته غوښتي، چې د دوی پر وړاندې پرتو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د پانګونې په برخه کې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.











