چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چيني شکله عصري کېدل به نړۍ ته نوي فرصتونه برابر کړي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 2, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

نړيوالو د نوي چين د جوړېدو د ۷۵مې کليزې په درشل کې دا احساس کړې، چې دغه هېواد د عصري کېدو خپله لاره موندلې ده. چين پخوا يو بېوزله او کمزوری هېواد و او له ۷۵ کلونو راهيسې له وروسته پاتې حالت څخه د پرمختګ په لوري ګامونه اخلي او د اقتصاد د چټک پرمختګ او د ټولنې د دايمي ثبات دوه لوی نوښتونه يې کړي دي.

چين اوسمهال د چيني شکله عصري کېدو له لارې د پياوړي هېواد د ابادۍ او د ملت د بيا سمسورتيا لپاره هڅې کوي.نړيوال څېړونکي د چين چارې څاري او ارزيابي کوي يې، چې دغه هېواد به څنګه چيني شکله عصري کېدل وهڅوي او نړۍ ته به کوم نوي فرصتونه ورسوي؟

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۷۵مې کليزې په لمانځغونډې کې ګډون او وينا کړې او يادو پوښتنو ته يې ځوابونه ويلي دي. نوموړي ويلي، د چين حکومت او هېوادوال باید د کمونېست ګوند پر عمومي لارښوونې ټينګار ولري، د ځانګړي سوسياليزم پر لارې باید ګامونه واخلي، د خلکو پر ارادې باید تمرکز وکړي او د سوله ييز پرمختګ پر لارې باید ټينګار ولري.

د نوموړي په خبرو کې ياد څلور ټکي د چين د کمونېست ګوند په شلم ملي کانګرېس کې هم وړاندې شوي، چې د چيني شکله عصري کېدو له ځانګړتياوو او اصلي غوښتنو سره سمون لري او په دغو ټکو کې نه يوازې پخوانۍ تجربې پرتې دي، بلکې د راتلونکي پرمختګ او د چيني شکله عصري کېدو لوري هم پکې روښانه دي. مونږ بايد راتلونکې ته وګورو او پخوانۍ تجربې باید راغونډې او ګټه ترې پورته کړو. د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش په یوې ارزيابۍ کې ويلي، چې چين د نړۍ د سولې او پرمختګ د هڅونې لپاره اړين او باوري ځواک ګرځيدلی دی او چيني شکله عصري کېدو له ۷۵ کلونو راهيسې نه يوازې د چين پرمختګ ته وده ورکړې، بلکې د نړۍ د سولې او ثبات او د انسانانو د پرمختګ لپاره يې هم رغنده خدمتونه کړي دي.

د چين حکومت د نوي چين له جوړېدو څخه د شلمې پيړۍ د ۷مې لسیزې تر پايه پورې صنعتي او د ملي اقتصاد سيسټمونه جوړ کړي او د چيني شکله عصري کېدو د ابادۍ لپاره يې ټينګ مادي بنسټونه ايښي دي. په ورته وخت کې، چين په سوله کې د ګډ ژوند پنځه اصول وړاندې کړي، چې اوس د نړيوالو اړيکو بنسټيز اصول او د نړيوالو قوانينو بنسټيز اصول ګرځيدلي دي.

چيني شکله عصري کېدو بهير له ۱۹۷۸م کال يعنې له اصلاحاتو او ورخلاصون وروسته نوې بڼه ښودلې او په ۲۰۰۱م کال کې د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د چين له ګډون وروسته د نړيوال کېدو په چارو کې يې مهم ځواک ښودلی دی. د چيني شکله عصري کېدو چارې په ۲۰۱۲م کال کې د چين د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرېس وروسته ډېرې غوړېدلي، د انسانانو د بېوزلۍ د له منځه وړلو نوښت يې رامنځته کړی او پر له پسې يې د لوړې سويې ورخلاصون هڅولی دی او دغه راز د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې جوړولو نظريې يې هم پراخې اغېزې ښندلې دي.

اوسمهال په نړۍ کې داسې لوی بدلونونه روان دي، چې ساری يې په تېرې يوې پېړۍ کې نه دی لیدل شوی، جيپولټيکي سياست پکې سخت شوی او د اقتصاد د بيا احيا کېدو ځواک یې کمزوری شوی دی او په ورته وخت کې، د ساينس او ټېکنالوژۍ نوی انقلاب او د صنعتي چارو بدلونونو د پرمختګ نوي فرصتونه هم پکې رامنځته شوي دي.

نړۍ يوه سوله ييز او ارام چاپېريال او د ګډ پرمختګ نوي اېنجن ته اړتيا لري. د چيني شکله عصري کېدو بهير د پخوانيو برياليو تجربو پر بنسټ کولی شي نړۍ ته نوي فرصتونه برابر کړي. فرصتونه د سولې له نظريې څخه رامنځته کېږي. د چيني شکله عصري کېدو بهير د سوله ييز پرمختګ د عصري کېدو په مانا دی او د نړۍ د سولې او ثبات لپاره فعال رول لوبوي.

چين د نړۍ يوازينی هېواد دی، چې سوله ييز پرمختګ ته یې په اساسي قانون کې ځای ورکړی او هم په پنځو اټومي وسلو لرونکو هېوادونو کې يوازينی هېواد دی، چې لومړی يې د اټومي وسلو د نه کارولو ژمنه کړې ده. چين د نړيوالې سولې لپاره د همغږۍ کارونه ترسره کوي او په راتلونکې کې به د سولې، پرمختګ، همکارۍ او ګډو ګټو پر لوري دوامدار ګامونه واخلي او د نړۍ د سولې، ارامتيا او د خلکو د ګډ پرمختګ هڅونه به وکړي.

د سويس د کمونېست ګوند عمومي منشي ماسيميليانو اي رسنيو ته ويلي، چې د چين ډيپلوماتيکو لارو نړيوالې سولې ته پاکه هوا رسولې ده او چيني شکله عصري کېدل به د بېلا بېلو هېوادونو ګډ پرمختګ وهڅوي.

 د چين د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې په درېيمې عمومي غونډې کې ويل شوي، چې دغه هېواد به د لوړې سويې د ورخلاصون ميکانيزم بشپړ کړي، د اقتصاد باکيفيته پرمختګ ته به وده ورکړي او د لوړې سويې د سوسياليستي بازار اقتصادي سيسټم به جوړ کړي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار کړی، چې د هراړخيزو اصلاحاتو ژورتيا او ورخلاصون او د باکيفيته پرمختګ هڅول به نړۍ ته د لا پراخو همکاريو چانسونه او د چين د پرمختګ ځانګړې لاره به نړۍ ته لا زياتې تجربې برابرې کړي.

د چيني شکله عصري کېدو بهير له بهرنيو هېوادونو نه دی کاپی شوی، بلکې د چين ځانګړتياوې پکې نغښتې دي او باور دا دی، چې دغه لاره به د پرمختيايي هېوادونو د عصري کېدو لارې پراخې کړي او لا زياتو هېوادونو ته به دا جرئت ورکړي، چې خپلو حالاتو ته په کتو د پرمختګ ځانګړې لارې جوړې کړي.

Previous Post

د نوې څو قطبي نړۍ لپاره د چين دستورالعمل

Next Post

روغتیا وزارت: په کابل د تنفسي ناروغۍ پېښې زیاته شوې دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
روغتیا وزارت: په کابل د تنفسي ناروغۍ پېښې زیاته شوې دي

روغتیا وزارت: په کابل د تنفسي ناروغۍ پېښې زیاته شوې دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پښتونخوا کې څلور پاکستاني عسکر وژل شوي

پښتونخوا کې څلور پاکستاني عسکر وژل شوي

اکتوبر 27, 2021
افغان مذاکراتي پلاوی: په دوحه کې د سولې بحثونه په سم لوري روان دي

د سولې خبرو پر وړاندې خنډونه؛  افغان حکومت او طالبان یو بل ملامتوي

اکتوبر 12, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved