چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

چين – افغانستان؛ مستقيمې الوتنې د کرونا پر ضد مبارزه کې ښه رول لوبوي

ليکواله: غوټۍ؛ د چین نړیوالې راډیو د پښتو څانګې خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 28, 2020
in افغانستان, اقتصاد, ليکنې او تحلیلونه
0
چين – افغانستان؛ مستقيمې الوتنې د کرونا پر ضد مبارزه کې ښه رول لوبوي
894
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د اپرېل په ۲۳مه نېټه د چين د حکومت لخوا له افغانستان سره د مرستندويه طبي موادو دوهمه جوپه هم کابل ته ورسېده. په دغه جوپه کې د کيټونو، N95 طبي ماسکونو، عادي طبي ماسکونو، وقايوي جامو، طبي عينکونو او تبې معلومولو ماشينونو په شمول کابو ۷.۲ ټنه طبي مواد شامل وو. مخکې تر دې، د اپريل په دوهمه نېټه د چين د حکومت لخوا له افغانستان سره د مرستندويه طبي موادو لومړۍ جوپه کابل ته رسېدلې وه چې پکې کابو ۴.۵ ټنه طبي موادو موجود و. د لومړۍ جوپې ځېنې مواد هرات ولايت ته انتقال شوي او له کوويد ـ۱۹ ويروس پرضد د مبارزې په لومړي سنګر کې يې ښه رول لوبولی دی. داسې ټول مرستندويه طبي مواد د چين د شينجيانګ د اورموچي او کابل ترمنځ د مستقيمې الوتنې له لارې په لنډه موده کې افغانستان ته انتقال شوي دي او د افغانستان د روانو بيړنيو ستونزو د ليرې کولو لپاره يې اغېزمن خدمتونه کړي دي.

اوس دغه وبا د نړۍ په زياتو هېوادونو کې د خپرېدو په حال کې ده، دا نه يوازې د خلکو د ژوند او سر امنيت ته ګواښ پېښوي، بلکې نړيوال اقتصاد ته هم زيان رسوي. څنګه د دغې وبا د وقايې او کنترول تر څنګ د اقتصاد پرمختګ پیاوړی شي؟ دا د بېلا بېلو هېوادونو او تصديو پرمخ ګډه ننګونه ده. په دې حال کې د چين او نورو هېوادونو ترمنځ د نړيوال ټرانسپورټ او انلاين سوداګريو په اړه تصديو او شرکتونو د يادو ستونزو د ليرې کولو لپاره زياتې هڅې کړې دي او کوي يې.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

په تېرو څو کلونو کې د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز له مخې د چين او افغانستان ترمنځ سوداګرۍ اړيکې سمسورې شوې او په دې مناسبت د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالونو د لېږدولو چارو هم چټک پرمختګونه موندلي دي. د ۲۰۱۶م کال له مارچ څخه د افغانستان او اورموچي ترمنځ د مستقيمو الوتنو اجازه، د الوتنې کرښې او د پرواز وخت د غوښتنليک په چمتوالي پيل وشو. د ۲۰۱۶م کال د جولای په ۱۳مه نېټه د الوتنې دغه کرښه د لومړي ځل لپاره فعاليت پيل شو. تر اوسه پورې، د دواړو هېوادونو د حکومتونو تر ملاتړ لاندې د کابو ۱۶۰ الوتنې شوې او کابو د ۲۱۰۰۰ مسافرينو تګ راتګ تر سره شوی دی. همدارنګه، د ۲۰۱۶م کال په اګست کې د چين د جيانګ سو ولايت له نان تونګ ښار څخه د افغانستان حيرتان ته د اورګاډيو له لارې بار وړونکې پټلۍ پرانيستل شوه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالونو د لېږدولو وخت درې په څلورمه کم شوی. د تېر کال په سپتمبر کې د افغانستان له حيرتان څخه د چين د جيانګ شي ولايت اينګ تان ښار ته د بار وړونکو اورګاډيو پټلۍ په رسمي توګه پرانيستل شوه چې په دې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي تګ راتګ د پياوړتيا لپاره ښه زمينه برابره شوې ده. چين په تېرو څو پر له پسې کلونو کې د افغانستان درېيم لوی سوداګريز ملګری ګرځېدلی. څرنګه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ داسې ترانسپورټي چارې پياوړې شوې، نو د دغې وبا پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ ښه زمينه لري.

بر سېره پردې، د چين اړوندې تصدۍ او شرکتونه هم په ټوله نړۍ کې د اقتصاد د بيا اعاده کېدو او د دغې وبا پر وړاندې د ګډې مبارزې لپاره هڅې کوي. څو ورځې مخکې، د چين او اروپا ترمنځ د بار وړونکي اورګاډي په عادي توګه تګ راتګ کړی. د اپريل په ۱۴مه نېته د دغې وبا له رامنځته کېدو وروسته د چين له وو هان ښار څخه د بار وړونکي لومړی اورګاډی د طبي موادو په وړلو سره د جرمني دويسبورګ ته ورسېد چې له دغې وبا سره د مقابلې لپاره مهم رول لوبولی دی. په عين وخت کې، د دغې وبا تر اغيزې لاندې د جنوب ختيځې اسيا په زياترو سيمو کې الوتنې بندې شوې دي چې پر نړيوال بار وړونکي ټرانسپورټ باندې يې ستره اغيزه کړې ده. د علي بابا په نوم د چين اليکترونيک شرکت تر مشرۍ لاندې Lazada شرکت له اړوندو بار وړونکو شرکتونو سره اړوند توليدات او طبي مواد له جنوب ختيځې اسيا څخه کابو سلو هېوادونو ته انتقال کړي دي. د تايلند خبري رسنيو په دې اړه خبر ورکړ چې چين د AI او انلاين سوداګريو په شمول د عصري ساينس او تخنيک له لارې د دغې وبا پر وړاندې د مبارزې او د اقتصاد د بيا اعاده کېدو په برخو کې له بېلا بېلو هېوادونو سره مرستې کړې دي او کوي يې او ګټورې تجربې يې هم ورسره شريکې کړې دي.

د کوويد- ۱۹ ويروس د ټولې نړۍ پر وړاندې ګډ دښمن دی، نو بېلا بېل هېوادونه، هره ساحه او ټول بشريت يوازې تر ګډو کوښښونو لاندې د انسانانو ژوند خوندي کولی شي او په دې توګه د اقتصاد د کمزورتيا ستونزې ليرې او حل شي.

Previous Post

امریکا کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر تر یو میلیون واوښت

Next Post

امریکا په افغانستان کې؛ پر بنسټیزو پروژو وروستي وسله وال بریدونه غندلي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
امریکا په افغانستان کې؛ پر بنسټیزو پروژو وروستي وسله وال بریدونه غندلي

امریکا په افغانستان کې؛ پر بنسټیزو پروژو وروستي وسله وال بریدونه غندلي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د تيان جو په نوم پنځم نمبر باروړونکې فضايي بېړۍ په بريالۍ توګه وتوغول شوه

نوومبر 12, 2022
کلمبيا او ازبکستان د بريکس هېوادونو د نوي پرمختګ بانک رسمي غړي شوي

کلمبيا او ازبکستان د بريکس هېوادونو د نوي پرمختګ بانک رسمي غړي شوي

جولای 6, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved