د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند د افغانستان په اړه د سپنې ماڼۍ د ویاند جین ساکي څرګندونې رد کړې دي او ویلي یې دي چې امریکا په دې وروستیو کې په افغانستان کې د خپلې ماتې پړه پر نورو هېوادونو اچوي چې دا په دغه هېواد کې د امریکا د ماتې د توجه کولو په مانا ده. وانګ ون بین زیاته کړې چې امریکا په دې سره هڅه کوي چې په نړۍ کې خپلې زورواکۍ ته دوام ورکړي خو د ده په باور په افغانستان کې د امریکا پښه ښویدلې ده او نور نشي کولی چې پر نړۍ خپلې زورواکۍ ته دوام ورکړي. هغه ټینګار کړی دی چې امریکا په تېرو شلو کلونو کې افغانانو او افغانستان ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي او اوس اخلاقي مسوولیت لري چې د دغه هېواد د سوله ييزې بيارغونې دنده پر غاړه واخلي، او دغه کارونه دې ګاونډيو هېوادونو او نړيوالې ټولنې ته نه پرېږدي. ون بین دغه راز څرګنده کړې چې امريکا بايد خپلو تېروتنو ته بياکتنه وکړي، درس ترې واخلي او په راتلونکي کې دې د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې مداخله نه کوي.












