چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چين او امريکا که متحد ګامونه پورته کړي، نو نړۍ ته به مثبت ځواک ورکړي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 1, 2025
in نړیوال خبرونه
0
چين او امريکا که متحد ګامونه پورته کړي، نو نړۍ ته به مثبت ځواک ورکړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين او امريکا د مشرانو ترمنځ ملاقات د روان ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په دېرشمه نېټه د کوريا جمهوريت په پوسان کې تر سره شول چې دغه ملاقاتو د نړیوالې ټولنې پام راخپل کړی دی. څرنګه چې چين او امريکا په نړۍ کې تر ټولو لوی اقتصادونه ګڼل کېږي، نو د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ ملاقات نه يوازې پر ځان بلکې پر نړۍ اغېزه کوي. خو د دواړو هېوادونو پر وړاندې تر ټولو لويه مسئله سوداګريزه ستونزه ده او نورې ستونزې په راتلونکي کې څنګه حل شي چې همدا د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو پر ثابت پرمختګ پسې تړاو لري. د ګردې نړۍ لپاره که چين له امريکا سره همکارۍ وکړي، نو دا به نړۍ ته ګټې ورسوي. که يو له بل سره جګړه وکړي، نو دواړه خواوې به زیانمن کړي. په دې وجه نړيوالو دا هيله ښودلې چې چين له امريکا سره په سوله کې ګډ ژوند وکړي او د ګډو ګټو پر بنسټ برياليتوبونو ته د رسېدو لپاره ګډې هڅې وکړي، څو نړۍ ته مثبت ځواک راوړي.

ايا  غوره دا ده چې چين او امريکا همکاران وي او يا دا چې دښمانان شي، چې دا د دواړو خواوو پر وړاندې لومړۍ مسئله  ده او هم د دوه اړخيزو اړيکو پر ثابت پرمختګ پسې تړاو لري. په دې دوه ساعته ملاقاتو کې د چین د دولت رئيس شي جين پینګ يادې مسئلې ته ځواب ورکړی. چین او امریکا بايد همکاران او دوستان وي چې دا نه يوازې تاريخي تجربه بلکې واقعي اړتياوې هم دي.

You might also like

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

د چين او امريکا ځانګړنې بېلې دي، نو خامخا د نظریو توپيرونه شته. د نړۍ د دوو لويو اقتصادونو په توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ جنجالونه رامنځته کېږي چې دا هم يوه عادي چاره ده. خو په ورته مهال د چين او امریکا ترمنځ ګډې ګټې د  تضادونو او توپيرونو په پرتله زياتې دي. له څو کلونو راهيسې دوه اړخيزې سوداګريزې او اقتصادي اړيکې د دوه اړخيزو اړيکو په برخه کې د یوه پل رول لوبولی  او په دې سره يې د دواړو هېوادونو ګټې هم سره لا يو ځای شوې دي. همکارۍ د دواړو خواوو لپاره يوازينی سم انتخاب دی او هر ډول دښمني او مقاومت يوازې دواړو خواوو ته به زيانونه رسوي. لکه څنګه چې د رئیس شي جين پینګ ويلي و، د چين د پرمختيا او سمسورتيا موخه د ولسمشر ټرمپ هغې موخې ته ورته ده چې امريکا بيا ځواکمن او غښتلی هېواد شي. نو چين او امريکا د ګډې سمسورتيا او لاسته راوړنو د ترلاسه کولو لپاره ګډې هلې ځلې کولی شي.

له يوې مودې راپدېخوا امريکا د خپلې يادې موخې د تر سره کولو لپاره د سوداګريزو اړيکو د پرې کولو او د سوداګريزو خنډونو د جوړولو له لارې پر چين حداکثري فشارونه اچولي، څو د چین د پرمختګ مخه ونيسي. خو چين خپل ښه اقتصادي پرمختيایي حالت ساتلی او د روان کال په لومړيو درېيو ربعو کې يې پرمختيايي انډول په سلو کې پنځه اعشاريه دوه ښودلی دی. نو د چین اقتصاد انعطاف پذيره ښکاري او  لويه پيمانه او پرمختیايي امکانات لري او نظام يې هم خپل غوره والی لري. په وروستيو کې د چين د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې  په څلورمه عمومي غونډه کې د اقتصاد او ټولنيز پرمختګ د راتلونکي پنځه کلن پلان وړانديز تصويب شو او ۱۵ م پنځه کلن پلان هم پکې وټاکل شو. له څه باندې اوياوو کلونو راهيسې چين د خپلې نقشې له مخې پر خپلو اقداماتو ټینګار کړی او په دې لټه کې نه دی چې د چا پر وړاندې ننګونې جوړې کړي، بلکې پر خپلو چارو يې تمرکز کړی او له نورو هېوادونو سره يې پرمختيايي فرصتونه شريک کړي دي.

 د چين د برياليتوب مهم راز دا دی چې د خپل پرمختګ ترڅنګ له نورو هېوادونو سره پرمختيايي ګټې شريکوي.

د چين او امریکا ترمنځ اړيکې په نړۍ کې داسې اړيکې دي چې  بايد په ښه توګه پر مخ لاړې شي. چين او امریکا په جلا جلا توګه د نړۍ د تر ټولو لوی پرمختيايي او پرمختللي هېواد په توګه بايد خپل مسؤليت پر غاړه واخلي او په ګډه د دواړو هېوادونو او نړۍ په ګټه چارې ترسره کړي، څو د نړيوال اقتصادي پرمختګ او نړيوال اقتصادي مديريت د بشپړتيا لپاره خدمتونه وکړي.

Previous Post

چین د حکومتدارۍ تحلیل د پنځه کلن پلان له لارې

Next Post

د شن جو ۲۱م نمبر انسان وړونکی فضايي بېړۍ په بریالیتوب فضا ته وتوغول شوه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی
نړیوال خبرونه

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي
نړیوال خبرونه

نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي
نړیوال خبرونه

امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
Next Post
د شن جو ۲۱م نمبر انسان وړونکی فضايي بېړۍ په بریالیتوب فضا ته وتوغول شوه

د شن جو ۲۱م نمبر انسان وړونکی فضايي بېړۍ په بریالیتوب فضا ته وتوغول شوه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

غزني کې د شونډو او تالو چاود ماشومانو وړیا عملیات ترسره کیږي

غزني کې د شونډو او تالو چاود ماشومانو وړیا عملیات ترسره کیږي

اکتوبر 1, 2024

چين، روسیې او اندونيزيا درې اړخيزه ناسته کړې

جولای 13, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Explorând Lumea Jocurilor de Noroc în România: O Privire Asupra Cazinourilor Online

اگست 5, 2026
Uncategorized

La Verdad Detrás de Bet300: Explorando la Legitimidad y Opciones en el Mercado Argentino

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Allure and Risks of Online Gaming at Winit Casino

اگست 5, 2026
ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اگست 5, 2026
امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved