چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چين ته د ويتنام د رهبر له تاريخي سفره تمې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 19, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ويتنام د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دغه هېواد د دولت رئيس ټو لام چين ته په درې ورځني سفر تللی دی. دغه سفر د اګسټ په ۱۸مه نېټه پيل شوی او واک ته تر رسېدو وروسته چين ته د ويتنام د دولت رئيس لومړی سفر دی.  د چين د بهرنيو چارو وزارت په يوه بيانيه کې ويلي چې «دا د دواړو هېوادونو او دواړو ګوندونو تر منځ د اړيکو د لوی اهميت څرګندونه کوي».

د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو له پلوه، د ټو لام سفر خورا ستر ستراتيژيک اهميت لري. چين او ويتنام دواړو هېوادونو په تېرو څو کلونو کې د ژوند ښه والي او د ولسونو د ښېګڼې لپاره ډېر کارونه کړي دي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

چين په دوامداره توګه د ويتنام تر ټولو لوی سوداګريز شريک او د هغه هېواد د صادراتو لپاره دويمه درجه لوی مارکيټ پاتې شوی دی. د دواړو هېوادونو تر منځ د توکو د سوداګرۍ ارزښت په ۲۰۲۳م کال کې ۲۰۰ ميلياردو ډالرو ته رسيدلی و او چيني سوداګر په ويتنام کې د خپلو پانګونو پراخوالي ته لېواله دي. د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د چين د دولت رييس شي جين پينګ تېر کال ويتنام ته سفر وکړ او د دواړو هېوادونو په اړيکو کې یې د پام وړ تحرک رامنځته کړ.

پر رامنځته شوي تحرک په تکيې سره د چين او ويتنام د اړيکو د پراختيا په توګه اقتصادي او سوداګريزي همکارۍ پراخېدای شي او دواړه هېوادونه د عامه انکشاف په برخه کې لا پياوړې اجماع ته سره رسېدای شي.

د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخيزې سوداګرۍ ارزښت ۱۰۰ ميليارده ډالره ښودل شوی دی او ويتنام د سويل ختيځې اسيا د اتحادیې په غړو هېوادونو کې د چين تر ټولو لوی سوداګريز شريک ګڼل شوی دی. دغه پرمختګ بايد په ۲۰۲۳ کال کې ويتنام ته د رييس شي د سفر په پس منظر کې و ارزول شي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاريو اوږدمهالو اهدافو ته د ژمنتيا د تقويې سبب شو.

سيمه ييز جامع اقتصادي مشارکت، تر ټولو لوی سوداګريز بلاک چې چين او ويتنام یې غړيتوب لري، د چين او سويل ختيځې اسيا د اتحادیې د ازادې سوداګرۍ سيمه او د چين د صادراتو او وارداتو نندارتون يا د دغه هېواد پخوانی سوداګريز نندارتون چې په کلني ډول د سويل په کانټون کې جوړيږي، ټول هغه څه دي چې په بازارونو کې د توکو او توليداتو تر منځ د سياليو د رامنځته کېدو او د سوداګرۍ د ودې سبب کيږي. چين ته د لام سفر دواړو هېوادونو ته يو غوره فرصت دی چې له پورته يادو لاسته راوړنو برخمن شي، د بازارونو د انطباق لپاره ګډ ليدلوري تقويه کړي او خپلو ځايي صنايعو او مؤلداتو ته د ودې زمينه برابره کړي.

له کلونو راهيسې، د ويتنام او چين اقتصادي ښکېلتيا د پام وړ څو سکټوري ګټو له لوري پر مخ بېول کيږي. د دوی تر منځ د ډيجيټلي اقتصاد، زرغونو همکاريو او د کمربند او لارې وړانديز په برخو کې رسمي تړونونه موجود دي چې د چين او ويتنام تر منځ د ګډې پراختيا له منافعو د استفادې باالقوه ځواک ښيي.

د بېلګې په توګه، د چين چټک عصريتوب او ور خلاصون د ويتنام د اقتصاد لپاره ګټور ثابت شوي دي، په دغه هېواد کې یې د نوې کېدونکې انرژۍ له توليداتو سره مرسته او د ويتنام خلکو ته یې برېښنا ته لاسرسی او د دندو موندل اسانه کړي دي. د کمربند او لارې وړاندیز د نړيوالې زرغونې پراختيا ائتلاف د زرغونې انرژۍ اهدافو ته رسېدل چټک کړي دي؛ دا هر څه په داسې حال کې شوي چې صنعتي پارکونو او ځانګړو اقتصادي زونونو په دوامداره توګه د چين له لوري د رامنځته شويو کمپنيو په وده کې د پام وړ ونډه ترلاسه کوي. د دې ټولو هڅو او لاسته راوړنو په پایله کې ويتنام د دې جوګه شوی چې مستقيمه نړيواله پانګونه ور جلب کړي او په صنعتي سکټور کې د دندو شمېر د پام وړ لوړ کړي.

د چين او ويتنام رهبرۍ کولی شي چې د راتلونکې دوه اړخيزې سوداګرۍ د پراخولو لپاره نوي ګامونه واخلي. دا تېر کال د چين او ويتنام د جامع ستراتيژيکو همکاريو د مشارکت د رامنځته کېدو لوی عامل و او پر کليدي صنايعو لکه نساجۍ د چين پانګونه د دې سبب شوې چې د ويتنام ځايي صنعتي ځنځير د پام وړ تقويه شي.

چين په ويتنام کې د بهرنۍ پانګونې د شپږمې لویې منبع په توګه له ځايي بازار سره د پام وړ بلدتيا لري او په ډيرو پراختيايي پروژو کې د پام وړ شريک په توګه فعاله ونډه لري. پر دې اساس، د کمربند او لارې وړانديز او دوو دهليزونو او يوې اقتصادي کړۍ د ستراتيژيو تر منځ د مثبتې انرژۍ د خپرولو له لارې چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي همکاريو د تقويې لپاره وړانديز شوې دي کولی شي چې د ولس محوره پراختيا د چټکولو لپاره يو ګډ ليدلوری رامنځته کړي.

د چين او ويتنام اساسي اقتصادي او سوداګريزو همکاريو ته په پام سره، تمه کيږي چې د لام سفر د راتلونکو پانګونو په پراخولو، د انکشافي پروژو په چټک پليتابه او د سوداګريزو او صنعتي همکاريو د نويو اړخونو په موندلو کې د پام وړ رول ولوبوي.

Previous Post

غزني کې د سېلابونو له امله د یوې کورنۍ درې غړي مړه شوي

Next Post

نړۍ د چين پر اقتصاد باور لري

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
نړۍ د چين پر اقتصاد باور لري

نړۍ د چين پر اقتصاد باور لري

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو پر اهمیت ټینګار کړی

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو پر اهمیت ټینګار کړی

اکتوبر 27, 2025
که څوک له تالاشۍ تېر شو، نو باید حتمي ووژل شي!؟

ایا اشرف غني هېواد ته راځي او اړتیا ورته شته؟

فبروري 21, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved